د پښتونخوا په تیراه کې پر لاریون کوونکو ډزې: حکومت جرګه رابللې او قربانیانو ته یې مالي مرسته اعلان کړې

تیراه

د عکس سرچینه، SocialMedia

د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کې پر لاریون کوونکو د ډزو پر مهال د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر خواشيني څرګنده کړې او په اړه یې پېښور ته جرګه وربللې ده.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې علي امین ګنډاپور د هر وژل شوي کورنۍ ته "د مرستې په توګه" د لس میلیونه روپیو او همدا راز د هر ټپي شوي کورنۍ ته د دوه نیم میلیونه روپیو د ورکړې اعلان کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ګنډاپور "له قبایلي مشرانو او ځينو سيمه‌ييزو استازو یوه جوړه جرګه پېښور ته وربللې چې د ځايي خلکو غوښتنې ورته واوروي."

ده همدا راز د ځايي امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو تر منځ د اړیکو په رغولو او د نظم رامنځ‌ته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې حکومت یې په دې سیمه کې "تل‌پاتې امن، د خلکو خوندیتوب او خپل‌منځي درناوي ته ودې ورکولو ته ژمن دی" او په وینا یې، "له قبایلي مخورو او مشرانو د جوړو جرګو بهیر به لومړۍ د خپلې سیمې او بیا د ایالت په کچه را روانه اوونۍ پیل شي."

اعتراضونه د یوې نجلۍ تر وژل کېدو وروسته پيل شول

د یادولوده چې د خیبر پښتوخوا په تیراه دره کې دغه اعتراضونه پرون یکشنبه (جولای ۲۷ / زمری ۵) وروسته له هغه پیل شول چې د هاوان د یوې مرمۍ له لګېدو سره هلته یوه نجلۍ ووژل شوه.

د رپوټونو له مخې، وروسته امنیتي کسانو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې اعتراض کوونکو ته د مرګ‌ژوبله واوښته.

لاریون د تيراه په هغه سیمه کې وشو چې د اېف‌سي امنيتي ځواکونو په ګډون د بېلابېلو ادارو دفترونه پکې دي.

د خيبر ولسوالۍ د قومي اسمبلۍ غړی اقبال اپريدی ادعا کوي چې "د يکشنبې په سهار د تيراه په مرکز کې د ولسي وګړو پر لاريون ډزو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي."

تيراه کې لاريون

د عکس سرچینه، Jabran Shanwari

د خيبر پښتونخوا د لوړو زدکړو وزيرې مينا خان اپريدۍ هم د پېښې غندنه کړې او وايي، "د تيرا پر خلکو چې په بې رحمۍ ډزې شوې دا څرګندوي چې رياست د خپلو خلکو د وينې پروا نه لري."

نوموړې زياتوي، "جرم دا و چې دوی په سوله ييزه توګه احتجاج کاوه... پښتانه غواړي په سوله کې ژوند وکړي، راځئ چې په سوله کې ژوند وکړو. پر موږ عمليات مه تحميلوئ".

بي بي سي د خيبر ولسوالۍ د پوليسو له چارواکو سره اړيکه ونيوله خو د دوی له خوا يې ځواب ترلاسه نه کړ.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړي عبدالغني وويل چې د تيرا درې پرته ټول روان لاريونونه تر سهار پورې ځنډول شوي.

نوموړي زیاته کړه، "د خيبر قبیلو جوړ شوي سياسي اتحاد يو پلاوی تيرا درې ته تللی او موږ به هم سهار تيرا ته ولاړ شوو. هلته به د پنځو مړو د جنازې لمونځ ادا شي. وروسته به قبيلې خپله جرګه وکړي او پرېکړه به وکړي چې په راتلونکې کې څه ګامونه پورته کوي".

بل پلو له خبريال محمد زبير خان سره د خبرو پر مهال د خيبر په تيراه کې د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ادعا کړې چې لاريون کوونکو د تيراه مرکز ته څېرمه په حساسو ودانيو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.

ځايي رسنيو ته سيمه ييزو خلکو ادعا کړې چې د پوځ له مرکزه پر لاریون کوونکو ډزې شوې دي.

په سیمه کې د موبايل شبکې د بندېدو له کبله په خپلواکه توګه د دې پخلی نه دی شوی.