تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه شړل شوي افغان ماشومان په کوم وضعیت کې دي؟
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق 'یونيسف' وايي، له پاکستانه ایستل شویو افغانانو کې شاوخوا ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي، چې ډېری یې له کورنۍ پرته ستانه شوي او د سرپناه، خوړو او زدکړو په شان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف دا خبره داسې مهال کړې چې لا هم له پاکستانه د افغان وګړو جبري شړل دوام لري. یونیسف د ستنو شویو ماشومانو پر وضعیت له ژورې اندېښنې ښودلو سربېره په یوه راپور کې ویلي، "له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل کېږي. دا پراخه شړنه د بشري مرستندویه ادارو په تېره د ماشومانو او ښځو د خوندیتوب او هوساینې په اړه اندېښنې راپورته کړې دي".
د یونیسف د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له سپتمبر راهیسې تر ۶۰۰،۰۰۰ ډېر افغان وګړي له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه ناڅاپي زیاتوالی د افغانستان لا له وړاندې زیانمنو شویو بنسټونو ته سخت زیان رسولی، چې له امله یې ګڼې کورنۍ بې سرپناه، بې خوړو او له بنسټیزو خدمتونو بې برخې پاتې دي.
یونیسف پخپل راپور کې وايي، له پاکستانه راشړل شوي افغانان تورخم ته په رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
وړاندې، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف ده چېلډرېن) خبر ورکړی و، چې راستانه شوي افغان ماشومان بېړنۍ سرپناه، خوړو او مناسبو زدکړو ته اړتیا لري. د بنسټیزو خدمتونو او ټولنیزو مرستو نشتوالی د دوی فزیکي او رواني وضعیت ته جدي ګواښونه پېښوي.
یونیسف وايي، زرګونه خیمې یې وېشلي چې بې ځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ سرپناه برابر کړي، خو مرستندویه ادارې وايي د دې کړکېچ د هواري لپاره ډېرې سرچینې او همغږي شوې هڅې پکار دي.
د حفظ الصحې بستې
یونیسف دا هم وايي، چې د چین د حکومت په مرسته زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د ژوند ژغورنې په پار د حفظ الصحې بستې وېشلې دي، "دا یوازې توکي نه دي، بلکې د پاملرنې، درناوي او یووالي پیغام هم دی".
د تېر کال نومبر میاشت کې، یونیسف او د چین حکومت په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ګډه د ماشومانو د حفظ الصحې او نظافت بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه زرګونه کورنیو ته چې د وګړو شمېر یې ۲۸۹،۰۰۰ تنه و، د حفظ الصحې او اوبو د تصفیې توکي ورسول.
له ۲۵۰،۰۰۰ ډېر کډوال راستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې 'یواېناېچسيار' تازه ویلي چې په تېره اپرېل میاشت کې له ۲۵۰،۰۰۰ ډېر افغانان په ډېرو سختو شرایطو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه اداره وايي، په دوی کې داسې ښځې او نجونې هم دي، چې له زدکړو، کار او د تګ راتګ له ازادۍ سره د محدودیتونو له امله له نامعلوم راتلونکي او برخلیک سره مخامخې دي.
'یواېناېچسيار' ویلي، هر ډول بېرته ستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او له درناوي ډک وي.
یوازې تېره یکشنبه (مې څلورمه) د کندهار، ننګرهار، نیمروز، هلمند او هرات له لارو ۵۲۸ افغان کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدو چارو سرپرست وزیر عبدالکبیر د پاکستان له خوا د افغانانو د پراخې شړنې سیاست غندلی او له افغان کډوالو سره ناوړه چلن یې "نه زغمل کېدونکی" عمل بللی دی چې په وینا یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله دوښمنۍ لامل کېدلی شي.
هغه دغه خبرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما له استازو سره په تخنیکي ناسته کې کړې دي.
همدارنګه، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ژمنه کړې چې دغه سازمان به د راستنېدونکو افغانانو د روانې لړۍ ښه کېدو او له هغوی سره د مرستو راجلبولو لپاره همکاري وکړي.
بله خوا، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په وروستیو کې کابل ته په سفر کې طالب چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د ستنېدونکو کډوالو د انساني درملنې لپاره به ګامونه پورته شي.
هغه وویل، پاکستان ژمن دی چې د شړلو بهیر په "درناوي او مسؤلانه" ډول پر مخ یوسي.
د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول ماشومانو دوامداره شړل یوه بشري بحران ته لار هوار کړې، چې د بېړني نړیوال پام غوښتنه کوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان زیربناوې تر فشار لاندې دي، بشري ادارې زیاتې مرستې، له پولو ورهاخوا همکارۍ او اوږدمهاله پلان جوړونې ته اړتیا لري، چې د لا نورو ستونزو او بېثباتۍ مخه ونیول شي.