واشنګټن ډي‌سي کې په ډزو ټپي شوې د ملي ګارد غړې مړه شوه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ملي ګارډ له هغو دوو غړو یوه یې چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي کې په ډزو ویشتل شوي وو، ساه ورکړه.

۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د ټپونو له امله مړه شوې ده. ټرمپ دا خبر د پنجشنبې په ورځ تایید کړ.

دویم ټپي شوی د نیشنل ګارډ غړی، ۲۴ کلن اندریو وولف دی چې اوس هم په ډېر خراب حالت کې دی، چارواکو د پنجشنبې سهار وویل.

ټرمپ د شکرانې په مناسبت له امریکایي ځواکونو سره د خبرو پر مهال د بیکسټروم مړینه تایید کړه.

هغه وویل: "د لوېدیځې ورجینیا سارا بیکسټروم چې موږ یې په اړه غږېدو، ډېره درنه، ځوانه او فوق‌العاده نجلۍ وه... هغه اوس مړه ده، نور له موږ سره نه شته".

ټرمپ زیاته کړه بل ټپي عسکر وولف "د ژوندي پاتې کېدو مبارزه کوي".

د عدلیې وزیرې پم بونډي له ډزو وروسته فاکس نیوز ته وویل، بیکسټروم په شکرانې رخصتي کې د رضاکارانه دندې لپاره پلازمېنې واشنګټن ته تللې وه.

د لوېدیځې ورجینیا سناتور جیم جسټس وویل د بیکسټروم د مړینې په اورېدو "بېخي غمجن" شوی دی.

هغه په خپله اعلامیه کې وویل: "په داسې یوه ډېره سخته د شکرانې ورځ کې زموږ دعاوې د هغې له کورنۍ، ملګرو او نورو عسکرو سره دي."

هغه زیاته کړه: "موږ د اندریو وولف لپاره هم دعا کوو چې روغ شي."

دواړه عسکر په یوه داسې سیمه کې د لوړ کچ لیدوړ ګزمې په ماموریت بوخت وو چې غرمه مهال هلته ډېر د دفتر کارکوونکي تګ راتګ کوي.

د ډزو ځای له سپینې ماڼۍ یوازې څو بلاکه لرې و، نو ګڼو امنیتي کسانو ډېر ژر د پېښې ځای ته ځان ورساوه، دواړه ټپیان یې ودرملل او بریدګر یې ونیو.

د CBS نیوز د سرچینو په وینا بریدګر د نیول کېدو پر مهال څلور ځله په ډزو لګېدلی دی.

د عدلیې وزیرې بونډي فاکس نیوز ته وویل چې د هغې دفتر به د ملزم لپاره د اعدام سزا غوښتنه وکړي او هغه یې "یوه لویه بلا" وباله چې "باید زموږ په هېواد کې نه وای."

سي‌ای‌اې :'واشنګټن‌ ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو د شک وړ بریدګر افغانستان کې له سی‌ای‌اې سره کار کړی'

په امریکا کې د څېړنو فدرالي ادارې (اېف‌بي‌ای) او د استخباراتو مرکزي ادارې (سي‌ای‌اې) مشرانو منلې چې واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو ډزو کې ښکېل مشکوک کس 'رحمان‌الله لکڼوال' په افغانستان کې له سي‌ای‌اې سره کار کاوه.

د سي‌ای‌اې مشر جان راټکلیف ویلي، "د بایډن ادارې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د سي‌ای‌اې په ګډون د امریکا له حکومت سره د پخواني کار له کبله،‌ [متحدو ایالتونو ته] د تورن بریدګر راوستل توجیه کړل."

راټکلېف د بي‌بي‌سي همکارې امریکایۍ رسنۍ سي‌بي‌اېس ته ویلي، چې لکڼوال په کندهار کې د سي‌ای‌اې د "ملګري ځواک غړی" و.

هممهاله د اېف‌بي‌ای مشر کاش پټېل هم ویلي، "اوس دا تایید شوې چې دغه کس په افغانستان کې له متحدو ځواکونو سره اړیکه درلوده." هغه زیاته کړې چې امریکا "د هغه د مخینې دا اړخ په بشپړه توګه څېړي".

پټېل د واشنګټن ډي‌سي له څارنوالې جینین پیرو سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل،

اېف بي ای په سملاسې توګه د شواهدو راټولول پیل کړي، د شاهدانو سره مرکې شوې او دا چې برید کې کارېدلې وسله څېړنو لپاره لابراتوار ته استول شوې ده.

