د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان برخلیک ټاکونکې لوبه

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، د افغانستان پر وړاندې د اسټرالیا په ګټه دوه وروستیو سیالیو کې مېکسوېل تر بل هر لوبغاړي ښه ځلیدلی
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان یو ځل بیا په نړیوال جام کې له اسټرالیا سره مخ دی، دا ځل دا لوبه د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په چوکاټ کې چې سبا د یکشنبې په ورځ (جون ۲۳مه) پلان ده.

دا د روان نړیوال جام ۴۸مه لوبه ده چې د کابل پر وخت سهار وختي پنځه بجې پیلېږي.

دغو دواړو لوبډلو کله هم خپلمنځي لوبلړۍ نه دي کړي او اسټرالیا خو ان څو ځلې پلان شوي لوبې هم له افغانستان سره لغوه کړې دي.

دا لوبه هم لکه د ۲۰۲۳م نړیوال جام کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د مهمې لوبې برخلیک ټاکونکي ده.

افغانستان که دا لوبه وګټي، ورپسې بنګله دېش مات کړي د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو ډېر چانس لري، خو که افغانستان سر په سر دویمه ماته وخوري، لکه د تېر نړیوال جام په څير به افغانستان یو ځل بیا د اسټرالیا له لاسه له مخکې تګه پاتې کېږي.

د هند په کوربه توب ۲۰۲۳م پنځوس اوریز نړیوال جام کې هم افغانستان نیمه پایلوبې ته نږدې و او له اسټرالیا یې هم د ګټې څه باندې ۹۰ سلنه وړاندوینه کېدله خو وروسته هر څه بدل شول، اسټرالیا دا لوبه وګټله، ورپسې اسټرالیایان نیمه پایلوبه کې ښه وځلیدل او اخر د نړیوال جام اتلان شول.

هغه مهال د اسټرالیا ګلېن مکسوېل دوه سلیزې جوړې کړې او تیاره د ګټې لوبه یې له افغانستانه خپله کړه.

له دې مخکې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام کې هم اسټرالیا له افغانستانه لوبه یوازې د څلورو منډو په توپیر ګټلې وه.

دا ځل دا دواړه لوبډلې د جون په ۲۳مه د وېسټ انډیز په کېنزټاون کې سره مخ دي، دا ځل لوبه شل اوریزه ده چې افغان لوبډله پکې تر ډېره پیاوړې بلل کېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، مېکسوېل د ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د افغانستان خلاف ۵۴ منډې او په ۲۰۲۳م کال کیې د افغانستان خلاف غبرګې سلیزې کړې وې

که څه هم په دغه مېچ کې یو ځل بیا د ټولو سترګې مکسوېل ته دي خو د هغه له وروستیو لوبو ښکاري چې نوموړی د کرېکټ په ډېر ښه موډ کې نه دی.

مکسوېل یو بریدګر او د لوبې بدلیدونکی مهم الراونډر دی په تېرو دوه کالونو کې دواړه ځلې د افغانستان پر وړاندې تر ټولو ډېرې منډې ده کړي.

داسې انګېرل کېږي چې تېر ځل د مجیب الرحمان په لاسو د مکسوېل د کېچ خطا کېدو له افغانستانه لوبه بلې خوا کړه، خو اوس په دې وروستیو کې که مکسوېل ښه نه ځلېږي، له بلې غاړې د ټپونو له کبله مجیب الرحمان هم نشته.

مکسوېل سره له دې چې د هند غوره لیګ یو له ګرانبیه لوبغاړو و خو هلته یې سږ کال ښه وخت نه درلود، نړیوال جام یې هم د عمان خلاف له لوبې سره داسې پیل کړ چې په صفر اوټ شو، بیا یې د انګلنډ خلاف یوازې ۲۵ منډې وکړې ،د سکاټلند پر وړاندې یې هم خونده نه وه خو د بنګله دېش خلاف یې وړمه ورځ په ۶ بالونو مهمې ۱۴ منډې جوړې کړې.

په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان او اسټرالیا پرتلنه

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

افغانستان او اسټرالیا تر اوسه یوه شل اوریزه لوبه کړې، دوی دواړه د ۲۰۲۲م شل اوریز نړیوال جام کې سره مخ شوي چې هغه لوبه په وروستیو کې د څلورو منډو په توپير اسټرالیا ګټلې وه.

بلخوا اسټرالیا په روان نړیوال جام کې تر اوسه ټولې پنځه لوبې ګټلي، افغانستان بیا په وروستیو پنځو کې درې بریاوې او دوه ماتې لري.

افغانستان له ډېر ښه پیل وروسته وېسټ انډيز او بیا هند ته لوبې وبایللې خو افغان لوبډلمشر راشد خان ویلي چې سبا به د اسټرالیا خلاف له مثبت فکر سره لوبېږي.

هغه ویلي چې له تېرو لوبو یې زده کړه کړې او هڅه به کوي چې لوبډله یې تېروتنې تکرار نه کړي.

بلخوا ویل کېږي چې د وېسټ انډيز په کوربه توب هغه لوبغاړی چې سبا پرې لوبه پلان ده تر ډېره ورو توپ اچونکو ته ګټور دی.

په دې وېشتنځای تر اوسه ۲۲ وېکټې ورو بالرانو اخیستي چې د چټک بال پرتله خورا ډېرې دي، دې ته په کتو که څه هم د افغانستان چټک بالر فضل حق فاروقي تر اوسه د ډېرو وېکټو اخېستونکو په سر کې دی خو سبا ښایې د ډېرو سترګې د افغانستان راشدخان، نور احمد او محمد نبي ته وي.

د اسټرالیا زمپا او مکسوېل هم خطرناکه ثابتېدای شي، له دې ټولو سره افغانستان به په طبعي ډول د ښې لوبې هڅه کوي خو د کرېکټ په نړۍ کې اسټرالیا له اوږدې مودې یوه ثابته پاتې شوې او منلې لوبډله ده چې تر ټولو ډېر نړیوال جامونه یې هم ګټلي دي.