څنګه څېړونکو د هند له ۲۵۰۰ کلونو زړو کوپړیو بیا څېرې جوړې کړې؟

    • Author, چېريلن مولن
    • دنده, بي بي سي، تاميل ناډو

د جنوبي هند په تامیل ناډو ایالت کې د یوې منځنۍ کچې پوهنتون په لابراتوار کې څېړونکي د یوې وړې برمې په وسیله د ۲۵۰۰ کلن غاښ له پاسه کلک پوښ لرې کوي.

د مدورای کاماراج پوهنتون څېړونکي وايي دا غاښ له دوو انساني کوپړیو د یوه سړی دی، کوم چې دوی د مخ د ډیجیټلي بېرته جوړولو لپاره کارولی، څو پوه شي چې د دې سیمې د پخوانیو اوسېدونکو څېرې به څه ډول وي.

دغه دواړه کوپړۍ د کونډاګای له تاریخي هدیرې نه موندل شوي، چې د کیلادي له کلتوري او تاریخي ځایه څه باندې ۴ کیلومتره لرې دی. کیلادي په هند کې یو حساس سیاسي ځای ګرځېدلی دی.

د تامیل ناډو ایالت لرغونپوهان وايي، له ميلاد ۵۸۰ وړاندې کاله وړاندې یو ښاري تمدن په کیلادي کې موجود و، کومه ادعا چې د هند د فرعي قارې تاریخ یو نوي بُعد یا څپرکی راسپړي.

تر دې مخکې د هندوانو د دورې له تمدن چې څه باندې ۵۰۰۰ کاله وړاندې د اوسني هند په شمالي او مرکزي سیمو کې جوړ شوی و، د هند لومړنی لوی تمدن بلل کېده، او د ښاري ژوند کیسې هم تر ډېره د شمال سیمو پورې محدودې وې.

خو د ایالت لرغون پېژندونکي وايي، د کیلادي موندنې ښيي چې په سویلي هند کې هم یو خپلواک لرغونی تمدن و.

دوی وايي د کیلادي خلک لوستي، ځیرک او د هند د نورو سیمو او بهرنیو هېوادونو سره په سوداګرۍ بوخت وو. دوی په خټینو کورونو کې اوسېدل او خپل مړي یې له ورځنیو اړتیاوو لکه د غلو دانو او لوښو سره په سترو قبرونو کې خښول .

لرغونپوهان وایي، تر دې دمه له دې سیمې شاوخوا ۵۰ خټین لوښي را ایستلي دي.

په کونداګي کې د خښولو لپاره کښتۍ د انساني پاتې شونو او توکو سره موندل شوي دي.

اوس د مدورای کاماراج پوهنتون څېړونکي هڅه کوي، چې د دغو موندل شویو انساني هډوکو او نورو توکو نه ډي اېن اې ترلاسه کړي، څو دې پایلې ته ورسېږي چې د کیلادي اوسېدونکي څوک وو او څنګه یې ژوند کاوه؟

خو داسې ښکاري چې دوی تر دې د لویې پوښتنې په لټه کې دي.

استاد جی کومارېسن، چې د مدورای کاماراج پوهنتون د جنیټیک یا ارثي علومو څانګې مشر دی، وايي: موږ غواړو د خپل نسل یا ټبر پېژندنه وکړو او د خپلو نیکونو د کډوالۍ لارې ومومو.

هغه وویل: دا یوه هڅه ده څو دې لویې پوښتنې ته ځواب پیدا کړو چې موږ څوک یو او څنګه دلته راښکاره شوي یو؟

دې لرغوني سیمې د هند د تېر تاریخ په اړه تاوده سیاسي بحثونه راپارولي.

ایا د اوسپنې دور په هند کې پیل شوی؟ دې کیندنې په تامیل ناډو کې بحثونه راپارولي

د ۲۵۰۰ کلنو کوپړیو لپاره بېرته څېرې جوړول لږ تر لږه د دې پوښتنې یوې برخې ته ځواب ورکوي.

پروفیسور کومارېسن وایي: د دغو څېرو ځانګړتیاوې تر ډېره د پخوانیو جنوبي هندوانو سره ورته دي هغه ډله چې د هند د فرعي قارې لومړني اوسېدونکي بلل کېږي.

کومارېسن وایي: لا ډېرې څېړنې ته اړتیا ده چې کېلادي د اوسېدونکو د ټبر او نیکونو په اړه وپوهېږو.

د څېرې بیا جوړونه هغه وخت پیل شوه کله چې د مادورای کاماراج پوهنتون څېړونکو د کوپړۍ ترې ډي یا درې‌بعدي بڼې جوړې کړې.

د څېرو د بیا جوړونې دا ډیجټلي یا سکن شوې بڼې د بریتانیا د لېورپول جان مورېس پوهنتون فېس لپ ته لېږدول شوي، فېس لپ کې کارپوهان د مخ او سر د هډوکو ډیجیټلي بڼې بیا جوړوي، او دا کار د عدلي، هنري او ساینسي اصولو او ټکنالوژیو په مرسته ترسره کوي.

