تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د "ازادۍ په مبارزه" کې یوازې نه پرېږدو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره وايي، افغان مېرمنې به د "ازادۍ په مبارزه" کې يوازې پرې نه ږدي.
په دغه هېواد کې د (یو.اين.وېمن) مشره اليسن داویدیان علي وايي، که د افغان ښځو ملاتړ ونه کړي نو په وینا یې، "هېڅ اخلاقي جرات به ونه شو کولای چې کوم بل ځای د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړو."
اغلې داویدیان همداراز پر نړۍ هم غږ کړی چې افغان ښځو سره د "ازادۍ په مبارزه" کې ودرېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرخپله اېکسپاڼه د دې سلاکارې خبرې خپرې کړې دي چې وايي، تازه د افغانستان شمال ته له سفره بېرته ستنه شوې او هلته یې د ښځو حالت کتلی او غوښتنې اورېدلې دي.
دا زیاتوي چې هلته "د نسيمې په نوم یوې ښځې راته وویل، زه په ۱۶ کلنۍ کې واده شوم او ښوونځی مې خلاص نه شو کړای. زما ارمان دا و چې زما د لور ژوند به تر ما ښه وي، خو زه اوس اندېښمنه یم چې د هغې ژوند به تر ما هم بدتر وي. له هغوی چې لا هم زموږ غږ اوري، هیله مو ده چې موږ سره زموږ د ازادۍ لپاره مبارزه کې مرسته وکړي."
الیسن داویدیان د نسيمې په نوم د دې افغان مېرمنې د کیسې په یادولو سره وايي چې د هغې برخليک د نړۍ په بل هر ځای کې د ښځو لپاره برخلیک ټاکونکی دی.
"وروستۍ ازموینه"
اغلې داويدیان زیاتوي، د نړيوالې ټولنې په توګه د افغان مېرمنو ستونزو ته رسېدنه د دوی "وروستۍ ازموینه ده" چې د نسيمې، د هغې د لور په څېر د زرګونو افغان نجونو او مېرمنو لپاره څه کوي او په څه کولو کې پاتې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو دا لوړپوړې چارواکې داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دغه هېواد د بیا واکمنېدو درېیمه کليزه نمانځي.
په تېرو درو کلونو کې يې پر افغان مېرمنو د زدکړو، عام ژوند او کار په برخه کې بېلابېل محدودیتونه لګولي دي چې د نړيوالو بنسټونو او استازو له سختو فشارونو سره سره بیا هم کوم نرمښت نه پکې تر سترګو کېږي.