تیرا کې د پاکستاني ځواکونو برید؛ حکومت د هر وژل شوي کورنۍ ته لس میلیونه کلدارې مرسته اعلان کړه

لاریونوال

د عکس سرچینه، JABRAN SHANWARI

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په تیرا کې د یکشنبې په ماخوستن برید کې د عامو خلکو وژل غندلي او ویلي یې دي چې داسې پېښې ورته "د منلو نه دي او د اندېښنې وړ" دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د ځايي پولیسو د یوه مشر افسر له خولې لیکلي چې د تېرې یکشنبې (سپتمبر ۲۱ / وږی ۳۰) په ماخوستن شوې پېښه کې ټولټال ۲۳ تنه وژل شوي چې اووه ښځې او څلور ماشومان هم پکې دي.

له سیمې رپوټونه وايي چې دا پېښه د پاکستان پوځ د هوايي برید په پایله کې رامنځ‌ته شوې ده. خو په خپله د پاکستان پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.‌

بي‌بي‌سي د پاکستان پوځ د اړیکو دفتر، د خیبر ولسوالۍ/ضلعې د کمیسار مرستیال او د ځینو نورو ځايي مسؤلانو په ګډون د ایالتي حکومت ویاند بېرسټر سیف سره هم د اړیکې هڅه وکړه او د دې پېښې په تړاو یې پوښتنې ور ولېږلې خو تر اوسه یې د دوی له ډلې له یوه هم هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته د سړي په سر لس میلیونه کلدارې مرسته اعلان کړې ده.

د اعلی وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ګنډاپور له خولې ویلي چې "په پېښه کې د عامو خلکو وژل د خواشینۍ او د غندلو وړ دي."

ښاغلي ګنډاپور په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره پرېکړه وکړه چې د سیمې د ملکي استازو، د سیاسي ګوندونو مخکښانو او د ځايي قامي مشرانو یوه ګډه جرګه‌ګۍ دې له پوځي چارواکو سره جرګه شي او هلته دې د امن لپاره لارې چارې وسنجوي.

ځايي خلک د برید په اړه څه وايي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

ځايي اوسېدونکي او د خلکو استازي وايي، دغه برید جنګي الوتکو کړی چې ولسي کورونه پکې ویشتل شوي دي.

له برید وروسته د سیمې خلکو اعتراضي لاریون پیل کړی چې د پوځي عملیاتو پر ضد یې پکې غږ پورته کړ.

پاکستاني پوځ په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو ځایي امنیتي سرچینو رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې چې خلکو ته مرګژوبله د وسلوالو د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې اوښتې ده.

له برید وروسته د دوشنبې په سهار وختي د نږدې کلیو خلک په هغو ویجاړیو کې په مړو او ټپیانو پسې ګرځېدل چې په برید کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي. له سیمې ځایي اوسېدونکو پر خواله رسنیو ځينې ویډیوګانې خپرې کړې دي. بي بي سي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شته.

یو ځای اوسیدونکی او د پېښې په سیمه کې عیني کتونکی چې د ویجاړو کورونو ویډیو اخلي او خبرې ورسره کوي وایي:

" په شډله کې بیګا د شپې پر دوې بجې جیټ بمبارۍ کړې ده. دا کور لګېدلې ښځې او ماشومان ویشتل شوي."

ګڼ داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي په دغه برید کې ماشومان او ښځې وژل شوې دي.

د خلکو په وینا د برید له سیمې لږ تر لږه د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا یالتي اسمبلۍ کې د دوشنبې پر ورځ د وینا پر مهال، صوبايي پارلماني غړي سهیل خان اپریدي پر پوځ سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل " د امنیتي ځواکونو برید په بې وسلې ملکي وګړو برید دی."

.

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې پېښې وروسته د تیرا درې په اکاخېلو سیمه کې سلګونه کسان په لاریون هم راوتلي وو.

د پاکستان په ولسي جرګه کې د دې سیمې یوه استازي، اقبال اپریدي، ادعا وکړه، چې ولسي وګړي په لوی لاس په دغسې بریدونو کې نښه ګرځول کېږي" زه د دغه عمل پخوا هم خلاف وم د لارډ اف د هاوس کې مې هم دا اواز اوچت کړی دی اوس یې هم د قبایلو پر دې پاکه خاوره" غندنه کوم.

لاریونوالو خبرداری ورکړ، چې که انصاف ورسره ونشي، او د دا ډول عملیاتو مخه ونه نیول شي، خلک به یې پر وړاندې خپلې پرېکړې وکړي. یوه ویناوال د سیمې قومي خلک مخاطبول او ویل یې " نن به فیصله تاسو اپرېدي کوئ، اپرېدي به هغه فیصله کوي چې دې خاوره کې بدلون راولي."

د تیرا د دغه برید په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم یو بیان خپور کړی دی.

هغه ادعا کړې پاکستانی پوځ د وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو په نامه ولسي خلک وژني، وسایل یې لوټي او هېچا ته ځواب ویونکی هم نه دی.

هغه پر پښتنو غږ کړی، چې د دغه تاوتریخوالي پر وړاندې غږ پورته کړي.

بل خوا د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون دغه پېښه بوږنوونکې بللې او په اړه یې د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د کمیسیون په ویناپاڼه کې ویل شوي، چې حکومت د خلکو د ساتنې مسئول دی خو ډېر کله په دغه مسئولیت کې پاتې راغلی.

د پاکستان پوځ په رسمي توګه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه ځایي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، چې بمبار پر څلورو کورونو شوی چې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

خو ځينو نورو ځایي امنیتي سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې بمبار نه دی شوی او ادعا کړې چې ولسي خلکو ته مرګژوبله د وسلوالو له خوا د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو چاودنې اړولې ده.

د پاکستان پوځ په دې ورستیو کې د وسله والو پر ضد د خیبرپښتونخوا په ځينو برخو کې پوځي عملیات او هوایي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ولسي مرګ ژوبلې له کبله هلته د خلکو غوسه را پارولې ده او په بېلابېلو سیمو کې یې پر وړاندې لاریونونه شوي دي.