د پښتونخوا په باجوړ کې پوځي عملیات: "دواړو لوریو ته قرآن شریف ور وړو چې جګړه ودروئ"

د عکس سرچینه، BILAL YASIR
- Author, نورګل شفق او افتخار خان
- دنده, بيبيسي پښتو
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان پوځ له لوري په پیل شوو عملیاتو کې د اووم ټولګي د یوه زدکوونکي تر وژل کېدو وروسته ځايي خلکو "لوی احتجاج" پیل کړی دی.
رپوټونه وايي چې د 'مروان' په نوم دا زدکوونکی پرون وژل شوی او نن یې جنازه وشوه چې "لوی شمېر" خلکو ګډون پکې وکړ.
د بيبيسي خبریال افتخار خان وايي چې د ماموند په 'عمري چوک' سیمه کې سلګونه خلکو پرلت پیل کړی چې ښځې، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم پکې دي. دوی ټولو په یوه خوله په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې.
احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال د پاکستان د پارلمان یا قامي اسمبلۍ پخواني غړي ګل ظفر خان وویل چې په جګړه کې ښکېلو "دواړو لوریو ته به قرآن شریف وروړي چې د خدای لپاره نوره جګړه ودروئ. ځکه چې زیان یې ملکي خلکو ته رسېږي."
د یادولو ده چې په باجوړ کې د پاکستان پوځ دغه عملیات پرون سې شنبه (جولای ۲۹ / زمری ۸) پیل کړي او "سر به کف" یا (سر په ورغوي کې) نوم یې ورکړی دی.
همدا راز یې د 'لوی ماموند' تحصیل اړوند شپاړسو کلو کې درې ورځې ګرځبندیز اعلان کړ. په جوماتونو کې هم د ګرځبندیز اعلانونه وشول او له خلکو وغوښتل شول چې "وسلهوالو" ته پناه ور نه کړي.
خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بيبيسي پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي چې د دغو پوځي عملیاتو له کبله د لوی ماموند د بېلابېلو کلیو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي او کډې یې بار کړې دي.
له اسلام اباده د بيبيسي خبریال افتخار خان وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه دوه عام کسان وژل شوي او څو نور ژوبل دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.
افتخار خان وايي، "په عملیاتو کې عامو خلکو ته ځکه زیان اوښتی چې د دوه اړخیزې جګړې پر مهال که په پوځيانو او یا پر وسلهوالو فشار راغلی او یا محاصره شوي دي، نو د خلکو کورونو ته یې پناه وړې چې بیا پرې مقابل لوري ډزې کړې دي او پایله کې یې ملکي خلکو ته زیان رسېدلی".
د رپوټونو له مخې، د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې له جنګي چورلکو هم کار اخلي او بمبارۍ یې کړې دي.
که څه هم د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي خو پوځ او د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي دواړو یوه او بل ته د مرګژوبلې ور اړولو ادعا کوي.
تر دې مخکې د باجوړ ضلعې انتظامیې ادعا کړې وه چې ګواکې داسې ثبتونه یې ترلاسه کړي چې په دې سیمه کې وسلهوال شته.
په دې وروستیو کې په باجوړ کې د ټيټيپي غړو د فعالیت ځينې ویډيوګانې هم لاسپهلاس شوې چې پوځ یې ترې وروسته د عملیاتو د پيلولو اعلان وکړ.
ګنډاپور: پوځي عملیات د خلکو او ولس تر منځ باور ختموي