په دې لابراتوار کې پوهان د کمپوټر د سافټویرونو په کارونې سره د کوپړیو سکن شویو بڼو ته عضلې، غوښه او پوستکی ورکوي، دا زیاتونې د انساني اناتومیکي تناسباتو او اندازه ګیرۍ پر بنسټ رامنځته شوې دي.

له دې ډلې یو څېړونکی د مدورای کوموراج پوهنتون په لابراتوار کې کار کوي.

په دې کې یوه لویه ننګونه انځورونو ته رنګ ورکول دي.

یادې موضوع دا پوښتنې رامنځته کړي، چې د دې سړیانو رنګ به تر کومه خړ یا نصواري وي، د دوی د سترګو رنګ به څه وي، یا د دوی وېښتان به څه ډول ښکاري؟

پروفیسور کومارېسن وایي، چې د رنګونو کارونه د معمول طریقې له مخې ترسره شوې، چې د اوسني تامیل ناډو د خلکو فزیکي ځانګړتیاوو سره برابر وو، خو ډیجیټلي انځورونو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې په د پام وړ بحثونه راپارول.

د ټبر کلتور او میراث پر سر بحثونه د هند د اوږدمهاله ټولنیز وېش څرګندونه کوي.

تاریخي کیسې یا روایتونه چې اریایان هغه خلک چې د هند په شمالي برخو کې مېشت شوي وو د هېواد اصلي اوسېدونکي ګڼي، له هغو نظریاتو سره په ټکر کې دي، چې دا لقب دروایدیانو ته ورکوي هغه خلک چې ډېری یې د هند په جنوبي ایالتونو کې ژوند کوي.

هند تل د شمال او جنوب ترمنځ د وېش له ستونزې سره مخامخ پاتې شوی چې یوه برخه یې له دې عام باور څخه سرچینه اخلي چې د هند تمدن او له هغه سره تړلي هر څه لکه ژبه، کلتور، او ان مذهب په شمال کې رامنځته شوي، چې وروسته بیا د هېواد نورې برخې یې جوړې کړې دي.

خو پروفیسور کومارېسن وایي چې د کیلادي د کوپړو د مخ انځورونه یو داسې پیغام څرګندوي چې ډېر پېچلی او ټولمنلی به وي.

دا پیغام چې موږ ټول باید ترې واخلو هغه دا دی چې موږ تر هغه ډېر متنوع یا هر اړخیز یو څومره چې فکر کوو، او د دې ثبوت زموږ په دي اېن اې کې پروت دی.

دا لومړی ځل نه دی چې څېړونکي په هند کې د کوپړیو لپاره د څېرو د بیا جوړونې هڅه کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې، ساینسپوهانو د هند په راکهي ګړي کې، چې د سند تمدن یو مهم تاریخي ځای دی، له هدیرې موندل شويو دوه کوپړۍ لپاره بیا څېرې جوړې کړې. خو دا انځورونه رنګ او نور فزیکي ځانګړتیاوې نه لري.

کارولاین وېلکینسن، چې د فېس لب ډلې مشري یې کوله او د کیلادي سړیو پر څېرو یې کار کړی، وایي د انسانانو په توګه، موږ د څېرو سره ځانګړې مینه لرو، زموږ دا وړتیا چې څېرې وپېژنو او تفسیر یې کړو، د دې لامل شوې چې موږ د یو ټولنیز نوع په توګه بریالي شو.

هغې زیاته کړه، د څېرې انځورونه لیدونکي دې ته هڅوي چې لرغوني پاتې شوني د انسانانو په توګه درک کړي، نه یوازې د تاریخي شیانو په توګه. دې ته یې هم هڅوي، چې د شخصي کیسو له لارې اړیکه رامنځته کړي، نه د پراخې نفوسي تاریخ له لارې.

په مدورای کاماراج پوهنتون کې هڅې روانې دي چې کیلادي د هند .... د تمدن په شان په ژور ډول وڅېړل شي.

پروفیسور کومارېسن وایي، تر دې دمه موږ دا په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، یا زده کړي، چې د کیلادي خلک په کرنه، سوداګرۍ او د څارویو په پالنه بوخت وو. هغوی ښکار، وزې او وحشي خوګان ساتل، او ډېر زیات وریجې او جوار يې خوړل.

هغه زیاتوي، په زړه پورې خبره دا ده چې موږ داسې شواهد موندلي چې هغوی خرما هم خوړله، سره له دې چې د خرما ونې اوس په تامیل ناډو کې عامې نه دي.

خو د هغه د ډلې لپاره تر ټولو ستونزمن کار دا پاتې دی چې د کونډاګای له موندل شوو انساني هډوکو څخه کافي ډي اېن اې راوباسي، څو یو جیني کتابتون جوړ کړي.

ځکه چې هډوکي ډېر خراب شوي دي، له هغوی څخه اخیستل شوی ډي اېن اې لږ او بې‌کیفیته ده، خو پروفیسور کومارېسن هیله لري چې له دې هڅو څخه به یو څه ګټه ترلاسه شي.

هغه وایي، د لرغوني ډي اېن اې کتابتونونه د تېر وخت دروازې ته ورته دي؛ دا کولی شي زموږ د پخوا وختونو د ژوند او د ننني ژوند په اړه زړه‌راښکونکي معلومات راکړي.