پټیل زیاته کړه، چې مشکوک بریدګر پلازمېنه کولمبیا ناحیه (ډي‌سي) کې له برید مخکې له واشنګټن ایالته په موټر کې راغلی، او دا چې هلته یې وروستی پېژندل شوی استوګنځی پلټل شوی دی.

نوموړي وویل، له هر هغه چا سره به مرکه وشي چې له مشکوک بریدګر سره اړیکه لري.

تر هغې وروسته چې یو افغان سړی سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو د مشکوک په توګه وپېژندل شو،‌ د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې د افغانانو د پنا غوښتنې بهیر یې ځنډولی دی.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ چارو ادارې (USCIS) ویلي، چې دا پرېکړه د "امنیت او څارنې پروتوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.

ویل کیږي د چارشنبې ورځې د ډزو مشکوک کس، چې د ملي ګارد دوه غړي یې سخت ټپیان کړل، د ۲۰۲۱ کال سپتمبر کې له افغانستانه امریکا ته تللی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې دا برید "ترهګریز عمل" و.‌ هغه زیاته کړې د بهرنيانو اېستلو لپاره به چې "د هر هېواد وي او د دې ځای نه اړوندېږي" ګامونه پورته کړي.

۲۰۲۱ کال له افغانستان د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په مشرۍ له ګډې وډې وتنې وروسته،‌ لسګونه زره افغانان د کډوالۍ د ځانګړي‌ ملاتړ او خوندیتابه تر پوښښ لاندې امریکا ته ولاړل.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې مشکوک کس 'رحمان‌الله لکڼوال' معرفي کړی دی.

یوه چارواکي د بي‌بي‌سي همکارې امریکايي ادارې سي‌بي‌ایس ته ویلي چې هغه ۲۰۲۴ کال کې پنا غوښتې وه، او د روان کال پیل کې یې غوښتنلیک منل شوی و.

ویل کېږي‌ هغه ۲۹ کلن او "د متحدینو ښه راغلاست عملیاتو" په نوم پروګرام له مخې امریکا ته تللی.

رپوټونو کې راغلي چې هغه په متقابلو ډزو کې ټپي او نیول شوی دی.

ولسمشر ټرمپ تر دې پېښې وروسته ویلي، چې امریکا "باید اوس هر پردی چې د بایډن پر مهال له افغانستانه زموږ هېواد ته راننوتی، یو په یو له سره وڅېړي".

افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي‌ راپورتر ریچارډ‌ بېنېټ پر اېکس یوه خپاره کړي پيغام کې لیکلي،‌ چې "زه له شان وان‌ډایور سره همغږی یم چې له مجرم سره باید حساب وشي، خو ټوله افغان ټولنه باید د یوه فرد د کړنو له کبله مجازات نه شي."

هغه زیاته کړې،‌ چې "دا به ډېره بې انصافي او بشپړه بې معنا خبره وي. ساړه ماغزه باید غالب شي."

شان‌ ون‌ډایور د افغان اېواک بنسټ مشر دی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا ته د هغو افغانانو د لېږېدول کېدو ژمنې د عملي کېدو ډاډمنتیا لپاره کار کوي،‌ چې د جمهوریت په کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی.‌

نوموړي‌ یوه علامیه کې د تاوتریخوالي‌ دا پېښه غندلې خو ټینګار یې کړی چې د مشکوک کس "جلا او تاوتریخجنه کړنه باید د یوې بشپړې ټولنې د تعریف او تضعیف لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي."

د اعلامیې بله برخه کې راغلي‌ "افغان اېواک هره هغه هڅه ردوي چې له دې غمیزې په متحدو ایالتونو کې د مېشتو افغانانو د ګوښه او زیانمنولو لپاره د سیاسي پلمې په توګه ګټه پورته کړي."

د نوموړي په وینا هغه کسان چې دا پېښه پر افغان کورنیو [لفظي] بریدونو لپاره پلمه کوي، "د خوندیتوب یا عدالت په لټه کې نه دي، دوی له وېشلو ګټه پورته کوي او موږ ټول خطر ته ورکوي."

افغان اېواک اټکل کوي چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانان امریکا ته د لېږدول کېدو په تمه دي.

دوی وايي چې له دې ډلې ډېری د متحدو ایالتونو د کډوالۍ پروګرام (USRAP) کې دي چې په جنورۍ کې وځنډول شو، خو محدود شمېر کسانو ته بیا هم اجازه ورکړ شوې وه، چې د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام له لارې امریکا ته لاړ شي.

