رواني روغتیا؛ تاسې هم د هېرجنتیا، د ذهني تمرکز نشتوالي او یوه کار کې د زړه تنګۍ ستونزه لرئ؟

    • Author, آسیه انصر
    • دنده, بي بي سي اردو

ښايي لیدلي به مو وي چې د ځینو کسانو یو شی ډېر ژر له یاده وځي، په اسانه د یو څه په اړه پرېکړه نه شي کولای، یو کار ورله غاړې وي خو ورته بې سېکه وي او له نن یې سبا ته او له سبا یې بل سبا ته ځنډوي او په همدې کې ډېر وخت ترې ضایع کېږي، همدا راز ځينو کارونو نه ډېر ژر بېزاره کېږي او د دغو خویونو له کبله د خلکو له لوري ملامتېږي.

دا د یوه ذهني یا رواني کېفیت نښې نښانې دي چې په طبي اصطلاح اې.ډي.اېچ.ډي یا Attention Deficit hyperactivity disorder نومېږي او په ساده یې د فکري تمرکز نشتوالی یادولی شو.

د عدیل په نوم یو ۳۵ کلنه پلار هم په خپل ماشومتوب کې له ورته رنځه کړېده.‌

عدیل وايي، د ډېر وخت لپاره به پر یوه ځای ناستي خوند نه ورکاوه،‌ هر وخت به لر و بر کېده، ډېرې پوښتنې به یې کولې خو څه به یې په یاد نه پاتې کېدل او پر یو څه یې تمرکز نه شو کولای.

دی زیاتوي، "پر یوه ځای ناستي ته مې زړه تنګېده. تمرکز مې نه شو کولای. ډېرې پوښتنې به مې کولې خو ځوابونه مې یې په یاد نه پاتې کېدل. مشره خور مې په ما شکي‌ وه چې ښايي کومه ستونزه به لرم. هغې دا احساس کړې وه چې که کور کې به کوم جنجال یا بحث و نو زه به غلی، ګوښه او له ځانه ورک وم."

پر دې ستونزې د اخته کسانو خویونه

عدیل ته په ماشومتوب کې د دې رواني ستونزې له کبله نور څه جنجالونه ورپېښ وو، په اړه یې وروسته تفصیل شته خو دلته دې ته کتنه کوو چې که په کوم ماشوم کې د اې.ډي.اېچ.ډي یا د هېرجنتیا او د فکري تمرکز د نشتوالي ستونزه وي نو مور او پلار ته یې څه کول په کار دي.

دلته یوه مور د عشرت په مستعار نوم یادوو. لور یې شپږ کلنه وه چې دا ستونزه پکې تشخیص شوه.

دا وايي، "لور مې درې کلنه وه چې ځينې نښې نښانې یې عادي نه وې. نورو ماشومانو سره یې چلند توپير درلود. وروسته ډاکټر تشخیص کړه چې پر اې.ډي.اېچ.ډي اخته ده."

عشرت د خپلې لور په اړه زیاتوي، "یوه کار ته تر پنځو یا لسو دقیقو ډېره نه شوه کېناستلی. هاخوا دېخوا به ګرځېده، ټېکاو یې نه درلود. نوي څه یې نه شول کولای. خواړه یې هم هماغه یو ډول خوړل. لیکل به یې له تېروتنو ډک وو. که له یوه ناڅاپي حالت سره به مخ شوه نو ګنکس او په ځان کې به ورکه وه. چغې به یې وهلې، د لوی او واړه احترام به يې هېر شو. له ځانه به یې خیالي کیسې راجوړې کړې. لکه دا چې هلئ، زما بکس کې زمری دی... نو زه وپوهېدلم چې کومه ستونزه شته."

دغه مور وايي چې د خپلې لور ښوونځي ته یې زنګ وکړ، "هغوی هم راته وویل چې په ټولګي کې د نورو ماشومانو پرتله ځينې مشکلات لري. دا پر یوه ځای نه کېني. پر درس تمرکز نه شي کولای."

وروسته دې مور ته ډاکټرانو وویل چې پر دې رواني ستونزې د اخته ماشومانو ذهن د دوی تر عمره کشر وي، یاني که ماشوم اته کلن وي نو ذهن به یې اوس شپږ کلن وي نو د همدې لپاره په کار ده چې له هغه ماشوم سره د هغه د وجود د عمر نه بلکې د ذهني عمر له مخې چلند وشي.

عشرت د خپلې لور د درس لیکلو په اړه وايي، "کله ډېر ښه لیکل کوي خو کله ټوله پاڼه ګډه وډه او لکیرې بکيرې کړي. د جملې په پای کې ټکی او یا په منځ کې کامه ترې هېره وي. په دې عمر کې يې دا عادي شیان باید زده وای خو د دې په یاد نه دي پاتې. نو دا په خپله د همدې رواني ستونزې له کبله دي."

