د باجوړ قومي مشر او سیاسي فعال مولانا خان زېب ووژل شو

.

د عکس سرچینه، مولانا خانزېب

د عکس تشریح، مولانا خانزېب له وژل کېدو څو ساعته وړاندې دا انځور خپور کړی و.

د پښتونخوا له باجوړه رپوټونه وايي د دغه سیمې یو مشهور قومي مشر او سیاسي فعال مولانا خانزېب باجوړ کې وژل شوی دی. د باجوړ پولیسو ویلی، نوموړی یوې غونډې ته پر لاره و چې وسله والو پرې ډزې کړي، هغه او یو ملګری یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

مولانا خان زېب د جولای پر۱۳مه باجوړ کې د امن پاڅون غږ کړی و او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې په سیمه کې د نا امنۍ خلاف پورته شي.

د هغه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې ځايي خلکو د پولیسو پر مرکز چپاو وروړی او د اخ و ډب رپوټونه ورکړل شوي دي. عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي"حکومت پر هغو خلکو ډزې کوي چې غواړي پوه شي، مولانا خانزېب چا وواژه."

د باجوړ په څو سیمو کې د هغه له وژل کېدو وروسته احتجاجونه شوي دي. مولانا خان زېب د عوامي نیشنل ګوند غړی و.

د عوامي نیشنل ګوند دغه پېښه غندلی او له حکومت یې غوښتي چې په دې تړاو دې پلټنې وکړي.

باجوړ کې د تاوتریخوالي نورې پېښې

د جولای پر دویمه هلته د مرستیال کمېشنر موټر چې له ناوه ګۍ سیمې باجوړ ته روان و، په (خار) سیمه کې پرې چاودنه شوې وه. چارواکو ویلي و، دغه پېښه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون یو شمېر لوړ پوړي حکومتي افسران وژل شوي دي.

د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي وو، دغه چاودنې کې د مرستیال کمېشنر فیصل اسماعیل په ګډون " پنځه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي." وژل شویو کسانو کې " یو تحصیل دار، یو ځايي صوبه دار، یو پولیس او یو ولسي وګړی هم شته."

لا خو د دغه چاودنې بڼه نه شوه روښانه چې ځانمرګی برید و او که ځای پر ځای شوی بم و، تر اوسه د برید مسولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دها بلې شنبې پر ورځ په باجوړ کې یوې بلې چاودنې دوه پولیس افسران وژلي وو. د هغه برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" منلی و.