افغانستان: د 'سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو' پر مهال احتمالي زیان څنګه کمېدای شي؟

په کاپیسا کې د سختې ژلۍ له کبله میوې بڼونو ته د زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي.

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، په کاپیسا کې د سختې ژلۍ له کبله د میوو بڼونو ته د زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وړاندوینه کړې، چې نن (جمعه اکتوبر ۳مه) او سبا د هېواد په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته.

د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې له ګڼ بارانونو وروسته د ناڅاپي سېلابونو راوتلو احتمالي خطر اټکل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې ولایتونو په ځینو برخو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌ مترو پورې باران کېدای شي او دغه راز د ځینو سویل ختیځو، مرکزي او لویدیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې به خورا چټک بادونه الوځي، چې په یوه ساعت کې یې سرعت له ۵۰ نیولې تر ۷۵ کیلومترو پورې رسېدلای شي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي ټلویزیون په یوه تازه رپوټ کې د کاپیسا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوسېدونکو له قوله ویل شوي، چې نن ګهیځ (جمعه د تلي ۱۱) هلته سخته ژلۍ ورېدلې، چې د میوې او په ځانګړې توګه یې په تګاب ولسوالۍ کې د انارو بڼونو ته سخت زیان اړولی دی.

ځايي اوسېدونکې وايي، ژلۍ په ونو کې پخې میوې داغي کړې او د دوی محصولات یې زیانمن کړي دي.

په افغانستان او شاوخوا سیمو کې اقلیمي بدلون د خورا ګڼ باران او سېلابونو د راوتلو یو مهم دلیل یادیږي او د ژغورنې وسایلو کمی او لږ امکانات ډېر کله د پراخو ویجاړیو لامل کېږي.

د همدې روان کال اګست کې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل، په ننګرهار کې د ګڼ باران له کبله د سر او مال زیان اوښتی دی. د دغه ولایت په روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي‌ وو.

د ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د ژلۍ له کبله د کاپیسا انارو ته زیان اوښتی

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، د ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د ژلۍ له کبله د کاپیسا انارو ته زیان اوښتی

د سږ کال په دوبي کې هم زورورو سېلابونو د افغانستان، پاکستان او هند په بېلابېلو سیمو کې سخت زیانونه اړولي وو.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې وویل، د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د هغو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۰۶ کسان مړه شوي او ۲۴۷ نور تپیان شوي، چې د اګست له نیمايي پیل شوي وو.

د طبیعي پېښو د مدیریت ایالتي ادارې ویلي وو، وروستیو اورښتونو د بونیر سیمه تر بل هر ځای ډېره ځپلې ده.

د تېر کال په مۍ کې د افغانستان بغلان تر ټولو ډېر وځپل شو او سېلابونو په کې لسګونه کسان مړه او ژوبل او ان په ځينو سیمو کې بشپړ کلي ویجاړ کړل.

د بشردوستانه چارو همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'اوچا' مسوولینو په تېر کې ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.‌

دې ادارې ویلي و، د افغانستان خلک د وچکالۍ، توپانونو او ځمک ښوېیدني په ګډون د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.

کارپوهان وایي اقلیمي بدلون کال په کال ګړندی کېږي او د اغېزو د لږوالي لپاره باید د دولت او ولس په کچه پراخ ګامونه واخیستل شي .

ماهرین وړاندیز کوي، چې د سېلابونو د سرعت کمولو لپاره باید په کلیوالي سیمو کې ډنډونه او خندقونه جوړ شي، چې په وینا یې دا چاره د ولس او حکومت تر منځ د همکارۍ پایله کې شونې کېدای شي.

د سېلابونو احتمالي زیان څنګه کمېدای شي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د ملګرو ملتونو په خبره افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی دی. ماهرین وايي، په داسې حال کې چې د ځینو نورو هېوادونو پرتله افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه دوه برابره زیاته شوې، پرلپسې اوږدې وچکالۍ او بیا ناڅاپي سخت ورښتونه او سېلابونه هم د افغانانو ستونزې زیاتوي.

د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته د موسمي بدلونونو له کبله د رامنځته شوي زیان کمول لا ستونزمن شوي، چې له کبله یې هر کال ګڼ شمېر افغانان بې ځایه کېږي، مالي زیانونه ګالي او یا ان د سر زیان ورته اوړي.

د ماهرینو په خبره د ځنګلونو وهل کېدل، د سیندونو او خوړونو له شاوخوا د ودانیو لپاره د خاورو او شګو ایستل یو بل لامل بلل کېږي، چې د سېلابونو او د ځمکې د ښوېدنې لامل کېږي او خلکو ته زیانونه اړوي، بندونه له خاورو- خټو ډکوي او د موسمي بدلون اغېزې لا زیاتوي.

په افغانستان او پاکستان کې تېرو تجربونو ثابته کړه، چې ناڅاپه د سېلابونو راوتلو له کبله تر ډېره هغه خلک اغېزمن شوي، چې د باراني اوبو بهیدو په لارو او یا د خوړونو- سیندونو غاړو ته مېشت وو.

د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې د خوړو پر غاړو یا ان منځ کې کروندې او مېشت ځایونه هم لیدل کېږي، چې د سېلاب راوتلو له کبله یې تر ټولو مخکې او زیات زیانمنېدو احتمال وي.

ماهرین هغه سخت سېلاب ۲۵ کلن سېلاب بولي، چې یو ۷۰ کلن کس یې ښايي په ژوند کې دوه یا درې ځله وویني. هغه ټوله ساحه بیا چې په یوه ۲۵ کلن سېلاب کې د سیند تر اوبو لاندې شي، د سیند حریم یا بستر بلل کېږي. معمولاً (شرایطو ته په کتو سره) د سیند له منځه له یوه متره تر ۲۰ مترو پورې ساحه د سیند حریم بلل کېږي او په دې ساحه کې ودانۍ، کرونده یا بل کوم خنډ د اوبو وتلو لار تنګوي، چې له کبله یې اوبه د سیند له غاړو اوړي او د سېلاب بڼه غوره کوي.

سېلابونه داسې څه دي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې اوس هم راځي او په راتلونکي کې یې هم د راتګ احتمال شته، خواستنادي دېوالونه، د ځنګلونو وهنې مخنیوی، د سیندونو او خوړونو په شاوخوا کې د ودانیو او کروندو له جوړولو ډډه کول، د سیندونو او خوړونو له منځونو او غاړو د شګو او خاورو ایستلو منع کول هغه څه دي، چې له لارې یې د سېلابونو د زیان کمولو احتمال زیاتېږي.