کرېکټ چیمپینز ټرافي: هند پاکستان ته ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید او ګلستان شینواری
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ چیمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو کې هند پاکستان ته په شپږو وېکېټو ماته ورکړه

هندۍ لوبډله د ۲۴۲ منډو موخې ته د وېراټ کوهلي د ناسوځېدلې سلیزې په مټ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ور ورسېده.

پاکستان د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. پاکستانۍ لوبډلې د ټولو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته ۲۴۱ منډې وکړې او هند لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

سعود شکېل د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې وکړې. د هند له لوري کلدیپ یادېو تر ټولو ډېرې ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان په لوبډله کې یو بدلون راغلی و داسې چې د فخر زمان پر ځای د اوپننګ یا لوبې پیلولو لپاره امام الحق راوستل شوی و.

د لوبډلمشر روهیت شرما په مشرۍ شوبمن ګیل، ویراټ کوهلي، شریاس آئر، اکشار پټېل، کې ایل راهول، هاردک پانډیا، رویندرا جډیجه، هارشیت راڼا، محمد شامي او کلدیپ یادېو د هند له لوري په ننۍ سیالۍ کې ولوبېده

د پاکستان له لوري د محمد رضوان په مشرتابه، بابر اعظم، سعود شکیل، اغا سلمان، طیب طاهر، خوشدل شاہ، ابرار احمد ، نسیم شاہ، شاہین شاہ اپریدی اور حارث روف په لوبډله کې وو.

د پاکستان لوبډلې د ۴۵ ټولټال منډو له ترلاسه کولو وروسته لومړنۍ وېکټه له لاسه ورکړه، چې بابر اعظم د ۲۳ منډو له جوړولو وروسته د هارډیک پانډیا په توپ د کې ایل راهول په لاس کېچ اوټ شو.

په ده پسې د ایله دوو منډو له زیاتولو وروسته د پاکستان امام الحق هم د ۱۰ منډو له جوړولو وروسته کیچ اوټ او له میدانه بهر شو.

د هند په لوبه کې بیا کوم بدلون نه دی راوستل شوی. دا لوبه په اې ګروپ کې درېیمه لوبه ده، چې د متحدو عربي اماراتو په دوبۍ کې کېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې د همدې ګروپ په سیالیو کې پاکستان لوبډلې له نیوزیلنډه ماتې خوړلې او هند بیا بنګله دېش لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د پواینټونو یا امتیازاتو په جدول کې دویم ځای خپل کړی دی.

د پاکستان لپاره په دې سیالیو کې د مخکې یوازینۍ لار دا وه، که یې په نننۍ سیالۍ کې هند ته ماتې ورکړای وی.