روانشناسان یې په اړه څه وايي؟

په اې.ډي.اېچ.ډي باندې د لا ډېرې پوهېدنې لپاره مو له یوې ارواپوهې طاهره جاوېد سره خبرې وکړې. هغه وايي چې د هېرجنتیا، د فکري تمرکز نشتوالي او د ټېکاو نه درلودلو دا ستونزه یا اې.ډي.اېچ.ډي د مغزو په جوړښت کې د یوه ځانګړي بدلون له کبله په ماشومانو کې ډېر عام پېښېدونکی رواني کېفيت دی چې "نيورو ډېولپمېنټل ایشو" یې بولي.

اغلې جاوېد زیاتوي، "ځينې ماشومان له زېږون سره پر دې مشکل اخته وي. دا ډول ماشومان ډېر زیات ګرځي راګرځي یا متحرک وي، ډېر بې پروا وي او ځينې داسې کارونه هم ترې کېږي چې تر شا خطر یې نه شي احساسولی."

ډاکټرې طاهره جاوېد په اسانو ټکو پر اې.ډي.اېچ.ډي د پوهولو لپاره راته وویل، "د داسې کسانو ماغزه نور ډېر ښه وي خو د اشارو یا سېګنلو لېږدوونکی سېسټم یې مختلف او یو څه کمزوری وي. د همدې له کبله د مغزو د مزو تر منځ پېغامونه په سمه توګه او په وخت نه رسېږي او له امله یې پر دې ستونزې د اخته کس کار او کړنې اغېزمنېږي."

اغلې جاوېد زیاتوي، "له درې کلنۍ تر اووه کلنۍ په ماشومانو کې د دغه مشکل نښې نښانې ډېرې څرګندې ښکاري. په ځانګړي ډول هله چې تر دوی ګردچاپېر چاپېریال کې ځينې بدلونونه راشي، لکه ماشوم ښوونځي ته تګ پيل کړي، یا له نوي ماحول او خلکو سره اشنا شي. دوی پر شاوخوا د تمرکز کولو وس نه لري. تر ۱۲ کلنۍ مخکې دا ستونزه تشخیصېږي. "

"دوی چې هر څومره بوخت وي، هغومره ارامه وي"

د رواني ناروغيو درملونکې روانشناسه طاهره جاوېد وايي، پر دې ستونزې اخته ماشومان په ډېرو عادي او وړو وړو کارونو کې هم تېروتنې کوي. لکه:

  • د داسې ماشوم توجه او پام هر وخت تیت و پرک وي، پر یوه شي یا کار تمرکز نه شي کولای.
  • هماغه یوه تېروتنه په بیا بیا تکراروي.
  • چې غږېږي نو په ځلونو په منځ کې خبره پرې کوي یا یې نیمګړې پرېږدي.
  • ډېرې زیاتې خبرې کوي
  • هر وخت هاخوا ديخوا ترپکې وهي، ګرځي راګرځي، په ټولګي کې هم په یو ځای نه کېني، که کېني نو بیا سره خوځېږي، راخوځېږي.
  • ناڅاپه غصه کېږي
  • که خپه وي نو جنګ او وهل ټکول کوي.
  • پرېکړې پرته له سنجشه کوي او بیا بېرته ژر ترې بېزاره کېږي هم
  • پر ټاکلي وخت کار کول ورته سخت وي. که بل څوک یو کار په یوه ساعت کې کوي نو له دوی درې څلور ساعتونه پرې لګېږي.

ډاکټره جاوېد واي، "لکه نن سبا چې نور ماشومان په ساعتونو ساعتونو موبایل یا تلویزون ته ناست وي، دوی دغومره نه شي کېناستلی."

دا ډاکټره زیاتوي چې، "د دغه رواني کېفيت لپاره درمل هم تر یوه بریده کار ورکوي خو تر هغه ډېره ګټوره لاره تراپي یا رواني مشاوره ده چې له روانشناس سره وشي."

د اغلې جاوېد په وینا، هغه ماشومان چې پر دې ستونزې اخته وي باید د خپل ژوند په طرز یا ډول کې ځينې بدلونونه راوړي.

میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې، "پر هغوی ورزش وکړئ، لوبو کې يې ښکېل کړئ او یا یې عادي او ورځني ژوند ته ځانګړی پام وکړئ. دا ډول ماشومان چې هر څوم بوخت وساتل شي هماغومره به ارامه وي."

پر ګډ ژوند يې اغېز

اوس راځو بېرته د عديل په نوم د هغه پلار کیسې ته چې ماشومتوب کې پر همدغه رواني کېفيت یا اې.ډي.اېچ.ډي اخته و. هغه اوس واده کړی دی او مثبت لوري ته د خپل ژوند بېولو لپاره هم درمل خوري او هم رواني مشاوره یا تراپي اخلي.

خو ځينې خلک ده ته ورپېښه ستونزه سمه نه شي درک کولای.

دی زیاتوي، "لکه څنګه چې په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې تر منځ جنجالونه رامنځ ته کېږي او وروسته یې په خبرو حلوي، زما ستونزه دا وه چې هېڅ به مې پام نه و چې پر څه جنجال سره کوو، هماغه یوه موضوع بار بار رانه تکرارېږي. وروسته په خپله په عذاب شوم چې هر ځل څنګه زه په غلطه کېدلی شم؟ یا هر ځل ولې هماغه یوه جنجالي موضوع زما له یاده وتې خو زما د مېرمنې په یاد پاتې ده چې باید تکرار یې نه کړو."

