عمران خان اټک زندان ته لېږدول شوی، تحریک انصاف د پولیسو لخوا "د اعتراض کوونکو د نیولو ادعا کوي"

د توشه خانې (دولتي سوغاتونو) په قضیه کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د درې کاله بند او سل زرو روپو جرمانې له اعلان وروسته چې عمران خان د پولیسو لخوا ونیول شو اوس د اټک جېل ته وړل شوی دی.

نوموړی د موټروې له لارې له سختو امنیتي تدابیرو سره له لاهوره اسلام اباد ته ولېږدول شو او هلته په یوه ځایي روغتون کې له طبي معاینو وروسته د اټک زندان ته لېږدول شوی دی.

تحریک انصاف ګوند د دغې نېونې خلاف د هېواد په کچه د اعتراضونو پرېکړه کړي خو اوس ادعا کوي چې خلک سوله ییزو لاریونونو ته نه پرېښودل کیږي.

یاد ګوند ویلي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې یې پلویان د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې یوې ځایي محکمې عمران خان د توشه خانې په قضیه کې په دری کلن بند محکوم اعلان کړ چې وروسته د پنجاب پولیسو سملاسي په لاهور کې ونېوه.

دغې محکمې ښاغلی خان تر پنځو کالو له سیاسته هم منع کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند بېړنۍ غونډه کې له خلکو د "اعتراضونو" غوښتنه شوې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په توشه خانې قضیه کې د خپل مشر عمران خان له نېول کېدو وروسته بیړنۍ ناسته کې د ټول هېواد په کچه د پراخو اعتراضونو پرېکړه کړې.

د ګوند د مرستیال شاه محمود قریشي په مشرۍ دې ناسته کې د توشه خانې (دولتي سوغاتونو) اړوند دوسیه کې د عمران خان په ضد د محکمې پر پرېکړې او بیا د ده په نیولو هم تفصیلي خبرې شوې.

له غونډې وروسته د تحریک انصاف ګوند یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي "مونږ د هیواد په کچه د سوله ییزو لاریونونو غږ کوو، تحریک انصاف ګوند او پلویان به یې د خپل مشر له لارښونې سره سم سوله ییز او د قانون په چوکاټ کې پراخ لاریونونه تنظیموي."

په خبرپاڼه کې له سترې محکمې هم سملاسي د ځايي محکمې پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه شوې.

تحریک انصاف ګوند د قاضي اوسنی حکم چې له مخې یې عمران خان نیول شوی "له تعصبه ډکه او ناقصه پرېکړه بللې"

دا په داسې حال کې ده چې د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان له استوګنځي څخه د هغه له نېولو وروسته ځینې خلک لاریونونو ته وتلي.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال له قوله په زمان پارک کې څو اعتراض کونکي هم پولیسو نیولي او خلک لاریونونو ته نه پریږدي.

د معلوماتو له مخې پولیسو هلته لږ تر لږه ۲۵ اعتراض کونکي له نېولو وروسته نامعلوم ځای ته وړي دي.

په پېښور کې هم ځای ځای خلک د اعتراضونو په موخه راوتلي خو پولیسو د امنیت په پلمه د قانون ۱۴۴مه ماده اعلان کړي.

د دې اعلان له مخې له پنځو ډېرو کسانو ته د یو ځای راټولیدو اجازه نه ورکول کیږي.

دا ځل د عمران خان په نېول کېدو لکه د تېر په څير ډېر جدي اعتراضونه لا ندي رپوټ شوي او داسې ښکاري چې خلک د حکومت وروستیو پرېکړو او قوانینو وېرولي دي.

تېر ځل چې د مې په نهمه عمران خان ونېول شو د پاکستان په اکثرو سیمو کې یې په اعتراض پراخ لاریونونه را ووتل چې تر ډېره پکې د پاکستان د واکمن حکومت او پوځ خلاف شعارونه بدرګه کیدل.

وروسته بیا پاکستاني محکمو او حکومت دا تاوتریخجن لاریونونه ډېر جدي ونېول او په تړاو یې ان تر لسو زرو کسانو د نیول کیدو رپوټ ورکړل شو.

له دې سره عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن (شنبه) له خپلو ټولنیزو پاڼو یوه ثبت شوې وېډیو خپره کړي چې پکې ښاغلی خان په خلکو د ملاتړ غږ کوي.

هغه په دې وېډیو کې ویلي " تر هغې چې دا پیغام تر تاسې در رسیږي زه به نیول شوی یم، زه دا هڅې او منډې ترړې د تاسې لپاره کوم او زما له نیولو وروسته تاسې په کورو کې غلي مه کینئ."

هغه له خلکو د سوله ییزو اعتراضونو غوښتنه کړي او په وینا یې د ازادۍ تر لاسه کولو لپاره باید ځانونه چمتو کړي.

پلان وه چې عمران خان له نېول کېدو وروسته د هوا له لارې اسلام اباد ته انتقال کړي خو د خرابې هوا له کبله دا پلان بدل او په موټر کې اسلام اباد ته وړل شوی دی.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلام اباد په پمز روغتون کې له طبي معاینو وروسته به نوموړی د اټک زندان ته رسول شوی دی.