تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څار سازمان: متحدو عربي اماراتو ۲۴۰۰ افغان پناه غوښتونکي 'خپلسره' توقیف کې ساتلي
د بشري حقونو د ننګې یوه نړیوال بنسټ متحده عربي امارات تورن کړي چې نږدې دوه نیم زره افغان پناه غوښتونکي يې په ناوړه وضعیت کې په ناقانونه توقیف کې ساتلي.
دغه کډوال هغه کسان دي چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته نورو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ایستل شوي خو لا يې هم په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو هیله بې برخلیکه دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د اماراتي چارواکو لخوا له ورته محدودیتونو د دغو افغانانو د زر تر زره آزادولو غوښتنه او ټینګار کړی چې دوی دې داسې عادلانه بهیر ته لاسرسی ولري چې خپلې چارې تعقیب او د خپل خونديتوب اړتیاوې ترې پوره کړي.
د متحده عربي اماراتو حکومت تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو امریکا یو وار بیا په دغو کډوالو کې د هغو کسانو مرستې ته ځان ژمن بللی چې په شرایطو برابر دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وايي، د ۲۴۰۰ او ۲۷۰۰ تر منځ افغانان چې ابوظبۍ کې د بشردوستانه ښارګوټي په نامه مېشت ځای کې له پنځلسو میاشتو راهیسې ساتل شوي، ازادي ترې اخیستل شوې او بل ځای د نوي ژوند لرلیدونه يې هم پیکه دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو په وروسته څو اونیو کې د امریکا، ناټو، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو حکومتونو په ګډو هڅو لسګونه زره افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د مېشتو لپاره وایستل شول.
د متحده عرب اماراتو حکومت زرګونه افغانان په خصوصي چارټر شوو الوتنو کې ابوظبۍ هم ته وایستل او هلته يې د امارات بشردوستانه ښارګوټي او تصامیم کارګرو ښارګوټي په نامه مېشتځایونو کې د مخکې تګ په تمه ځای پر ځای کړل.
د متحدو عرابي اماراتو حکومت ویلي چې د بهرنیو ځواکونو لخوا یې د افغانانو د تخلیې عملیاتو پر مهال د ۱۷ زره افغانو کوربتوب کاوه چې دمګړۍ له دوی ۸۷ سلنه نورو هېوادونو ته ایستل شوي دي.
له دغو کسانو ډېر وروسته امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو ته وایستل شول خو د ۲۴۰۰ او ۲۷۰۰ تر منځ لا هم هلته پاتې دي چې د اماراتو حکومت د روان زېږدیز کال له جنورۍ راهیسې په ناقانونه بند کې ساتلي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د دغو افغانانو د سملاسي آزادولو، د اوسېدو حالت معلومولو او خونديتوب د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د عادلانه او بایده بهیر د پیلېدو غوښتنه کړې.
د دغه بنسټ د اماراتو د څانګې څېړونکې "جوی شي" ویلي، اماراتي چارواکو دغه زرګونه افغان پناه غوښتونکي له پنځلسو میاشتو راهیسې په ناوړه شرایطو کې ساتلي، په داسې حال کې چې په کېسونو کې يې د پرمختګ هیله هم نشته.
هغې ویلي، دغو افغانانو لومړی له افغانستانه د تګ پر مهال سختۍ لیدلې او اوس له یوه کال ډېره موده کېږي چې له لا ډېرو نورو سختیو سره مخ دي.
په دغه کمپ کې مېشتو افغانانو د بشري حقونو څار بنسټ ته ویلي چې دوی د تګ راتګ آزادي نه لري او نه هم د کډوالۍ داسې اسناد لري چې دوی ته د وړاندې تګ په لور د قانوني او خوندي سفر زمینه جوړه کړي.
دوی وايي، قانوني مشورو ته هم لاسرسی نه لري او ماشومانو يې هم له کافي اندازه ښوونیزو خدماتو بې برخې دي.
دغو افغانانو هلته د رواني ملاتړ له نشتوالي هم سرټکولی او ویلي يې دي چې ګڼ لویان او ماشومان له خپګان او نورو ذهني روغتيايي ستونزو کړېږي.
دغو افغانانو د ژوند شرایطو له لا خرابېدو هم شکایت کړی او په قید کې کسانو دا هم ویلي چې په سولېدلو ودانیو او غیرصحي ځایونو کې يې ګڼ شمېر کسان ساتلي.
له دوی یوه افغان دا پنډغالی بنديخانې ته ورته بللی او ویلي يې دي چې ستره ستونزه يې دا ده چې پر خپله راتلونکي نه پوهېږي.
دغلته یوې میشتې افغانې 'رزما دوستیار' بي بي سي ته ویلي:
"موږ د ازاد تګ راتګ حق نه لرو. له دغه محدود ښارګوټي د بهر تګ اجازه نه لرو. بله د ښوونځي ستونزه ده. هغه ښوونځی چې دلته دی یوازې یوه پروژه ده. بله مسئله د کوټو ده.
په کوټو کې مو د حشراتو ستونزې دي او هغه ستونزې چې بیا بیا يادې شوې او ټولې ریښتیا دي. موږ د دې آزادي هم نه لرو چې لاړ شو په آزادانه ډول خپل کېس تعقیب کړو.
موږ باید منتظر پاتې یو تر څو د دوی لخوا یو خبر یا لیک راشي او موږ ته خبر راکړي چې تاسو دغې مرجع غوښتي يئ تر هغې موږ د پوښتنې او تعقیب حق نه لرو.
که غږ پورته کوو او اعتراض کوو هم د نیوکې ګوته موږ ته نیول کېږي. ډېری کسان هم په ګڼو ناروغیو په تېره بیا خپګان اخته دي چې نه پوهېږي راتلونکی به يې څرنګه کېږي".
د بشري حقونو څار بنسټ په دې اړه د عرب اماراتو له کورنیو چارو وزارت سره هم د تماس هڅه کړې خو ځواب نه دی ورکړل شوی او د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغانانو د بيا مېشتونې برخې ورته ليکلي چې د امریکا هغه ژمنه لا هم پر ځای ده چې په شرایطو پوره افغانان به باسي.
خو امریکايي چارواکو اماراتو کې د دغو پرتو افغانانو د شرایطو په اړه ورته لیکلي چې د دغو مېشت ځایونو مدیریت د اماراتو کار دی.
د اماراتو حکومت د بشري حقونو د څار بنسټ د دغه راپور تر خپرېدو وروسته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د بشري حقونو د څار بنسټ د متحده عرب اماراتو پر چارواکو غږ کړی چې دغه افغانان له ځنډ پرته خوشي کړي او هر یوه ته د خپلې کډوالۍ د اسنادو د کار څارلو او تر هغې چې برخلیک يې معلومېږي په آزاد ډول د ژوند او خوندیتوب د اړتیاوو پوره کولو ته اجازه ورکړي.
دوی د امریکا پر حکومت هم غږ کړی چې پر اماراتي چارواکو خپل نفوذ وکاروي تر څو دغه افغانان آزاد کړي او د دوی د کډوالۍ د کارونو د پرمختګ هڅې هم ګړندۍ کړي.
امريکا په افغانستان کې د دولت له سقوط او د طالبانو له واکنمېدو وروسته د افغانانو د ایستلو په بهیر کې له ۸۸۵۰۰ ډېر افغانان په امریکا کې مېشت کړي.
ځینې داسې اټکل هم کوي چې له افغانستان ایستل شوي افغانان چې شمېر يې تر دوو لکو رسېږي لا هم په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي.