اېشوریا رای بچن د کورونا وېروس له کبله روغتون کې بستر شوه

د روانې اونۍ لومړيو کې د ابیشک بچن، اېشوریا رای بچن او اریادهیا ازموینې مثبتې وې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روانې اونۍ لومړيو کې د ابیشک بچن، اېشوریا رای بچن او ارادیا ازموینې مثبتې وې.

د هندۍ سینما مشهوره ممثله اېشوریا رای بچن څو ورځې وړاندې په کورونا وېروس تر اخته کېدو وروسته اوس روغتون ته لېږدول شوې او بستري شوې ده.‌

تېره اونۍ هندي رسنیو اعلان وکړ چې د اغلې بچن د کورنۍ څلور غړي په کورونا وېروس اخته شوي، چې پکې له نوموړې سره سره، خسر یې امیتاب بچن،‌ مېړه یې ابیشېک بچن او لور یې ارادیا بچن شامل وو.‌

هندي رسنۍ وایي، اغلې بچن او لور یې دواړه د ممبۍ ښار په ناناوتي روغتون کې بستري شوې، چېرې چې د نوموړې خسر امیتاب بچن او خاوند یې ابیشېک بچن وار د مخه د کورونا وېروس له کبله بستري دي.‌

اېشوریا بچن هندي سینما ته تر راتلو مخکې د نړۍ د ښکلا ملکې سیالي‌ ګټلې وه او وروسته یې په بالیووډ کې هم خورا شهرت وموند، خو له ابیشېک بچن سره تر واده وروسته نوموړې په ډېرو فلمونو کې نه ده را ښکاره شوې.

د نوموړې خسر امیتاب بچن د تېرې شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې په کورونا وېروس اخته شوی.‌

د نوموړي له دې ټویټه څو ساعته وروسته یې زوی او د اېشوریا رای مېړه ابیشېک بچن هم ټویټ وکړ چې دی هم په دې وبا اخته شوی.

بیشېک د خپلې مېرمنې اېشوریا او د لور ارادیا په کورونا وېروس د اخته کېدو اعلان هم وکړ.

اېشوریا رای او لور یې تر دې دمه په کور کې قرنطین وې، خو اوس داسې ښکاري چې د روغتیایي حالت له کبله یې اړتیا پېښه شوې چې روغتون ته ولېږدول شي.‌‌

اېشوریا رای او ارادهیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اېشوریا رای او ارادیا دواړې ممبۍ کې روغتون ته وړل شوې دي.

د بچن کورنۍ په ټول هند او په ځانګړې توګه د هندۍ سینما مینه والو ترمنځ پراخ شهرت او نوم لري.

د تېرې اونۍ په ترڅ کې زرګونو کسانو په کورونا وېروس د دې کورنۍ د غړو د اخته کېدو په اړه خپګان څرګند کړ او د دوی روغتیا لپاره یې دعاوې وکړې.

په هند کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون اوښتی او یوازې پرون د جمعې پر ورځ ۳۵ زره تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

هند تر امریکا او برازیل وروسته په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري او تر دې دمه څه باندې ۲۵ زره کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.‌

لویدیځ مهاراشترا ایالت، چې ممبۍ ښار هم پکې دی، تر ټولو ډېرې،‌ یانې څه باندې ۲ لکه او اتیا زره مثبتې پېښې لري.