مشهور فوټبال لوبغاړی دیګو جوتا په ترافیکي پېښه کې ومړ

دیګو جوتا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بي بي سي- سپورت څانګه

د پرتګالي فوټبال ملي لوبډلې اود برېتانیا لیورپول فوټبال کلب یرغلګر لوبغاړی دیګو جوتا د ترافیکي پېښې له امله ومړ. دی د کښتۍ اخېستلو لپاره له پورتو څخه د اسپانیا د سانتاندر بندر ته روان و، چې له هغه ځایه بیا انګلستان ته ستون شي، چې د پېښې ښکار شو.

جوتا، چې ۲۸ کلن و، له وړاندې کوچني جراحي عملیات کړي و او ډاکترانو ورته د الوتنې اجازه نه ورکوله. له همدې امله، هغه غوښتل چې د اوبو له لارې لیورپول ته ستون شي، ځکه هلته یې د دوشنبې پر ورځ له لوبو وړاندې تمرین کې برخه اخیسته.

نوموړی او د هغه ورور اندري سیلوا چې هغه هم مسلکي فوټبال لوبغاړی و، دواړه په زامورا سیمه کې د موټر ټکر له امله مړه شول.

اسپانوي پولیسو وايي، پېښه د شپې پر ۱۲:۳۰ بجې رامنځ ته شوې، کله چې دوی له یوه بل موټره د مخکې کېدو هڅه کوله او د موټر ټایر یې د سړک کنګریټي غاړې سره له لګېدو وروسته وچاودېد.

زامورا له پورتو سره شاوخوا ۱۹۰ میل واټن لري. ویل کېږي چې جوتا همدا لاره ۱۱ ورځې مخکې د خپل واده مراسمو کې د ګډون لپاره د سفر پر مهال هم کارولې وه. نوموړي له خپلې اوږدمهاله ملګرې "روټي" سره واده کړی و، چې درې ماشومان یې درلودل.

غبرګونونه

ډیګو جوتا (کیڼ اړخ ته) د پاریس سینټ جرمین په وړاندې د لیورپول د چیمپینز لیګ لوبې پرمهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیګو جوتا (کیڼ اړخ ته) د پاریس سینټ جرمین په وړاندې د لیورپول د چیمپینز لیګ لوبې پرمهال

د جوتا مړینې په نړیواله کچه د خواخوږۍ څپې را وپارولې. د هغه پخواني کلب لیورپول ‌لوبغاړو او د پرتګال لوبډلې مشهور لوبغاړي کریستیانو رونالډو د جوتا پر مړینه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

دیګو جوتا د لیورپول لپاره ۶۵ ګولونه وهلي او د ۲۰۲۲ کال ایف- اې او د تېر فصل پریمیر لیګ اتلولي یې هم د خپلې لوبډلې لپاره وګټله.

تر لیورپول وړاندې، هغه د پرتګالي کلب "پاسوس ده فریرا" اسپانوي اتلتیکو مادرید، پرتګالي پورتو، او انګلیسي ولوز لپاره لوبېدلی و. د ولوز لپاره یې په ۱۳۱ لوبو کې ۴۴ ګولونه کړي دي.

د جوتا وروستۍ رسمي لوبه د پرتګال لپاره د یوفا نیشنز لیګ په پایلوبه کې د اسپانیا پر وړاندې وه چې د خپلې لوبډلې لپاره یې بریا ترلاسه کړه. نوموړي د خپل هېواد لپاره په ۴۹ نړیوالو لوبو کې ۱۴ ګولونه وهلي دي.

د جوتا ورور، اندري سیلوا، هم یو مسلکي فوټبالر و، چې د پرتګال د دویمې درجې کلب پنافیل استازیتوب یې کاوه.