خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر ضد لاریونونه شوي

د پاکستان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

پښتونخوا کې د ناامنیو پېښو زیاتوالي په غبرګون کې خلکو ځای، ځای لاریونونه کړي او خپلو سیمو کې یې د پوځي عملیاتو او ترهګرۍ پر ضد غږ پورته کړی دی.

دا مظاهرې د خیبر جرګې په غوښتنه د جمعې پر ورځ پیل شوي.

د خیبر جرګې یوه غړي حمید شیراني بي‌بي‌سي ته وویل، د امن مظاهرې یې په هغو سیمو کې پیل کړې چې ناامني په کې ډېره شوې ده. د هغه په خبره، پولیسو په ځينو سیمو کې د لاریونونو تنظیمونکي نیولي خو دوی بیا هم احتجاجونه کړي دي.

د ښاغلي شیراني په خبره، "د ډرون حملې، وژنې، جګړه، پوځي عملیاتونه، هدفي وژنې هغه څه دي چې د پښتونخوا خلک ترې ځورېږي نو جرګې یې د مخنیوي لپاره د امن لاریونونو پرېکړه وکړه."

د جمعې له لمانځه وروسته د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لاریون کوونکو د امن شعارونه ورکول: "موږ پر خپله خاوره امن غواړو"، "غواړو-غواړو، امن غواړو"

په لکي مروت کې هم خلک د پرېس کلب مخې ته راټول شوي او ویل یې، د پوځي عملیاتو په نوم د کورونو خالي کول او له سیمې د خلکو ایستل ورته د منلو نه دي. دوی د "ډالري جګړې، نه منو" شعارونه ورکول.

د خیبر خلکو هم په 'خیبر دروازه' کې لاریون کړی. دوی ویل، روانه جګړه یوازې په همدې څو سیمو کې نه پاتې کېږي، زور او اور یې ټولې پښتونخوا ته رسېږي. دوی ادعا کوي چې سیمه یې معادنونه لري او د ترهګرۍ او ناامنیو په پلمه یې همدا معادنونه "چور" کېږي. هغه څه چې د پاکستان حکومت يې ردوي.

په ورته وخت کې، لاریونوالو پر پاکستاني پولیسو د ناسم چلند تورونه لګولي او ادعا لري چې امنیتي ځواکونه یې سوله ییزو لاریونونو ته نه پرېږدي.

د همدې لاریونونو ملاتړو پر ټولنیزو رسنیو د بنو او باجوړ ویډیوګانې خپرې کړې دي او وايي، پولیسو د لاریون‌کوونکو د نیولو عملیات پیل کړي دي. په خپاره شویو ویډیوګانو او تصویرونه کې ښکاري چې پولیس، د لاریون په سیمو کې خلک نیسي او د وړلو هڅې یې کوي.

په باجوړ کې ماموند ته پر تللې لویه لار د خلکو پرلت

د عکس سرچینه، BILAL YASIR

د عکس تشریح، په باجوړ کې ماموند ته پر تللې لویه لار د خلکو پرلت

د لاریون یوه ګډونوال حنیف وویل: "موږ د امن غوښتنې لاریونونه کوو خو پولیس را باندې د ترهګرۍ قضیې ثبتوي."

د خیبر جرګې تر اعلان وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د پنجشنبې پر ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې له خلکو وغوښتل چې د روان حالت په اړه خپل غږ جګ کړي او لاریونونو کې پراخه برخه واخلي.

ښاغلي پښتین وویل. "د وطن حالات ستاسې مخې ته دي، د باجوړ ماشومان او سپین ږیري په روغتونو کې پراته دي. د پښتنو مېرمنې او ماشومان هم وژني خو که څوک یې خلاف لار یونونه کوي، پر هغوی هم ډزې کېږي."

پاکستاني پوځ د تېرې جولای په ۲۹مه په باجوړ کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات پیل کړل. همدا راز یې د 'لوی ماموند' تحصیل اړوند شپاړسو کلیو کې درې ورځې ګرځبندیز هم اعلان کړی و.

بي‌بي‌سي پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي چې د دغو پوځي عملیاتو له کبله د مومندو د بېلابېلو کلیو يو شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي او کډې یې بار کړې دي.