د نړۍ په کچه د ګڼې ګوڼې ښار کې، افغانه ټکسیوانه

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, لندن

د لندن له ګڼې ګوڼې په ډکو لارو کې د بېلابېلو ژبو، کولتورونو او توکمونو خلک لیدلی کېږي. د یوې سپین رنګې ټکسۍ د دروازې له نیمکښې هندارې د پښتو موسیقۍ اورېدل ښايي د یوه افغان سترګې ورواړوي، خو تر دې ډېره زړه راښکونکې خبره بیا د موټر چلوونکې ده.

په خټه پښتنه افغانه او په هغه ښار کې د شپې ناوخته ټکسي چلول چې له ټرافیکي بهیره یې وخت ناوخت د بدو پېښو رپوټونه ورکول کېږي، کمسارې ګڼل کېدای شي.

د ټرافیکي مالوماتو د یوه بنسټ انریکس د تازه خپاره شوي رپوټ له مخې چې د نړۍ ۵۵ هېوادونو کې کار کوي، لندن د نړۍ په ۱۰۰۰ ښارونو کې تر ټول د ډېرې ګڼې ګوڼې او ناسازه ټرافیکو ښار بلل شوی.

ښايي ناجیه ثبات یوازینۍ او یا هم د ګوتو په شمېر له هغو افغانو مېرمنو وي چې په لندن کې ټکسي چلوي.

ناجیه د افغانستان په شبرغان ښار کې یوه پښتانه ټبر کې زېږېدلې. په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د شوروي یرغل پر مهال یې پلار په جګړه کې ووژل شو، او دا تیخوره یتیمه شوه.

ښوونځی یې هم هلته بشپړ کړ او څو کلونه یې د ماشومانو د لوست یوه پروګرام کې کار کړی.

هغه په ۲۰۰۴ کال بریتانیا ته راغله، کوژدن یې لا پخوا دلته را رسېدل و.

ناجیه ثبات وايي، د ژبې له زدکړې وروسته یې په لویو پلورنځیو کې کار پیل کړ. کله چې د کورونا وبا څپې ټولنیز ژوند او کاروبارونه وځپل، ناجیه هم کورناستې شوه او له څه مودې وروسته ورسره د ټیکسي چلولو فکر پیدا شو.

هغه مهال ټکسي چلول هم له خطر سره مله دنده وه ځکه د کورونا د خپرېدو وېره وه.

نوموړې وايي، ورته جوته شوه چې ټکسي چلول اسان، او د ښه عاید درلودونکی کار دی نو د بریتانیې له کمبریج ښارګوټي لندن ته کډه شوه.

هغه ښار چې ټکسي چلول پکې اسانه چاره نه ده. لکه چې د انریکس په رپوټ کې مالومه شوې، په ۲۰۲۲ کال کې په منځنۍ کچه دغه ښار کې موټر چلوونکو ۱۵۶ ساعته په ګڼه ګوڼه کې انتظار کړی.

ناجیې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "خلک له ما پوښتې چې یوې افغانې مېرمنې ته به څومره سخته وي چې د شپې له مخې ټکسي کوي، کورنۍ دې اجازه درکوي؟ د خلکو چلند درسره څنګه دی؟ زما ځواب هر وخت په خندا وي، کورنۍ اجازه راکړې ځکه کار کوم او که د خلکو چلند له درناوي ډک نه وای، هېڅکله به مې دا دنده نه وه غوره کړې."

خو وايي هېڅوک له ما پوښتنه نه کوي چې د لندن په دومره ناسازه ټرافیکو او ګڼه ګوڼه کې څومره ننګونکې دنده پر مخ وړي، چې هېچا لپاره اسانه نه ده.

مېرمن ثبات د درې بچیانو مور ده. کله چې مو وپوښتله د خلکو د چلند په اړه راته ووایه ځواب یې په ورین تندي و "یوه هندۍ سپرلۍ چې د افغانستان پر کولتور خبر وه، کله چې مې ځان ور وپېژنده چې افغانه یم نو له موټره د ښکته کېدو پر مهال یې راته وویل: زما لخوا ستا کورنۍ ته د درناوي سلامي ده."

وايي ډیر خلک راته "زړوره ټکسي چلوونکې وايي"

له اغلې ثبات سره هغه مخامخېدونکې افغانې مېرمنې د یادګار انځورونه اخلي، چې ګوري یوه همخیله یې د نړۍ په یوه لوی ښار کې داسې دنده ترسره کوي چې په دودیز ډول افغانانو کې ښځې ورته زړه نه ښه کوي.

دا هر څه د ناجیې ثبات لپاره یو ډاډ او هڅونه ده.

هغه وايي یو شمېر افغانې مېرمنې د بریتانیا ځېنو ښارونو کې ښوونځيو ته د ماشومانو رسولو لپاره موټر چلوي، خو تر اوسه یې بله افغانه په لندن کې نه ده لیدلې چې ګواکې د دې په څېر دې ټکسي وچلوي.

د لندن د ګڼې ګوڼې له کړاو سره سره چې ښايي ډېرو موټر چلوونکو ته سرخوږی وي، ناجیه وايي کله چې د خپل لاس ګټه وټه ګوري، هرڅه هېروي او دا لورینه پرې شوې چې د خپلو لګښتونه لپاره یې هېڅکله چاته لاس نه دی غځېدلی.