تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو اته کسان وژلي"
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر او ویاند ملا جانان سایق وايي، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د رامنځ ته شویو تلفاتو کې ۱۵ ولایتونو کې اته افغانان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي، ۱۴۰ کورونه په کلي او قسمي توګه ویجاړ شوي، ۲۰ جرېبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او ۲۰ کیلومتره سړکونه تخریب شوي.
له تېرو څو اوونیو راهیسې پرلپسې ورښتونونه د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو سبب هم شوي چې سخت مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت نږدې دوه اوونۍ وړاندې له دې کبله د شاوخوا پنځوسو کسانو د مړینې خبر ورکړی و خو تازه یې ویلي چې د وروستیو سیلابونو او توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۷ ته لوړ شوی دی.
دغه وزارت په یوه خپاره شوې بیان کې ویلی چې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې دوه زره کورونه هم ویجاړ شوي او شاوخوا سل زره جرېبه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.
په ورته مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم پخپلو ټولنیزو پاڼو خبرداری خپور کړی او وايي چې ځای ځای د اوبو کچې لوړیدا او سیلابونه د زیان سبب کیدای شي.
دغې وزارت ویلي "د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویې له ۸ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی."
افغانستان کې د ورښتونو بله لړۍ؛ درونټه کې له غره ښویدلو ډبرو څو ګاډي لاندې کړي
د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار ته څېرمه درونټې تونل ته نژدې سختو اورښتونو له غره لویې ډبرې را غورځولې دي.
د طالبانو ځايي چارواکي وايي، لومړني مالومات ښيي چې له دې کبله په دوو ګاډو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي. په لومړیو کې د دې پېښې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر څلور اعلان شوی و.
نن شنبه او یکشنبه کابل او جلال آباد کې پرلپسې ورښتونه وریدلي او په ویډیوګانو کې ښکاري چې له غره ښویېدلو لویو او وړو ډبرو سړک بند کړی دی.
په لومړیو کې چارواکو د کابل- جلال اباد لاره هم د "احتیاط لپاره" د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، خو وروسته مازدیګر مهال طالب چارواکو وویل چې لاره یې د تګ راتګ لپاره پاکه کړې ده.
په خپاره شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې له غره څو ډبرې به دغه سړک تېریدونکو ګاډو غورځیدلي او زیانونه یې اړولي دي.
په جلال اباد ښار کې اورښتونو د ښار واټونه له اوبو ډک کړي. هلته ځايي خلکو او طالب چارواکو بيبيسي ته ویلي، په ګڼو ولسوالیو کې هم له تېرې شپې راهیسې سیلابونه راوتلي دي.
د جلال آباد ښارولۍ له خلکو غوښتي چې " که ضروري کارونه نه لري ښار ته له راتګه دې ډډه وشي" یادې ښاروالۍ په یوه پيغام کې ویلي چې مسئولینو ټولې لارې تړلي تر څوله ښاره اوبه وباسي.
افغانستان کې د واورو او سختو ورښتونو اټکل
په داسې حال کې چې د افغانستان له نوي لمریز کال او پسرلي نږدې یوه نیمه میاشت اوړي خو د دغه هېواد سړې سیمې لا هم د واورو ورېدو، سختو بارانونو او د باد سړو څپو نه دي وتلي.
تازه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورو او سختو ورښتونو اټکل کړی دی.
دغې ادارې نن شنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نن او سبا یکشنبه په ځینو جیګو پرتو سیمو کې د واورو او په نورو ځایونو کې د سختو بارانونو ورېدو، برېښنا غورځېدو، خوړونو او سېلونو وتلو خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ادرې په شمالي ولایتونو کې د ۱۵ او ۵۰ ملي مترو تر منځ د باران ورېدو اټکل کړی دی، داسې حال کې چې په سویلي، سویلي لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې بیا په ساعت کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په سرعت د بادونو لګیدو خبرداری ورکړی دی.
دا په غواي میاشت کې نسبي چټک توپان او ورښتونه بلل کېږي.
پاکستان کې د سېلونو او توپان خبرداری
د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې نن شنبه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر راتلونکو دریو ورځو د سختو سیلابونو راوتلو او توپان اټکل کړی دی.
دغې ادارې پاکستانیانو ته ویلي چې د اپرېل تر ۲۹مې نېټې دې له سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویدو له کبله دې پر ځانونو پاملرنه وکړي.
پاکستاني چارواکو له دې تېزو بارانو او بادونو له کبله ځينې زیربینايي پروژو او کرنیزو حاصلاتو ته د زیان ګواښ هم نه دی رد کړی.
پاکستان کې د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي چې د روانې اوونۍ په لومړیو درېیو ورځو کې دې د بې ځایه سفرونو ډډه وشي او همدارنګه له سیندونو او ویالو څخه د تېریدو پر مهال اضافه پاملرنه وکړي.