پر دې ستونزې د اخته کسانو ګډ ژوند له هم کبله اغېزمنېږي. خو په کار ده چې که ښځه یا مېړه پر دې راوني کېفيت اخته وي، بل لوری باید ځان پوه او چمتو کړي چې باید څه ډول چلند وکړي.

عديل وايي چې په مسلکي یا کاري ژوند کې هم له همدې کبله له ستونزو سره مخ دی، "کله ډېر یو اسان کار هم نه شم کولای چې ان ماشوم یې کولای شي. بیا نو ځان رټم چې زه ولې داسې یم. کله چې يو څوک زما د پوهولو هڅه کوي او یا زه په خپل انداز ځواب ورکوم نو مقابل کس داسې فکر کوي چې زه هسې پلمې کوم او دروغ وايم. دا هر څه مې ډېر ځوروي او ماتوي."

عدیل همدا راز زیاتوي، "ورځنيو چارو کې ګنکس پاتې کېږم چې کوم یو یې لومړی وکړم. کله یې پيل کړم. لومړیتوب نه شم ټاکلی او په همدې کې وخت رانه تېر شي. چا ته ځان نه شم ثابتولی چې که تمرکز یا فوکس نه شم کولای نو داسې نه ده چې تمبلي کوم. له ځانه د دې ټاپې لرې کول ډېر راته سخت دي."

مور او پلار خپل ماشوم سره څنګه مرسته کولای شي؟

عشرت د خپلې لور په اړه وايي چې داسې نه ده چې پر اې.ډي.اېچ.ډي اخته ماشومان په لیاقت کې تر نورو ماشومانو کمزوري وي بلکې مور او پلار ته یې په کار دي چې ډېر په احتیاط مرسته ورسره وکړي او کړنې یې وڅاري.

دې مور اوس داسې لارې چارې پيل کړې دي چې لور یې ارامه او هوسا و اوسي.

دا وايي، "زما په کور کې به ډېر شور او ځوږ و، په لوړ غږ به غږېدو خو اوس مې دا عادت ختم کړی دی ځکه چې پر لور مې فشار راته."

عشرت د خپلې لور دې ذهني ستونزې ته په کتو د هغې د درسي نصاب کتابونه نیمايي کړل ځکه چې د هغې له هضم او برداشت وتلي وو.

دا زیاتوي، "د درس پر مهال تر نورو ماشومانو له دې سره ډېره خواري کوم ځکه چې د درس زده کولو ډول یې له نورو سره توپير لري. که د دې سبا ته ازموینه ده نو دا درس ته نه کېني او ماښام وخته وېده کېږي، د ازموینې هېڅ پروا نه کوي چې سبا به پارچه کې څه لیکي. خو زه غرض نه ورسره کوم، سهار یې لږه وختي راپاڅوم او هغومره درس ورښېيم چې دا یې ویلی شي. نور یې د خدای هیلې اسرې ته پرېږدم."

عشرت وايي چې کله یې لور درس ته زړه تنګ شي نو دا نور درس نه ورښيي، "باید فشار پرې رانه وړل شي. که د هغې نمرې ۸۰ یا ۹۰ سلنه نه وي نو هېڅ خبره نه ده. هغه په ځينو نورو کارونو کې ډېره ماهره او تکړه ده او زه یې څو ځله هوښیارۍ حیرانه کړې یم. موږ ته په کار ده چې له خپله اړخه مرسته ورسره وکړو خو نور یې خپلې خوښې ته پرېږدو، ځکه چې یو کار یې که زړه نه غواړي نو که تاسې هر څه وکړئ هغه یې نه کوي. خو وروسته په خپله هماغه څه کوي. دا زما تجربه او راته ثابته شوې ده."

دا مور همدا راز پر اې.ډي.اېچ.ډي د خپلې اخته لور په اړه وايي، "تر دې ذهني کېفيت هاخوا زما لور ډېره اجتماعي ده، خلکو سره کېني، پاڅېږي خو که غصه شي نو د چا لحاظ نه کوي. خو هېڅکله داسې نه دي شوي چې په کوم کار دې یې زه شرمنده شوې یم. هغسې هوښياره ده."

عشرت زیاتوي چې د داسې کسانو په ذهن کې په یو وخت کې ډېرې کیسې روانې وي، بالکل داسې لکه په یوه لویه کوټه کې چې څو تلویزونونه لګېدلي وي او په هره تلويزون کې بېل چېنل او بېل پروګرام روان وي.

دا مور وايي چې د دې رواني ستونزې په وخت تشخیص ډېر مهم دی او په وینا یې، د نه تشخیص په صورت کې به خدای خبر څومره ماشومان د خپل مور، پلار او ښوونکو او په ټولنه کې د نورو خلکو له لوري د خپلو کارونو له کبله رټل کېږي چې دا یې رواني کړاو نور هم ډېروي.