بایډن: ما ویلي و، چې طالبان به موږ سره همکاري وکړي، زما خبرې سمې وې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې نژدې دوه کاله وړاندې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په تړاو د ولسمشرانو- ټرمپ او بایډن- پرېکړې د تېر افغان حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل وګرځېدې.
ولسمشر بایډن پرون ددغه راپور په تړاو په یوه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې یو وار بیا د افغانستان په اړه د خپلې پرېکړې ملاتړ وکړ. ده وویل: ''دریاد کړئ چې ما هغه وخت څه وویل؟ ما وویل چې القاعده به هلته نه وي، ما وویل چې موږ به له طالبانو مرسته واخلو. اوس څه پېښېږي؟ رسنۍ مو وڅارئ، ما سم ویلي وو.''