د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ د روان کال پیل کې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

خو هغه افغانان او کورنۍ یې چې په افغانستان کې یې په مستقیم ډول له امریکا سره کار کړی او له دې کبله د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) وړ بلل شوي، له دغه بندیزه مستثنی وو.‌

ښاغلي‌ ټرمپ همدا راز د لنډمهاله خوندیتابه حالت په نوم پروګرام هم پای ته ورساوه، چې زرګونه افغانان یې بېرته افغانستان ته له شړل کېدو خوندي‌ کول.

دا پروګرام هغه کډوالو ته په امریکا کې د لنډمهاله اوسېدو او کار اجازه ورکوي، چې هېوادونه یې بېرته ګرځول کېدو لپاره امن نه ګڼل کېږي.

ډونلډ ټرمپ نور څه ویلي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل، هغه افغان چې له طالبانو تېښتې ته اړ شوی و، د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د شوي برید لومړنی مشکوک دی او دا برید یې "ترهګریزه حمله" وبلله.

په یوه لنډ ویډیويي بیان کې ټرمپ وویل، هغه پېښه چې د ملي ګارد دوه سرتېري یې سخت ټپیان کړل "د شرارت عمل، د کرکې عمل او د ترهګرۍ عمل" و.

هغه زیاته کړه: "دا زموږ د ټول ملت پر ضد جرم و."

هغه تایید کړه هغه سړی چې په رڼا ورځ له سپینې ماڼۍ یوازې دوه کوڅې لرې نیول شوی، "یو بهرنی و چې زموږ هېواد ته له افغانستانه راغلی و."

ټرمپ وویل مشکوک په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته رسېدلی و "په هماغو بدنامو الوتنو کې" چې افغانان یې د طالبانو له راتګ سره هم مهاله د امریکا له شاتګ وروسته ایستل.

ټرمپ په خپل بیان کې دا هم څرګنده کړه چې د هغه د کډوالۍ سخت‌دریځه تګلاره به نوره هم شدیده شي.

هغه وویل: "موږ باید د هر هغه بهرني وضعیت بیا وڅېړو چې د جو بایډن تر واک لاندې له افغانستانه امریکا ته داخل شوی."

ټرمپ زیاته کړه: "موږ باید ټول اړین ګامونه پورته کړو هر هغه بهرنی چې دلته ځای نه لري او یا زموږ هېواد ته ګټه نه رسوي، وباسو. که څوک زموږ هېواد سره مینه نشي کولی، موږ یې نه غواړو."

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ویلي چې د امنیتي ارزونې د کړنلارو د بیا کتنې تر بشپړېدو پورې یې د ټولو افغان کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسس درولی دی.

"له همدا اوس څخه د افغان اتباعو د ټولو کډوالۍ اړوند غوښتنلیکونو پروسس نامعلوم وخت لپاره درول کېږي، چې د امنیت او ارزونې تګلارې له سره وکتل شي."

د امریکايي ګارد د دوو ویشتل شویو غړو حالت نازک ښودل شوی، سپینه ماڼۍ تړل شوې ده

د لوېدیځې ویرجینیا والي پیټریک موریسي ویلي، د ملي ګارډ د هغو دوو غړو وضعیت په اړه "متضاد راپورونه" ترلاسه شوي چې د چارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې په ډزو وشتل شوي وو. نوموړي وړاندې ویلي وو چې ویشتل شویو کسانو سا ورکړې ده.‌

دوی د هغو ځواکونو له ډلې وو چې په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر پلازمېنه کې ځای پر ځای شوي وو.

پولیس وايي، مشکوک کس نیول شوی او سپینې ماڼۍ ته نژدې سیمه خوندي ده.

والي پیټریک موریسي پر ایکس لیکلي، "موږ اوس د ملي ګارد د دوو غړو د وضعیت په اړه متضاد راپورونه ترلاسه کوو، او کله چې موږ کافي معلومات ولرو، ژر تر ژره به نور تازه معلومات چمتو کړو..."

"ویرجنه پېښه"

سپینې ماڼۍ دا "یوه ویرجنه پېښه" وبلله.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې پر ټروت سوشال پاڼه د دغو سرتېرو د وژل کېدو له اعلان مخکې لیکلي وو چې ډزې کوونکی سخت ټپي شوی، "خو هغه که هر څوک وي،‌ ډېره درنه بیه به پرې کړي".

د واشنګټن پولیسو ویلي وو چې د ډزو په تړاو یې یو مشکوک تن نیولی دی.

د یادې پېښې په تړاو، چې د سپینې ماڼۍ څېرمه د ډزو په اړه راپورونه خپاره شول، سپینې ماڼۍ بي بي سي ته داسې بیان ولېږه: "سپینه ماڼۍ پر دې غمجن وضعیت خبره ده او وضعیت له نژدې څاري. ولسمشر ته هم معلومات ورکړل شوي دي".

