تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په یمن کې پر حوثیانو تازه بمبارۍ کړي؛ انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته بیا په سفر وتلی
سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې په عراق او سوریه کې د ایران په ملاتړ پر اهدافو د دوی هوايي بریدونه د ایران پرضد د ځواب یوازې "پیل دی، نه پای."
د یکشنبې په ورځ د امریکا مرکزي قومندې سنټکام وویل، چې امریکايي ځواکونو په سره سمندر کې د بېړیوضد څلور بریدونه کړي دي.
له دې وړاندې امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت د لاس لرلو په تور د جمعې په ماښام په سوریه او عراق کې د ایران پلوو ډلو په ۸۵ مرکزونو هوایي بریدونه وکړل.
هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته بیا په سفر وتلی. دا دغسې سیمې ته د اوکټوبر له اوومې راهیسې پنځم سفر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرائيلو او غزې ترمنځ کړکېچ کې د امریکا د ښکیلتیا له امله له سختو ننګونو سره مخامخ دی.
ټاکل شوې د امریکا دغه لوړی پوړی دیپلومات په راتلونکو پنځو ورځو کې په سعودي عرب، مصر، قطر او لوېدیځه غاړه کې له چارواکو سره کتنې ولري.
له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي، هېواد به یې په اردن کې د امریکا پر اډه د بېپیلوټه الوتکې د برید غبرګون کې- چې درې امریکايي پوځيان پکې ووژل شول، لا نور ګامونه واخلي.
ښاغلي سلیوان له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، "هغه څه چې د جمعې په ورځ په سوریه او عراق کې وشول زموږ د غبرګون پیل و او موږ به په دې برخه کې نور ګامونه هم پورته کړو."
هغه زیاته کړه: "زه به دا د نه ختمېدونکي پوځي کمپاین په توګه بیان کړم."
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل، داسې نښې نشته چې ایران دې د وسله والو ډلو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي او که امریکا د ګواښونو او بریدونو شاهده وي، نو ځواب به ورکړي.
ښاغلي سلیوان په دې اړه هم له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا امریکا په ایران کې دننه برید رد کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې نور بریدونه پلان شوي دي.
په ورته وخت کې CNN د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو له قوله ویلي چې د دغه هېواد حکومت توانېدلی چې په سوریه او عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو پر ضد په هوايي بریدونو کې له ۸۵ هدفونو څخه ۸۴ په بشپړه توګه له منځه یوسي.
دغو دفاعي چارواکو CNN ته وویل چې دا د جګړې د ډګر لومړنۍ ارزونه ده او لا پراخه ارزونه روانه ده. د دې پر بنسټ، داسې نښې نشته چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو غړي دې په دغو بریدونو کې وژل شوي وي.
عمان په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه "سخته" اندېښنه لري
عمان د جمعې په ورځ پر عراق او سوریه د امریکا د بریدونو په اړه له کتنې وروسته په سیمه کې د "د کړکېچ د دوام" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په یوه بیان کې چې د عمان خبري اژانس له خوا خپور شوی، د غچ اخیستونکو بریدونو په اغېزمنتیا نیوکه وکړه.
هغه وویل چې "دا ډول کړنې د سیمې امنیت، ثبات او د تاوتریخوالي او افراطیت په څېر ننګونو سره د مقابلې هڅې له خطر سره مخامخوي."
د امریکا په مشرۍ ټلواله په ۲۰۱۴ کال کې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې سره د مبارزې لپاره جوړه شوه چې د عراق او سوریې ځینې برخې یې نیولې وې او د حشد ملېشو په عراق کې د دوی په ماتې کې رول لوبولی و.
د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په چوکاټ کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په عراق کې او شاوخوا ۹۰۰ سرتېري په سوریه کې مېشت دي.
په وروستیو کلونو کې امریکا څو ځله په عراق کې د کتائب حزب الله پر مرکزونو بمبارۍ کړې، خو د واشنګټن او بغداد ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو میاشتو کې په تېره بیا په غزه کې د اسرائیلو او حماس د جګړې له پیلېدو وروسته لاپسې زیاته شوې ده.