د ملګرو ملتونو رپوټ ته د طالبانو غبرګون: القاعده اوس افغانستان کې هېڅ حضور نه لري

د عکس سرچینه، AFP
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی چې وايي د طالبانو او "القاعدې" ترمنځ اړیکې لاهم نژدې دي او دا چې القاعده په ښکاره افغانستان کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه رپوټ له خپرېدا څو ساعته وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په یوه لنډ پیغام کې ویلي، چې "د امنیت شورا هغه راپور حقیقت نه لري چې په کې ادعا شوې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري. د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هېڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت په ضد وکاروي".
وړاندې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د د بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې د ټیم په ۳۲م راپور کې راغلي چې القاعده افغانستان د یوې اېډیولوژیکې او لوژیستيکي اډې په توګه کاروي، تر څو نوي جنګيالي جذب کړي او په بهر کې د خپلو عملیاتو وړتیا بیا ورغوي.
دغه راپور چې په ټوله کې د داعش خراسان ډلې او القاعدې د اړوندو کسانو په تړاو دی، وايي چې القاعده په کونړ او نورستان کې د نوو روزنځایونو د جوړولو په حال کې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
رپوټ زیاتوي چې د القاعدې مشران دا هڅه هم کوي چې له هغو اورپکو سره هم اړيکې پیاوړې کړي چې په افغانستان کې فعال دي خو بهرنۍ ریښه لري لکه د اوزبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله او غواړي د مرکزي آسیا په هېوادونو کې نفوذ وکړي.
په یاد رپوټ کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې که په افغانستان کې بې ثباتي راځي القاعده به پیاوړې شي.
د امنیت شورا د دغې څارونکې ډلې په راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د جنګیالیو شمېر کابو څلور سوه کسان چې د کورنیو له غړو سره یې دوه زره کسان کېږي او په هند نیمه وچه کې يې د دغې ډلې د اورپکو شمېر دوه سوه کسان اټکل شوی.
راپور بنګله دېش، د هند تر ولکې لاندې کشمیر او میانمار ته هم د القاعدې د فعالیتونو د ورغځېدو په اړه خبرداری ورکړی او دا يې هم ویلي چې یو شمېر غړي يې له داعش خراسان څانګې سره هم یو ځای کېدو ته چمتو دي.

د عکس سرچینه، AFP
د داعش خراسان ډله يې هم د ملګرو ملتونو د یو شمېر غړو هېوادونو د ارزونو پر نسټ په افغانستان او سیمه کې نوی ترهګريز ګواښ بللی چې په افغانستان کې په خپلو ډېرېدونکو وړتیاوو کار کوي.
د دغې ډلې غړي هم د دوی د کورنیو له غړو سره یو ځای د څلورو او شپږو زرو کسانو تر منځ اټکل شوی او د عملیاتو مشر یې هم مولوي رجب یاد شوی.
راپور کاږي چې داعش اوس د طالبانو او نړیوالو اهدافو پر ضد له پخوا پېچلی عمل کوي.
که څه هم طالبانو لا د امنیت شورا دغه تازه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې د دغې شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې د ټیم وړانديني رپوټ ته چې پر افغانستان ورټول وو په خپل غبرګون کې د رپوټ مطرح شوي موضوعات بې اساسه تورونه بللي وو.
د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه رپوټ "یو اړخیز، غیر متوازن او له واقعیته لېرې" بللی و او د هغو د ردولو تر څنګ يې دا رنګ ريپوټونه له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې له اصولو سره په ټکر کې بللي وو.











