د روسیې شمال لوېدیځ کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون برید شوی

اوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د پسکوف پر هوايي ډګر برید کې د څلورو اېل-۷۶ ترانسپورتي الوتکو د ویجاړېدو خبر ورکړ شوی

د روسیې شمال لوېدیځ کې د پسکوف ښار پر هوايي ډګر د ډرون برید شوی دی.

د روسي رسنیو رپوټونو کې راغلي، چې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

تر دې وړاندې د پسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی.

هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه پکې ښکاري او د یوې چاودنې غږ هم پکې اورېدل کېږي.

پسکوف د اوکرایین له پولې شاوخوا ۶۰۰ کلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.

اوکرایین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.

کیېف اکثرآ د روسیې خاوره کې دننه پر بریدونو تبصره نه کوي.

خو باور دا دی چې دغه هېواد په دې وروستیو کې د روسیې خاوره کې دننه پر اهدافو د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله بریدونه ډېر کړي دي.

پسکوف سیمه کې د می میاشتې وروستیو کې هم د ډرون برید خبر ورکړ شوی و.

د روسیې تاس خبري اژانس د بېړنیو خدماتو ادارې په حواله الوتکو ته د زیان اوښتلو رپوټ ورکړی دی.‌

دغه اژانس لیکلي "د ډرون د دغه برید پایله کې څلور اېل-۷۶ الوتکې ویجاړې شوې دي... اور ولګېد او دوه الوتکې پکې وسوځېدې."

ټېلېګرام

د عکس سرچینه، TELEGRAM

د عکس تشریح، سیمه ییز د دغه برید ویډیو خپره کړې ده

تاس همدا راز خبر ورکړی چې د مسکو د وېنوکوا هوايي ډګر پر سر هم الوتنې بندې شوې دي.

د پسکوف سیمه ییز والي میخایل وېدېرنیکوف پر ټېلېګرام لیکلي "دفاع وزارت د پسکوف پر هوايي ډګر یو ډرون برید شنډ کړی دی."

هغه ویلي چې دی پخپله د برید ځای کې حاضر و.

ښاغلي وېدېرنیکوف زیاته کړې، لومړي مالومات ښيي چې دغه برید مرګژوبله نه لري.

د اوکرایین جګړې اړوند په نورو پرمختګونو کې روسيې ادعا کړې چې په تور سمندر کې یې د اوکرایین څلور چټکې بېړۍ ډوبې کړې چې شاوخوا ۵۰ پوځیان یې پکې سپاره وو.

کیېف ددغه خبر پخلی نه دی کړی.

روسي‌ ځواکونو همدا راز د دغه هېواد په سویلي بریانڅک سیمه کې د دریو او په مرکزي اوریول سیمه کې د یوه اوکراییني ډرون د شنډولو خبر هم ورکړی دی.

روسي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو، چې د دغه هېواد بېلګورود سیمه کې د ډرون برید ۳ کسان وژلي دي.

تر دغه برید څو ساعته وړاندې د مسکو په مرکز کې هم د ډرون یو برید شوی و.

او تر دغو بریدونو څو ورځې مخکې بیا سېنت پېترزبورګ ښار ته نږدې د اوکرایین د چاودېدونکي ډرون په یوه برید کې د روسیې یوه اوږد واټنه بم غورځونکې الوتکه له منځه وړل شوې وه.