فرانس پرېس د ځینو خبریالانو له قوله راپور ورکړی، یو تن چې پوځې یونیفورم یې اغوستی و، له سپینې ماڼۍ دوه کوڅې لرې پر یوه تذکره (د ناروغ لېږدولو اله) لېږدول کېده. د ژغورنې خدمتو هم ویلي درېیو کسانو ته چې په ډزو لګېدلي وو، بېړنۍ مرستې ورکړل شوې دي.

وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ وویل: "سپینه ماڼۍ پر دې غمجن حالت خبره ده، څاري یې او ولسمشر ته تازه معلومات ورکوي".

امریکايي رسنیو هم راپور ورکړی چې په واشنګټن ښار کې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ په سیمه کې پر دوو پوځیانو د ډزو پېښه شوې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند وویل: "سپینه ماڼۍ په بشپړ ډول تړل شوې ده".

له دې مخکې د واشنګټن د ګډو عملیاتو د ډلې یوه ویاند، چې په پلازمېنه کې فدرالي او سیمه ییزو ملکي ادارو او د افتونو د غبرګون ډلې ملاتړ کوي، بي بي سي ته ویلي وو چې دوی د ډزو له پېښې خبر دي.

اندرو انریکېز بي بي سي ته وویل: "موږ دا مهال په غبرګون کار کوو، یوازې د پېښې ځای څېړو چې وضعیت روښانه شي او اوسمهال به هېڅ ډول جزییات خپاره نه کړو".

د واشنګټن پولیسو هم تأیید کړه چې له سپینې ماڼۍ څو ودانۍ لرې د ډزو پېښه شوې ده.

په همدې سیمه کې د ایزنهاور اجرائیه ودانۍ هم پرته ده چې د سپینې ماڼۍ ګڼ کارکوونکي پکې کار کوي.

'ټرمپ واشنګټن کې د ۵۰۰ نورو ملي ګارډ سرتېرو غوښتنه کړې'

د دفاع وزیر پیت هیګسیټ وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترې غوښتي چې واشنګټن ډي سي ته ۵۰۰ نور د ملي ګارډ سرتېري ولېږي.

هیګسیټ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل دا غوښتنه به د پوځ مشر ته ورسوي.

هغه وویل: "دا به زموږ عزم لا پیاوړی کړي چې ډاډ ترلاسه کړو واشنګټن ډي سي خوندي او ښایسته وي."

"که مجرمان غواړي داسې کارونه وکړي، چې د نورو ضد تاوتریخوالی وکړي، موږ به هېڅکله شا ته ولاړ نه شو. ولسمشر ټرمپ به هېڅکله شاتګ ونه کړي."

د دفاع وزارت هغه مهال ویلي وو، د ټرمپ حکومت لومړی ځل په اګست میاشت کې ۸۰۰ سرتېري ډي سي ته استولي وو چې ځایي امنیتي ادارو سره په دې برخه کې مرسته وکړي چې "موجود قوانین پلي کړي او تاوتریخوالی کوونکي مجرمان له سړکونو لرې کړي".

ملي ګارډ څه دی؟

د ډزو دواړه قربانیان چې وژل شوي، د ملي ګارډ غړي وو.

په امریکا کې د ټولو ۵۰ ایالتونو سربېره واشنګټن ډي سي او د ګوام، پورټو ریکو او د امريکايي ویرجین ټاپوګانو سیمې خپل خپل د ملي ګارډ ځواکونه لري.

د ملي ګارډ ځینې واحدونه له ځنګلي اورونو سره د مبارزې ځانګړی تخصص لري یا د امریکا د پولو د خوندي کولو لپاره کار کوي او هغوی د اړتیا په وخت کې بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېدای شي.

د ملي ګارډ غړي په پای کې د امریکا د دفاع وزارت ته ځواب ورکوونکي دي او په ځانګړو حالاتو کې فدرالي کېدای شي، یعنې د ولسمشر تر مستقیم واک لاندې راوستل کېدای شي، خو د دوی د ملاتړ غوښتنه عموماً په ایالتي کچه پیلېږي.

د ملي ګارډ ځواک محدود صلاحیتونه لري. دوی د قانون پلي کولو یا نیولو واک نه لري.

ملي ګارډ په اګست میاشت کې واشنګټن ډي سي ته هغه مهال استول شوی و چې ولسمشر ټرمپ وویل، غواړي د جرمونو او بې‌کوره‌توب د مخنیوي لپاره کلک اقدام وکړي.