نیوزیلنډ، افغانستان او پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو سیالان؛ د چا چانس ډېر دی؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیوزیلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پاکستان هم د هغو لوبډلو په قطار کې شو چې اته پواینټونه لري او له دې سره یې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لار څه لنډه کړه.

دا مهال افغانستان، پاکستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا اته اته نمبرې لري خو ډېر امکان شته چې اسټرالیا د انګلنډ خلاف لوبه کې خپلې نمبرې لسو ته لوړې کړي.

په داسې حال کې چې دا مهال افغانستان، پاکستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا له څلورو څلورو بریاوو سره اته پواینټونه لري خو افغانستان د منډو د اوسط له کبله د جدول په شپږم ځای کې راغی او پاکستان نن پنځم ته پورته شو.

اسټرالیا د درېیم ځای نیولو ډېر چانس لري خوا مهمه پوښتنه دا ده چې نیمه پایلوبې ته د رسېدو څلورمه لوبډله به کومه وي؟

د نمبرو جدول ته په کتو د هغسې او داسې سیالیو د ګټې او ماتو خبره حتما مطرح ده خو په ټوله کې نیوزیلنډ پسې افغانستان او ورپسې پاکستان د څلورم مقام خپلولو له مهم پړاوه تېرېږي.

افغانستان چې اته پواینټونه وار له مخه لري او که دوه نورې سیالۍ یا یوه په ښه توپیر ګټي، له پاکستان څخه نیمې پایلوبې ته نږدې لوبډله بلل کېږي، په دې صورت کې باید پاکستان خپله لوبه له انګلنډه وبایلي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، CRICINFO

د عکس تشریح، د شنبې تر ورځې د پاکستان او نیوزیلنډ له لوبې وروسته د لوبډلو درجه بندي

پاکستان دا مهال له اتو لوبو سره اته پواینټونه لري او افغانستان له اوه لوبو سره اته پواینټونه.

پاکستانۍ لوبډله زیات نه زیات د لسو پواینټونو جوړولو ګنجایش لري یعنې باید له انګلنډه یې هم وګټي چې خپلې نمبرې لسو ته لوړې کړي کنه له نننۍ بریا سره به یې بیا هم نمبرې اته وي.

په دې صورت کې که افغان لوبډله یو بل ویاړ ګټي هغه به له سویلي افریقا یا اسټرالیا څخه د یوې لوبې ګټل وي چې له لسو نمبرو سره یې نیمه پایلوبې ته ورسوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ

افغانستان د کرېکټ په روان نړیوال جام کې وار له مخه تاریخ جوړ کړی او د انګلنډ، پاکستان، شري لنکا او نیدرلېنډز ماتولو سره یې د ډېرو مینه والو هیلې پوره کړې، خو داسې نښې نښانې شته چې افغان لوبډله په دې نړیوال جام کې خپل ګډون لا تاریخي او یادګاري کړي.

د نړیوال جام سیالۍ چې دا مهال په کې ډېرو لوبدلو ۷ یا ۸ لوبې کړې له جالب او زړه راښکونکي حالته تېرېږي، داسې چې د هرې لوبډلې بری یا ماته له خپل وضعیت ور ها خوا د بلې لوبډلې په مقام هم اغېز کوي، ځکه نو ځينې لوبډلې که د خپلې بريا دعا کوي، د بل د بري خیر هم غواړي.

افغانستان تر دې دمه ۷ لوبې کړې او له څلورو تاریخي بریاوو سره اته مهم پواینټونه لري، همدې اتو نمبرو د افغانستان د مخته تګ هیلې ژوندۍ ساتلي خو پوښتنه دا ده چې افغانستان څنګه نیمه پایلې ته رسیدلی شي؟

د افغان لوبډلې اوسنۍ مقام

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوبغاړي د پاکستان خلاف په تاریخي بریا خوشحالي کوي

افغانستان دا مهال د نمبرو په جدول کې په شپږم ځای دی او لږ تر لږه له انګلنډ، بنګله دېش، نیدرلنډز او شري لنکا نیمه پایلوبې ته نږدې دی.

د نړیوال جام له لسو ګډونوالو لوبډلو به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبه کې له یوه بل سره د اتلولۍ جام ګټلو لپاره لوبېږي.

افغان لوبډله اوس اته پوانیټونه لري دوی د ۱۲ پواینټونو جوړولو چانس لري که څه هم سخته به وي خو ناممکنه نه.

په دې صورت کې باید افغانستان پاتې ټولې لوبې چې له اسټرالیا او سویلي افریقا سره دي وګټي، دا تر ټولو ښه حالت دی او نیمې پایلوبې ته د افغان لوبډلې د رسېدو اسانه او هواره لار خو که داسې نشي له یوه بري او لسو نمبرو سره هم د مخته تګ چانس لري.

د افغان لوبډلې تېرو لوبو ته په کتو فکر کېږي چې افغانستان اوس هر چاته ماته ورکولې شي خو په دې هم سترګې نشي پټيدای چې پاتې سیالۍ یې له پیاوړو لوبډلو سره دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر دې دمه انګلنډ، پاکستان، شري لنکا او نیدرلېنډز ته ماتې ورکړې

د افغانستان د مخته تګ یا پاتې کېدو اټکل به د سې شنبې په ورځ له اسټرالیا سره له لوبې وروسته لا واضح شي.

افغان لوبډله که دا لوبه وګټي او ورپسې بل سیال هم مات کړي له ۱۲ نومبرو سره به د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د لوبېدو تاریخ جوړ کړي که څه هم د بري او ماتو د منډو اوسط به هم خپل اغېز لري.

دا مهال هند له ۱۴ پواینټونو سره نیمه پایلوبې ته وتلی ، سویلي افریقا له۱۲ هغو سره بل پړاو ته نږدې شوې او پاتې هره لوبډله به د لسو یا له هغو د ډېرو پواېنټونو جوړولو هڅه کوي چې د نیمه پایلوبې له حسابه پاتې نشي.

د نورو لوبډلو لوبې او پر افغانستان یې اغېز

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان له خپلو لوبو ور ها خوا د پرمختګ لپاره باید ځينې نورې لوبډلې لوبې وبایلي او ځینې هغو ته د بري هیلې وي.

له دې وروسته که پاکستان یا نیوزیلنډ خپله یوه یوه پاتې لوبه وبایلي د افغانستان مخته تګ کره کیږي که څه هم دا به د افغانستان په خپلو لوبو پورې هم تړلې وي چې له پاتې دوه هغو سره څه کوي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

"له پاکستان څخه افغانستان نیمه پایلوبې ته نږدې دی"

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په نړیوال جام کې د پاکستان یوه لوبه له انګلنډ سره پاتې دوی له اتو لوبو سره اته پواینټونه لري او افغانسان له ۷ لوبو سره ۸ پواینټونه.

د برياوو ور ها خوا افغانستان به هڅه کوي چې پاتې لوبو کې یې یوه لوبه د منډو یا وېکټو په ښه توپیر وګټي چې د رنځونو اوسط یې پیاوړی شي.

نیمه پایلوبې ته د تګ له هیلو تر څنګ به افغان لوبډلې چې تر څه لاسه کړل هغه په نړیواله کچه پراخه ستاینه، د څو لوبو د ګټلو ریکارډ او د افغان مینه والو مینه خړوبول وو خو له دې سره چې لا نړیوال جام ندی ختم د نیمه پایلوبې د خوب تر څنګ افغانستان یو بل مهم پرمختګ او زیری نصیب شوی دی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان چې دا مهال د نړیوال جام د سیالیو په درجه بندۍ کې په شپږم ځای کې دی د ۲۰۲۵کال د اتلانو اتلولیو (چمپیین لیګ) کې له ګډونه برخمن شوی.

د افغان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په خپلو ټولنیزو رسنیو نن د خپلې زوکړې کلیزې په ورځ ولس ته په دې اتلولیو کې د ګډون زیری ورکړی دی.

هغه لیکلي "ټولو درنو هیوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وایم! د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال کې کیدونکې چمپینز ټرافي ته په بریالۍ توګه لاره وموندله."

نوموړي مخکې لیکلي "دا د افغانستان کرکټ لپاره یوه ډېره ستره لاسته راوړنه ده، نور به لکه لمر داسې ځلیږو په آسمان!!!"

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي د نړیوال جام د سر اوه لوبډلې او کوربه پاکستان به د اتلانو اتلولۍ (چمپیین لیګ) کې د لوبیدو چانس ولري.

دا سیالۍ د نړۍ د اته غوره لوبډلو تر منځ په ۲۰۲۵م کال کې په پاکستان کې پلان دي.