علي امین ګنډاپور: د صوبې د سولې ټینګښت لپاره به د اګست له دویمې جرګې پیل شي

علي امین ګنډاپور

د عکس سرچینه، ScreenGrab

د عکس تشریح، ښاغلي ګنډاپور وویل، چې د یوې دسيسې له مخې هڅه روانه ده چې د حکومت، ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ بې‌باوري رامنځته شي.

د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د ترهګرو سربېره د هغوی د ملاتړو له منځه وړل هم ضروري دي او د سولې د ټینګښت لپاره به د اګسټ میاشتې له دویمې نېټې جرګې پیل شي، چې سلاکاران، سیاسي مشران او ټول اړوند ښکېل اړخونه سره کښېني او سلا مشورې وکړي.

نوموړي دا خبرې د ایپکس کمېټۍ له غونډې وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وکړې.

ده اعلان وکړ چې: "لومړی به په ډویژني کچه جرګې ترسره شي، چې پکې به د اړوندو سیمو ټول سلاکاران، سیاسي مشران او ښکېل اړخونه ګډون وکړي او د دغو سلا مشورو هدف دا دی چې د خلکو اندېښنې واورېدل شي. وروسته به یوه ستره جرګه رابلل کېږي چې د پالیسۍ پلان او راتلونکي تګلوري اعلان به پکې وشي."

علي امین ګنډاپور په یوه ویډیويي پیغام کې زیاته کړه چې: "زموږ په ورګډو شوو ضلعو کې، له بده مرغه، لا هم سوله نه ده ټینګه شوې، چې دا د دغو سیمو د پرمختګ لپاره یو لوی خنډ دی او د بدامنۍ اصلي لامل ترهګري ده."

نوموړي ادعا وکړه چې د یوې دسيسې له مخې هڅه روانه ده چې د حکومت، ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ بې‌باوري رامنځته شي.

"ترهګر د خلکو په مېنو کې پنا اخلي او کله چې له هماغو مېنو پر امنیتي ځواکونو برید کوي، نو په مقابل کې زموږ عام وګړي شهیدانېږي. دوی دا کار د یوې پالیسي له مخې کوي، چې د ولس، حکومت او ځواکونو ترمنځ واټن او درز رامنځته کړي."

هغه زیاته کړه: "هېڅوک نه غواړي داسې عملیات وشي چې له امله یې خلک کډه کولو ته اړ شي، ځکه د بې‌ځایه کېدو او عملیاتو زیانونه جبرانول د حکومت لپاره ډېره سخته ده. خو موږ د دې لپاره یو تګلوری ترتیبوو."

باجوړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایپکس کمېټۍ په غونډه کې په ځانګړې توګه په صوبه، خصوصاً په ورګډ شوو ضلعو کې د امن و امان وضعیت ته تفصیلي کتنه وشوه.

په غونډه کې د وزیراعلیٰ د اطلاعاتو مشاور د پېښور پوځي مشر او نورو لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و او د ځانګړي بلنې له مخې د باجوړ، خیبر او شمالي وزیرستان د ملي او صوبایي اسمبلۍ غړو هم برخه اخیستې وه.

تېره ورځ، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان پوځ له لوري په پیل شوو عملیاتو کې د اووم ټولګي د یوه زدکوونکي تر وژل کېدو وروسته ځايي خلکو "لوی احتجاج" پیل کړی دی.

رپوټونه وايي چې د 'مروان' په نوم دا زدکوونکی پرون وژل شوی او نن یې جنازه وشوه چې "لوی شمېر" خلکو ګډون پکې وکړ.

د بي‌بي‌سي خبریال افتخار خان وايي‌ چې د ماموند په 'عمري چوک' سیمه کې سلګونه خلکو پرلت پیل کړی چې ښځې، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم پکې دي. دوی ټولو په یوه خوله په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې.