تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د ګازرو خوړل مو د شپې لخوا د لید ځواک پیاوړی کوي؟
موږ په ورځني ډول ډېر کله د خوړو او ډولونو په اړه یې له بېلابېلو نظریاتو او تبصرو سره مخ کېږو، چې موږ ته ویل کېږي، په خوراکي توکو کې څه ګټور او څه مضر دي.
خو موږ څنګه کولی شو، سم او ناسم سره بېل کړو؟ دلته مو د دې درې ډوله خوړو په اړه دا معلوم کړي دي چې ریښتیا څه دي؟
په دې تړاو به ډېرې افسانوي کیسې لیکل شوې او اورول شوې وي خو د وروستیو هغو ریښه دویمې نړیوالې جګړې ته رسېږي چې خلکو ته یې دا باور ورکړ.
ایا رښتیا هم د شپې لخوا د ګازرو خوړل مو د لیدو ځواک پیاوړی کوي؟
د دې لپاره چې د جرمنیانو دې ټکي ته پام وانه وړي، چې بریتانیا د بمونو د پیدا کولو لپاره له رادار سیستم نه کار اخیسته، د بریتانیې هوایي ځواکونو د هغه وخت په خبرونو کې یو داسې خبر خپور کړی و، چې بریتانایي پیلوټان ډېرې ګازرې خوري، او همدا لامل دی چې د شپې لخوا یې د لید ځواک غښتلی دی.
ګازره ډېره اندازه بتاکارتون ماده لري، کله چې یې خورو، په بدن کې مو د رتینول یا پر ویټامین اې باندې بدلېږي، چې دا بیا د سترګو روغتیا او لید ته ډېر ګټور دی.
بل پړاو یې بیا دا دی چې، د ګازرو خوړل زموږ په بدن کې د رودوپسین مادې د تولید لامل هم کېږي، دې ماده ته BioPigments هم وايي، چې په ژوندیو موجوداتو کې تولیدېږي او د رنګ پیدا کولو وړتیا لري. دغه ماده دا ځواک بخښي چې که رڼا کمه هم وي زموږ د لید ځواک غښتلی پاتې شي .
د ګازرو خوړل د دې لامل کېږي، چې د سترګو سلولونه مو روغ پاتې شي، او په اسانۍ سره فعالیت وکړي. خو د خوراکي توکو په برخه کې یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې د ګازرو خوړل د دې لامل نه کېږي چې د شپې لخوا زموږ د لیدو ځواک پیاوړی شي، یا دې له خپل طبیعي حالته لا غوره عمل وکړي.
ایا د کرفس خوړل رښتیا هم د کالورۍ د سوځېدو لامل کېږي؟
هغه ادعاوې چې کېدلی شي، ډېر کله به مو اورېدلې وي، چې کرفس دومره لږه کالوري لري چې په دې سبزۍ د شته کالوریو سربېره، ان ژوول یې هم د کالورۍ د سوځېدو لامل کېږي.
دغې ادعا ته په کتو دې پایلې ته رسېږو، چې کرفس د هغو سبزیو له شمېرې راځي چې منفي کالوري لري، هغه څه چې د الاباما پوهنتون د خوراکي توکو د علومو مدیر ډاکټر تیم ګاروي په اند اصلا نشته.
دا ترېوه سبزۍ شاوخوا ۹۵ سلنه اوبه لري او په اوسط ډول د کرفس هره څانګه له ۶ تر لسو کالوري تولیدوي. د ډاکټر ګاروي په وینا د کرفس ژوول هم د دې شپږو کالوریو له شمېر نږدې یو پر پنځمه برخه یې سوځوي.
که څه هم کرفس لږه کالوري لري، د خوړو پرتله یې چې تاسو ترې کالوري اخلئ د هغې انرژۍ کچه ډېره ده چې تاسو یې د کرفس پر خوړلو لګوئ.
خوږ که عام کچالو غوره دی؟
خواږه کچالو د سالمې تغذیې په برخه کې د نړۍ په کچه یو له منل شویو خوراکي توکو یا سبزیو دي.
خواږه کچالو د بتاکاروتن په ګډون د مغذي خوراکي توکو له شمېرې یو هغه دی، هغه مغذي ماده چې په ګازرو کې هم پیدا کېږي. خو کله چې د سالمې تغذیې بحث رامنځته کېږي، خواږه یا عام کچالان غوره دي؟
عام یا هغه کچالان چې له بازاره اخلئ، هم له ویټامنونو خالي نه دي. د کچالو پوستکی له فایبروغني دی، او خپله بیا په جوړښت کې مغذي مواد لکه پوټاشیم، اوسپنه، ویټامین سي، او ویټامین بي لري.
په ۲۰۲۴ کال کې د خوږو خو خامو اوعامو خو سپین کړو یا غوړو کې د سره کړو کچالانو په اړه یوه څېړنه وشوه خو په دې تکل چې کوم یو یې غوره یا صحي دی، هیڅوک کومې پرېکندې پایلې ته ونه رسېدل.
نو دې معلوماتو ته په کتو د دې پر ځای چې په دې اړه پوښتنه کوو، چې کوم غوره دی، په دې لټه کې اوسئ چې کوم یو یې ستاسې د بدن د اړتیا وړ مغذي توکي لري.
په پایله کې دا شان د رښتیا معلومول موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي، چې کله چې له یوې موضوع یا مطلب سره مخ کېږو باید په اړه یې له ژورلیده کار واخلو، او یوازې د هر څه د ظاهري بڼې په لیدو سره قضاوت ونه کړو.