د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو وېره: "خلک په کورونو کې خوندي نه دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عزیزالله خان
- رپوټ له:, بيبيسي اردو، پېښور
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو وېره: خلک په کورونو کې خوندي نه دي. د بشري حقونو یوې ادارې امنسټي انټرنشنل یا د بښنې نړیوال سازمان په خيبر پښتونخوا کې په وروستيو مياشتو کې د ډرون بریدونو د زياتوالي او په کې د ملکيانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د وژنو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د دغې ادارې د جنوبي آسیا سیمهییزې استازي (اېزابېل لاسي) په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په پای کې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون د ۱۷ کسانو د وژنې په اړه وویل، "پاکستاني چارواکي د خیبر پښتونخوا د خلکو د ژوند او مال په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي دي. په دغه سیمه کې د ډرون بریدونه په دوامداره توګه زیاتېږي. دوی د جون میاشتې پر ۲۰مه د یوې مرګونې پېښې یادونه کړې چې یو ماشوم هم پکې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې "د ډرونونو کواد کاپټر بڼې له لارې داسې بریدونه چې ښاریان په نښه کېږي، د نړیوالو قوانینو خلاف دي. راپور وايي، پر استوګنځایونو او د والیبال پر لوبو بمبارونه شوي، او دا ښيي چې انساني ژوند بیخي له پامه غورځول شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، "که څه هم ډېر کله پاکستاني چارواکي د دا ډول بریدونو مسولیت نه مني خو بیا هم دوی ته په کار ده چې له هر برید وروسته خپلواکې او رڼې پلټنې وکړي. د خبرپاڼې له مخې د دغو بریدونو عاملین دې محکمې ته کش کړل شي او زیانمنو کورنیو ته دې انصاف ورسېږي، ویجاړې شوې مېنې دې ورغول شي او مالي غرامت دې هم ورکړل شي.
دا بریدونه په کومو ځایونو کې شوي او پایلې یې څه دي؟
د بشري حقونو ادارې امنسټي انټرنشنل او بي بي سي له خوا را ټول شوي سندونه ښيي، په خیبر پښتونخوا کې د روان کال مارچ راهیسې پر بېلابېلو سیمو د ډرون حملې شوې دي. له دغه بریدونو یې په پنځو کې ښاریان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
- ۲۹ مارچ، مردان کې ۱۱ کسان وژل شوي
- ۱۹ مې، میرعلي څلور ماشومان وژل شوي او پنځه ټپیان شوي
- ۲۸ مې، جنوبي وزیرستان کې پر والیبال لوبه برید. ۲۲ ټپیان، پنځه ماشومان وو.
په قومي اسمبلۍ کې د کورمې د خلکو استازي حمید حسین په پېښور کې خبري کنفرانس ته وویل چې نن سبا مېرمنې په کورونو او ځوانان د لوبو په میدانونو کې خوندي نه دي. ښاغلي حسین زیاته کړه، د جون پر ۲۰مه پر ماشومانو یوه مرمۍ را وغورځېده او څلور یې ووژل چې بدنونه یې د کتلو نه وو.
د راپور له مخې د جون پر ۱۷مه د جنوبي وزیرستان په لدا سیمه کې یوه حمله شوې خو څوک نه و ژوبل شوي. له دې ور هاخوا د جون په لومړنۍ اونۍ کې د میرعلي سیمې په موسکي، او د جنوبي وزیرستان په برمل کې هم د ډرون بریدونه شوي دي.
په همدې پېښو کې د ټپي شویو ماشومانو کورنیو ویلي، د ډورن په لیدو یې ماشومان کورونو ته په منډو شوي خو بیا هم بمبار پرې شوی دی.
د جنوبي وزيرستان په برمل ولسوالۍ کې د والیبال د لوبې میدان ته نږدې ډرون برید کړی دی. د سیمې خلک وايي، لومړی یې په هوا کې بېپیلوټه الوتکه ولیده او لږه شېبه وروسته برید وشو او قربانیان پر ځمکه پراته وو.
د ځايي روغتون یو ډاکټر جان محمد وايي، د پېښې له ځایه یې روغتونونو ته ۲۳ ټپیان وړل شوي دي. د ده په ټکو، ۱۶ برسېرن ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او پنځه نور یې لا د زیاتې درملنې لپاره په روغتونونو کې دي.
د ډاکتر په خبره، له ژوبلو یې د دوو پر سینو ژور ټپونه وو چې وینه ترې بهېده او هغوی یې د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدولي دي.
راپور وايي، د موسکي کلي په پېښه کې څلور ماشومان ژوبل شوي وو چې دوه یې د بنو روغتون ته وړل شوي وو. په سیمه کې د پېښې یو شاهد او موټر چلوونکي بيبيسي ته ویلي، له پېښې وروسته ټپیان د میر علي ولسوالۍ روغتون ته یوړل شول.
د ابراهیم اووه کلن زوی هم په برید کې ټپي شوی و. پلار یې د دې خبر په اورېدو لومړی روغتون ته تللی و، "زوی مې په کلي کې له نورو ماشومانو سره ماښام مهال کرېکټ لوبه کوله، ماشومانو بېپېلوټه الوتکه ولیده، وډار شول، برید پرې وشو او زوی مې پر مرۍ ټپي شو."

د عکس سرچینه، Shah Fahad
یوه حکومتي کس د نوم پټ ساتلو په شرط پېښه ومنله خو دا یې و نه ویل چې دغه ډرون برید چا کړی دی. د مۍ پر ۲۸مه د جنوبي وزیرستان په برمل کې د ډرون په برید کې ۲۸ کسان ټپیان شول چې د دوو وضعیت یې نازک ښودل شوی و.
د تېر ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د جنوبي وزيرستان په سراروغه سیمه کې د همدې ډول برید له امله یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.
د جنوبي وزیرستان د کليوالې شورا مشر امان الله بيبيسي ته وویل، د جنورۍ پر ۲۰مه د دوی په کلي کې د ښوونځي زده کوونکو له هټیو خوراکي شیان پېرل چې برید پرې وشو. وايي، "خلکو په خپلو سترګو لیدل چې هوا کې ډورن ګرځېده."
د امان الله په خبره، "یو ټپي ماشوم روغتون ته پر موټر سایکل وړل کېده چې بیا هم ډزې پرې وشوې. هغه د پنځو خوېندو یوازینی ورور و او په روغتون کې یې ساه ورکړه."
دا داسې بریدونه دي چې حکومت یې هم په اړه چوپه خوله دی. نه دا وايي چې بریدونه د بېپېلوټو الوتکو دي او نه هم دا چې څوک یې کوي.
په قومي اسمبلۍ کې د وزیرستان د خلکو استازی اصف خان مسعود وايي، په سیمه کې د دا ډول بریدونو له امله وېره خپره ده. وايي، د څو کلیو خلکو ته د کورونو له خالي کولو ویل شوي ځکه هلته نظامي عملیات کېږي.
اصف خان وايي، د جون پر ۲۵مه د ځايي خلکو په جرګه کې د دغه بریدونو او عملیاتو په خلاف پرېکړه وشوه. په قومي اسمبلۍ کې د کورمې ایجنسۍ د خلکو استازي حمید حسین په پېښور کې رسنیز کنفرانس ته د جون میاشتې د برید په اړه وویل، "دا مالومه نه ده چې امنیتي ځواکونه په خپله خوښه او که په بېپامۍ ګولۍ وروي. دغو بریدونو په سیمه کې وېره خپره کړې ده."
دا بریدونه څوک کوي؟
د پاکستاني چارواکو او د امريکا دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال څېړنې وايي، له افغانستانه د امريکا له وتلو وروسته، تر دوی پاتې شوې وسلې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو لاسونو ته لوېدلې چې خورا نوې وسلې هم په کې دي.
له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۶ کاله پورې امریکا افغان ځواکونو ته څو ډوله وسلې او جګړیز مهمات ورکړل. د امریکا د یوه حکومتي راپور پر بنسټ، په کې ۳۵۸۰۰۰ (درې لکه اتهپنځوس زره) ټوپکونه، له ۶۴ زرو زیات درنې وسلې (ماشیندارې)، ۲۵۳۲۷ لاسي بمونه او ۲۲۱۷۴ هاموې نظامي ګاډي شامل وو.
پاکستاني چارواکي وايي، له همدې پاتې شویو وسلو یې یوه برخه د پاکستاني حکومت پر وړاندې جګړه کوونکو ډلو ترلاسه کړي دي.
چارواکو د مۍ پر ۱۹مه د میرعلي په هرمز سیمې په پېښه کې لاس لرل رد کړي او دا یې د پاکستاني طالبانو کار بللی و خو په هماغه وخت، د همدې ډلې ویاند د کواډ کاپټر ډرون پړه پر پاکستانيو ځواکونو اچولې وه.
د پاکستاني طالبانو تحریک، ټيټيپي، وايي دوی کله هم دا ډول بریدونه نه دي کړي خو له دې وړاندې د ځینو بریدونو مسولیت هلته شته ځینو نورو وسلهوالو ډلو منلی دی.
نو د کواډ کاپټر او ډرون بریدونه څوک کوي؟
څېړونکی عبدالسید وايي، "په پاکستان کې د وسلهوالو تر ټولو ستره ډله، ټيټيټي لا د ډرون بریدونو پرمختللې ټکنالوژي نه لري او نه یې په اړه ویډیوګانې خپرې کړې دي."
"دا خبره د دې لپاره مهمه ده چې د پاکستاني طالبانو رسنیزه څانګه ډېره فعاله ده او هر وخت هڅه کوي چې خپل فعالیتونه "ډېر" وښيي خو په دې اړه یې څه نه دي خپاره کړي."
هغه وايي، "په ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د پاکستاني طالبانو دوې نورې جوړې شوې ډلې، د حافظ ګل بهادر، او اسلامي لښکر سره یو ځای شوې او د روان کال د مې پر اتمه یې د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې د ډرون برید مسولیت منلی و.
د دغې متحدې ډلې ویاند محمود الحسن وویل، دوی د نظامیانو پر یوه "پوسته" د ډرون برید کړی دی. له دې مالومېږي چې دوی دا ډول بریدونه کولی شي.
حکومت څه وايي؟
د دغه بریدونو په اړه حکومت هم وضاحت نه دی ورکړی. دوی ته هم معما ده او مهمه دا ده چې په دغه بریدونو کې ښاریان او ماشومان په نښه کېږي.
څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر علي امین ګنډاپور په یوه حکومتي ناسته کې د ډرون بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه. هغه مهال د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او ډګر مارشل عاصم منیر هم پښتونخوا ته ورغلي وو او د ناستې ګډونوال وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په پېښور کې د ډرون بریدونو په خلاف احتجاج هم کړی دی. عمران خان هم دغه بریدونه غندلي دي. د سهشنبې پر ورځ په اډياله جېل کې له هغه سره ملاقات کوونکې علیمه خان وايي، پخواني وزیر خان ویلي، "زه تل د ډرون بریدونو خلاف یم او له دغو بریدونو سره ترهګري ډېرېږي."
د دې پېښو په اړه د ډېره اسماعیل خان یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، په سیمه کې د ډرون حملې کېږي خو مالومه نه ده چې څوک یې کوي.
د همدې بریدونو پر ضد په شمالي وزیرستان کې خلکو پرلتونه کړي او د مخنیوي غوښتنې یې کړې دي. دوی ویلي، ښکېل کسان دې رسوا شي او سزا دې ورکړل شي.
د میرعلي هرمز سیمه کې له ډرون برید وروسته ځايي خلکو جسدونه پر سړکونو کېښودل او د پرلت پرمهال یې، پوځ او حکومت د بریدونو مسول وبلل خو پوځ په پېښه کې لاس لرل رد کړل.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، د مې پر ۱۹مه د میر علي پېښه کې عام خلک ووژل شول او ځینو کړیو امنیتي ادارې پړې وبللې چې ګواکې دا د امنیتي ادارو پر هڅو د سترګو پټول دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پېښې په اړه څېړنې کېږي. پوځ وویل، "لومړنۍ څېړنې ښيي چې برید "فتنه الخوارج" کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، د دغه برید کوونکي به د عدالت تر مېز راکشوي.
څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید بيبيسي ته وویل، نن سبا په دغه سیمه کې د پولیسو پر وړاندې ننګونې شته او د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
هغه د دغه ننګونو لاملونه د صوبې په جنوبي برخه کې له افغانستان سره اوږده پوله او د سخت دریځو منګولو ته د نویو وسلو ورتلل بولي. وايي، حالات ورو، ورو په ښه کېدو دي.
د وضعیت ښه کولو لپاره حکومت څه کوي؟
حکومت په دې اړه ډېر څه نه وايي خو پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، روان کال د شمالي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، بنو او کوهاټ په پېښو کې وسلهوالو د کواډ کاپټر بمونه، سنایپر (له لرې نښه وېشونکي ټوپک) او راکټونه کارولي دي.
دغه اداره وايي، تر ټولو زیاتې پېښې ۱۱ دي چې په شمالي وزیرستان کې شوې دي. په خبره یې، هلته له جنګېدونکو ډلو سره پر وسلو اشنا کسان هم شته چې له افغانستان ورغلي دي.
دوی د پرمختللو وسلو په کارولو ډېر ښه پوهېږي. د دوی کواډ کاپټرونه تر دوه کیلو ګرامو بمونه وړلی شي. د دوی په خبره، وسلهوال د شپې لید ټېکنالوژي، دوربینونه، ارپيجي۷، اېلاېم ګاز او د ناټو نور پرمختللي وسایل هم لري.
نه ختمېدونکې وېره
که شمالي او جنوبي وزیرستان د پاکستان له نورو سره پرتله شي، نو ژوند کول پکې سخت شوي دي. د شمالي وزیرستان یو مشر نثار علي وايي، "خلک نه پوهېږي چې څه وکړي، خلک دومره وېرېدلي چې د ډرون په لیدو پټېږي."
هغه وايي، په وزیرستان کې له تېرو شلو کلونو همدا روان دي. چاودنې پیل شوې، ورپسې ځانمرګي بریدونه شروع شول او اوس خلک له کورونو وتلو ته زړونه نه ښه کوي ځکه بهر چاودنې کېږي. د هغه په خبره، وروسته پسې پوځ عملیاتونه شروع کړل، خلکو کډې بار کړې، خو اوس په کورونو کې خوندي نه دي نو چېرې پټ شي."
د شمالي وزیرستان اوسېدونکی جان محمد وايي، "ستونزې دومره ډېرې دي چې بیانولی یې نه شم. که خلک په روزي ګټولو پسې و نه وځي، مړه کېږي، که پسې و هم وځي، مړه کېږي. اوس خو د ډرونونو ډار له امله مېرمنو او ماشومانو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.
پاکستانی خبریال او شننونکی مشتاق یوسفزی وايي، اوس شمالي او جنوبي وزیرستان کې بشپړه تیاره ده. مانا دا چې هلته څه پېښېږي نه یې حکومت په اړه پوره او څرګند مالومات ورکوي او نه وسلهوالې ډلې.
"د خلکو پر کورونو له کواډ کاپټرنو بمونه غورځول کېږي، خلک وژل کېږي، خو هېڅوک یې په اړه څه نه وايي او نه څوک مسولیت مني."
د ښاغلي یوسفزي په خبره، دا د حکومت دنده ده چې ووايي، دغه بریدونه څوک کوي، که امنيتي ادارې یې په غلطۍ کې هم کوي نو لږ تر لږه خو دې دا ووايي چې برید دوی کړی خو داسې نشته او یوازې تیاره ده.
"خلک وايي، بېپېلوټه برید وشو، ملکیان ووژل شول، ټپیان شول، روغتونونه هم مالومات خپروي خو خبریالان یې نه شي رپوټولی ځکه پولیس او نورې ادارې یې په اړه نه غږېږي. نو، په سیمه کې نامالوم حالت دی او خلک کډې باروي."








