خیبر پښتونخوا کې د اورښتونو څپه: د مړینو شمېر له ۴۰۰ واوښت

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ایالتي اداره وايي، د اګست له ۱۵مې د بارانونو او سېلابونو له امله په دې ایالت کې په بېلابېلو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ایالتي اداره وايي، د اګسټ له ۱۵مې د بارانونو او سېلابونو له امله په دې ایالت کې په بېلابېلو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د سختو بارانونو او د کورونو د چتونو پرېوتو له امله تازه پېښو کې اته کسان مړه شوي او ۴۷ نور ټپیان دي، سېلابونو بېلابېلو سیمو کې پراخ مالي زیان هم اړولی دی.

د خیبرپښتونخوا د طبیعي پیښو د مدیریت ایالتي اداره (پي‌ډي‌ایم‌اې) وايي، په دغه ایالت کې له تېرو نهو ورځو یا د اګسټ له پنځلسمې راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی.

د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ ژغورنډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې په ښار او ور څېرمه سیمو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ژغورل شوي دي.

ژغورنډلې ویلي، ډېره مرګژوبله د دېوالونو او لمریزې برېښنا د تختو چپه کېدو له امله پېښه شوې ده.

د ولسوالۍ روغتونونو د راپور له مخې، په دې پیښو کې ۵۲ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې ۴۶ د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته او شپږ نور یې د مفتي محمود تدریسي روغتون ته وړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، د اګست له ۱۵مې راهیسې د ایالت په مختلفو ولسوالیو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴۰۶ کسان مړه شوي او ۲۴۷ نور تپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په مړو شویو کسانو کې ۳۰۵ نارینه، ۵۵ ښځې او ۴۶ ماشومان دي.

په داسې حال کې چې په ټپیانو کې ۱۷۹ نارینه، ۳۸ ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي.

د طبیعي پېښو د مدیریت ایالتي اداره وايي، وروستیو اورښتونو د بونېر ولسوالۍ تر بل هر ځای ډېره ځپلې ده.

دغلته په وروستیو سېلابونو کې تر اوسه د ۳۳۷ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

پر دې سربېره، وروستیو سېلابونو په صوابۍ ولسوالۍ کې هم ۴۶ کسان مړه کړي دي.

ورته مهال، د چارسدې ولسوالۍ ژغورنډلې تېره شپه له اورښتونو او سېلابونو څخه د ۱۱۰ کسانو د ژغورنې خبر ور کړی دی.

د چارسدې د ۱۱۲۲ ژغورنډلې د خپرې کړې خبرپاڼه له مخې، تېره شپه په چارسده ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله په شوبله بند کې د اوبو کچه لوړه او د سېلاب لامل شوه.

یادې ادارې ویلي، له وضعیت څخه له خبرېدو سملاسي وروسته لاس په کار شول چې له عمرزو سیمې څخه یې ۹۵ کسان او له تورنګزو سیمې څخه یې ۱۵ کسان په وخت خوندي ځایونو ته ولېږدول.

۱۱۲۲ ژغورنډلې په دغه ایالت کې له نااړین سفرڅخه د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده.