ننګرهار کې له ګڼ باران وروسته سېلابونو راوتلي، په ۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د عکس سرچینه، taliban
د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په ننګرهار کې د تېرې شپې ګڼ باران له کبله د سر او مال زیان اوښتی دی.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د ننګرهار د اطلاعاتو امر مولوي صدیقالله قریشي له قوله ویل شوي، چې د دغه ولایت په روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله ۵ تنه مړه او ۸ نورټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې په دې هکله ویل شوي، چې د تېرې شپې اورښتونو له امله د سپین غر ولسوالۍ په 'بټن' سیمه کې د دادالله نومي کس د کور یوې خونې چت را پرېوتی چې د هغه دوې لوڼې په دې پېښه کې مړې شوې او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د روداتو ولسوالۍ بړو سيمه کې دوه کسان سېلاب وړي چې له امله يې دواړه مړه شوي دي. په ورته مهال د چپرهار په لونګپور کلي کې هم يو سړی سېلاب وړی او مړ شوی دی.
د ولایت مقام بیان زیاتوي، د شينوارو ولسوالۍ روغتون ته له اچين او سپين غر ولسواليو شپږ تنه ټپيان وروړل شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
ځايي مسوولین وايي، د تېرې شپې اورښتونو له امله یو شمېر کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، استنادي ديوالونه، لارې او سربندونه هم ویجاړ شوي دي.
په ورته مهال د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو له قوله ویل شوي، چې سبا (د وږي ۹مه) د هېواد په ۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی.
په رپوټ کې ویل شوي، چې په دې کې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه شامل دي.

د عکس سرچینه، taliban
د پاکستان پنجاب کې په سېلابونو کې د وژل شوو شمېر ۲۸ ته ورسېد
بل لور د افغانستان ګاونډي پاکستان په پنجاب ایالت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو ادارې (پيډياېماې) ویلي چې په دغه ایالت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر اوسه د ۲۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې همدا راز ویلي چې د پنجاب په سیندونو کې داسې زورور سېلابونه له ۱۹۵۵ کال راوروسته لومړی ځل لیدل شوي دي او په وینا یې، "دا ټولې اوبه په هند کې د یوه بند تر ماتېدو وروسته د قصور سیمې پر لور ور روانې دي. د قصور د ژغورلو لپاره مجبور یو چې په اوسني بند کې سوری وکړو."
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سېلاب له خطر سره مخ شاوخوا استوګنیزو سیمو نه د خلکو د ایستلو چارې روانې دي او هره ګړۍ د مرګژوبلې شمېرې بدلېدلی شي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو ادارې (پيډياېماې) خبرداری ورکړی چې تر دې وروسته 'اوکاړه پاکپتن' او څېرمه سیمو کې د سېلابونو له امله خطرونه پېښېدای شي.
په همدې حال کې د پنجاب ایالت چارواکو ویلي چې تر ۴۰۰ زره پورې خلک له سېلاب ځپلو سیمو خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې پي ډي ایم اې پنجاب مشر عرفان علي کاټهیا وايي، په دې ایالت کې نژدې یو نیم میلیون خلک له دې سېلابونو اغېزمن شوي دي او په خبره یې د سېلابونو کچې ته په کتو سره داسې احتمال شته، چې دا شمېر زیات شي.
نوموړی وايي، په ټول ایالت کې ۳۶۵ موقت کمپونه چمتو شوي، چې تر اوسه پورې نژدې څلور زره کسان دې کمپونو ته لېږدول شوي دي.
د پي ډي ایم اې مشر زیاتوي د پنجاب ۱۷۶۹ کلي سېلابي څپو لاندې کړي او تر هغو چې سېلاب سند ایالت ته نه وي رسېدلي، احتمالي خطر پر ځای دی.
د نوموړي په خبره د دې سېلابونو له کبله اغېزمنو سیمو څخه تر درې سوه زرو پورې څاروي هم خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې تېره ورځ د هند له پنجاب ایالته رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د خورا ګڼ باران له کبله د دې ایالت په پټان کوټ، جالندر، ګورداس پور، هوشیارپور، امرتسر، کپور تله، فیروز پور او فاضلکا سیمو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.
د پنجاب ډېری سیندونو له غاړو اوبه اوښتې او شاوخوا کلیو ته ننوتلې دي. د بي بي سي هندي څانګې په رپوټ کې ویل شوي، د ځايي مرستندویانو تر څنګ د هندي پوځ سرتېري هم په یو شمېر سیمو کې له ځايي خلکو سره له سېلابونو د ژغورنې په چارو کې مرسته کوي.
د جمو او پټان کوټ تر منځ غځېدلې لویه لار د سېلاب له کبله تړل شوې او هلته د ګاډو اوږده کتاره لیدل شوي دي. راوي سیند چې پټان کوټ سیمه کې له جمو کشمیره پنجاب ته داخلېږي، د چارشنبې پر ورځ تر غاړو له سېلابي اوبو ډک بهېده.

د عکس سرچینه، Google
همدې سیند چې وروسته په پاکستاني پنجاب کې بهېږي، هلته هم زیانونه اړولي دي. د پاکستان پنجاب ایالت'سینئر وزیرې' مریم اورنګزیب نن پنجشنبه خبریالانو ته وویل، په دغه ایالت کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر اوسه د ۱۲ کسانو مړینه تائید شوې ده.
اغلې اورنګزیب وايي، د ژغورنې پراخو عملیاتو په ترڅ کې د راوي، ستلج او چناب سیندونو د غاړو له سیمې تر ۲۰۰ زره ډېر کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړې وايي، له ټولو احتیاطي تدبیرونو سره سره تر اوسه د سېلابونو له کبله د ۱۲ کسانو مړینه تائید شوې ده. د پاکستان پنجاب ایالت کې یوه مرستندویه ادارې پي ډي ایم اې مسوولین وايي، په راوي سیند کې یوه خورا ستره سېلابي څپه اوس له شاهدرې سیمې د تېرېدو په حال کې ده.
په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې ښايي په دې سیمه کې سېلابي اوبه نورې هم زیاتې شي. پاکستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، له بنګال خلیج او عرب سمندره د راغلیو مون سون بادونو له کبله د دغه هېواد په هسکو او مرکزي سیمو کې د ګڼ باران او او سېلابونو احتمالي خطر دی.
بل لور د هند پنجاب کې د راوي سیند سېلابي اوبه د پټان کوټ او مدهپور سیمو ته ننوتلې دي.
د چارشنبې پر ورځ د پټان کوټ او جمو تر منځ غځېدلې لار له همدې کبله تر څو ساعتونو پورې تړلې وه. د بي بي سي خبریالان چې دې سیمو ته تللي وايي، د لاریو یو خورا اوږد کتار یې ولید، چې د لارې پرانیستل کېدو لپاره یې انتظار کاوه. ځايي چارواکو د چارشنبې تر ماښام پورې د دې لارې په اوږدو کې د درنو ګاډو پر تګ-راتګ بندیز لګولی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغو تازه سېلابونو په داسې یوه هېواد کې ګڼې کورنۍ ویجاړې کړې چې تر ۴۰ سلنه ډېر خلک یې د بې وزلۍ یا فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
همدا علت دی چې په تېرو دوو ورځو کې چې بيبيسي له کومو خلکو سره خبرې کړې دي، هغوی د خپلو مېنو او سیمو له پرېښودو ډډه کوله.
دوی د سېلاب له افته تر لرې کېدو دا غوره ګڼله چې خطر ومني او څومره یې چې وس رسېږي، خپلې شتمنۍ وساتي؛ ان که دا هڅه د هغوی ژوند ته په خطر پېښېدو هم تمامېږي.
کله چې بي بي سي خبریالان له لاهوره دوه ساعته لېرې پراته کلي ته ورغلي وو، هلته شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو نه غوښتل چې خپل کورونه پرېږدي.
پاکستاني چارواکي وايي، کله چې د هند اوبیزې زېرمې تر مورګو ډکې شي نو اوبه یې خوشې کوي چې دا ترې لاندې پرتو سیمو کې د درنو سېلابونو لامل کېږي او تر ډېره یې له امله د پاکستان د پنجاب سیمې اغېزمنېږي.
پاکستان ته د سېلابونو په اړه د هند خبرداری د دواړو هېوادونو تر منځ د عامه اړیکو یو نادر مثال دی او دا په داسې حال کې ده چې دغو دواړو ګاونډیو په تېره مې میاشت کې پر یوه بل پوځي بریدونه وکړل.
تر هغې وروسته دا دواړه ملکونه د پشهکال یا مون سون ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو سخت ویجاړ کړل.
تېره سې شنبه ځايي چارواکو وویل چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د هندوانو مشهور زیارت 'وېشنو دېوي' ته څېرمه د یوې لارې په اوږدو کې د ځمکښویېدنې په پېښه کې لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.