د عکس سرچینه، KP Gov
بل پلو د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دفتر په یوه خبرپاڼه کې په باجوړ کې "د بې ګناه ښاریانو پر شهادت" خواشيني څرګنده کړې.
په دغه بیان کې که څه هم په عملیاتو کې د اوښتې مرګژوبلې شمېر نه دی یاد شوی خو پکې ویل شوي چې په ترڅ کې یې د هر وژل شوي وګړي او پوځي کورنیو ته د سړي په سر لس میلیونه روپۍ او د هر ټپي شوي کورنۍ ته به د سړي په سر دوه نیم میلیونه روپۍ ورکړل شي.
ښاغلي ګنډاپور په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې "ټولو مرستیال کمشنرانو ته یې سپارښتنه کړې چې د کورنیو چارو ایالتي یا صوبايي محکمې تر اجازې پرته دې ګرځبندیز یا ۱۴۴ ماده نه اعلانوي."
ده همدا راز ویلي، "د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې ښاریانو ته اوښتونکي زیان ناوړه اغېز کړی چې له کبله یې د پوځ او ولس تر منځ باور په ختمېدو دی. د ولسي باور د ختمېدو له کبله موږ د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې په ګټلو کې پاتې راغلي یو."
په باجوړ کې روانو پوځي عملیاتو ته د خیبر پښتونخوا ایالت ځينو سیاسي ګوندونو هم غبرګون ښکاره کړی.
د عوامي ملي ګوند (اېاېنپي) مشر ایمل ولي خان پرخپله اېکسپاڼه ادعا کړې چې په باجوړ کې "بېګناه خلک وژل کېږي" او دا "بهیر باید ودرول شي."
د پښتونخوا د یوه بل لوی ګوند جمعیت علماء اسلام (ف) ویاند اسلم غوري هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "په تېر کې شوو هېڅ راز پوځي عملیاتو کومه د پام وړ پایله نه ده ورکړې" او ګواکې ګوند به یې په باجوړ کې د روان حالت په اړه "غلی پاتې نه شي."
شنونکي باجوړ کې پر امنیتي وضعیت او عملیاتو څه وايي؟

د عکس سرچینه، Mulana Khanzib
باجوړ د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پکې امنیتي وضعیت ښه نه دی.
همدا تېره میاشت پکې د ناامنۍ دوه لویې پېښې رامنځته شوې چې په یوه کې ځايي مرستیال کمېشنر او په بله کې پښتونپاله سیاستوال او لیکوال مولانا خانزېب ووژل شو.
په همدې حال کې ځینې سیاسي شنونکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې پرلهپسې او ډېرېدونکې ناامني د حکومت او امنیتيځواکونو کمزوری مدیریت ښيي.
سیمهييز خبریال او شنونکي طاهر خان بيبيسي ته وویل، دا چې د خیبر پښتونخوا حکومت او ګڼو ولسي خلکو پر دغسې پوځي عملیاتو نیوکې کړې دي، د بري تمه ترې کمه ښکاري.
دی وايي، "باجوړ داسې یوه سیمه ده چې هلته یوازې پاکستاني طالبان نه بلکې داعش هم هلته فعال دی او د ګلبهادر ډله هم ده. داعش هلته لویې حملې کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې یې د جمعیت علماء اسلام پر یوه غونډه برید وکړ چې تر ۵۰ ډېر کسان یې ووژل. هغه مهال ټيټيپي هلته ډېر فعال نه و نو ځای دوی نیولی و خو اوس ټيټيپي ډېره پکې فعاله شوې او هدفي وژنې هم پکې ډېرې شوې. دا ټول هغه علتونه دي چې پوځ هلته عملیات پیل کړل."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو طاهر خان وايي چې له پوځي عملیاتو سره د ولسي خلکو پراخ مخالفت او ان په ځينو ځایونو کې ولسي پاڅون د دې څرګندونه کوي چې خلک دا وړ عملیات نور نه شي زغملی. همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې خلکو له پوځه غوښتي چې د دوی له سیمې ووځي.
دی وايي، "حکومتي مشران، عام خلک، جرګې او ولسي پاڅونونه که هغه په باجوړ کې دي، که وزیرستان، خیبر، باجوړ او یا اوس په ماموند ولسوالۍ کې؛ دوی دا وايي چې د دا د دومره عسکرو او پوځيانو حاجت څه دی چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې موجود دی خو بیا هم هلته امنیتي وضعیت خراب دی؟ بله دا چې د دا ډول عملیاتو پر مهال هېڅ احتیاط نه کېږي او ولسي خلکو ته مرګژوبله پکې اوړي، نو ښکاري چې داسې عملیات به بریالي نه وي."
د یادولو ده چې باجوړ له افغانستان سر پر ډيورنډ کرښه پرته سیمه ده او د ماموند ځينې کلي له کونړ سره نښتي دي.
په باجوړ کې لومړی ځل په ۲۰۰۶ کې پوځي عملیات شوي وو. هغه مهال هم پوځ ویلي وو چې د وسلهوالو پر ضد پوځي عملیات کوي. خو ځینې شنونکي وايي چې هغه مهال هم ملکي خلکو ځور وګاله او عملیات ګټور هم تمام نه شول.
اوس شاوخوا ۱۹ کاله وروسته بیا په دې سیمه کې په داسې حال کې پوځي عملیات پیل شوي چې ولسي خلکو له پاکستان پوځ او وسلهوالو دواړو غوښتي چې د دوی په سیمو کې دې جګړه او عملیات نه کوي.











