تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو تر شا څلور خبرې
- Author, افتخار خان
پاکستان د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د ستنولو دويم پړاو پيل کړی دی. په نومبر ۲۰۲۳ کې پيل شوي لومړي پړاو کې تر اته سوه زره پورې افغان کډوال يا خو پخپله بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي او يا د اسلام اباد لخوا په زور شړل شوي دي.
لومړي پړاو کې يوازې ناقانونه کډوال په نښه وو او د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ ادعا کړې وه چې په خاوره کې يې نا امني ډېره شوې ده او ګڼو پېښو کې "ناقانونه افغان وګړي" ښکېل ثابت شوي دي.
حکومت هغه مهال روښانه ویلي وو چې قانوني اسناد لرونکي کډوال به له هېواده نه شړي خو ځينو چارواکو بيا زیاته کړې وه چې راتلونکو وختونو کې اسناد لرونکي کډوال هم ستنولی شي. اوس په دويم پړاو کې هماغه کډوال بېرته لېږدول کېږي چې اسناد لري.
د روان کال فبرورۍ مياشت کې د پاکستان مرکزي حکومت کابينې يوه غونډه کې پرېکړه کړې چي د اپرېل له لومړۍ نېټې به افغان سېټېزن کارت لرونکي او د جولاي له لومړۍ به (پروف اف رجسټريشن) یا د ثبت کارت لرونکي هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
هغه کوم لاملونه دي چې پاکستان حکومت يا ولسونه يې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو تر شا دليلونه بولي او دغه دليلونه تر څومره حده سم دي او که يواځې پلمې دي؟ بي بي سي په دې اړه د ځينو شنونکو نظرونه راخېستې دي.
د امنیت ننګونې
د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د افغان کډوالو د ستنولو اعلان پر مهال د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ ویلي وو چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره پاکستان کې د "نا امنیو پېښې ۶۰ سلنه" ډېرې شوې دي او ډېرو پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی. د کاکړ په وینا دا مهال له امنېتي سرتېرو سره نښتو کې وژل شویو وسله والو کې ۶۴ کسان "افغان وګړي" وو.
د انوارالحق کاکړ سربېره د پاکستان نورو چارواکو په وار وار نا امنیو کې د "افغان وګړو" د ښکېلتيا خبره کړې ده، خو د امنيتي چارو شنونکی عامر رانا وايي، د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه د اوسنیو نا امنیو له امله نه ده، بلکې ۲۰۱۴ کې پېښور کې د پوځيانو تر واک لاندې ښوونځي (ارمي پبلک سکول) باندې له وسله وال برېد وروسته دا بحث راپورته شوی. دغه برېد کې له ۱۵۰ ډېر ماشومان او ښوونکي وژل شوي وو او پاکستان تور لګولی و چې "پلان يې ټي ټي پي په افغانستان کې جوړ کړی و." هغه ادعا چې هغه مهال افغان دولت په ټینګه رد کړې وه او ویلي یې وو چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي خلاف نه کارول کېږي.
عامر رانا وايي، له دغه پېښې وروسته پاکستان داسې احساس کړه چې "افغان کډوال" او د دوی کېمپونه داسې ځايونه دي چې"ترهګریز فعالیتونه" په کې کېږي او همدا د پټنځايونو په توګه کاروي. هغه زیاتوي، "همدې وخت کې د پاکستان امنیتي ادارو دا ذهنیت جوړ کړ چې له پاکستانه به د افغان کډوالو اېستل اړین وي."
خو پښتون ملتپاله سياستوال محسن داوړ د پاکستان حکومت دا دريځ غندي او وايي، امنيتي ادارې د امنیت ټينګ ساتلو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانانو اچوي او له کډوالو يې زور باسي.
د ده پر ټکو، "امنېت لپاره د اسلام اباد په تېرو پالیسیو سختې نېوکې کيږي چې پوځي عملياتو او مالي مرستو يې ولې ګټې نه دي لرلې. د همدغې ناکامۍ پټولو لپاره اوس ادارو دا بيانيه جوړه کړې ده چې دا کډوال نا امنیو کې ښکېل دي."
افغان طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا
که څه هم پاکستان له خپلې خاورې د افغانانو په لوی کچ ايستلو نا امني ستر دليل یادوي، خو د ځېنو شنونکو په نظر، د پرېکړې تر شا لوی لامل د اسلام اباد او د طالبانو حکومت تر منځ خرابې اړېکې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټي ټي پي پر سر تاوتریخوالي پاکستان دې ته اړ کړی چې د کډوالو معامله په کابل د فشار په توګه وکاروي.
افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي چې دا پرېکړه په بشپړه توګه سياسي ده، "افغان طالبان د ټي ټي پي په معامله کې له پاکستان سره مرسته نه کوي او ځواب کې یې اسلام اباد هغوی ته وايي چې کډوال مو سمبال کړئ. دا کډوال له لسیزو راهېسې پاکستان کې اوسېږي او چا ورته ترهګر نه دي وېلي، نه ترې هېواد ته نوره ستونزه وه خو د هر څه يو حد وي."
د دراني په فکر د کډوالو له ستنولو سره پاکستان کابل ته پيغام ورکوي چې که تاسو د ښه ګاونډي په څېر چلند ونه کړئ، نو موږ هم درته "مجبور يا پابند" نه يو.
د پاکستان کورنی سياست
د نا امنیو او سفارتي شخړو سربېره د پاکستان حکومت په افغان کډوالو يو بل تور هم لګوي چې "د رياست ضد غورځنګونو او احتجاجونو" کې برخه اخلي. وروستيو کې که اسلام اباد کې د سياسي ګوند "پاکستان تحريک انصاف" له امنيتي ادارو سره په اخ و ډب اوښتي لاریونونه وو او يا بېلا بېلو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې او احتجاجونه، د دواړو په اړه د پاکستان حکومت ویلي و چې افغان وګړو په کې ګډون کړی او هېواد کې یې د سياسي ګډوډۍ پېداکولو هڅې کړې دي.
پر پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت لخوا د بنديز يو دليل دا هم وړاندې کړل شوی و چې د پاکستان ضد ګامونو کې يې "افغان وګړي" ملاتړ کوي.
د سيمهییزو امنيتي او سياسي چارو شنونکی او پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځي استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، پاکستان کې مېشت ډېر افغانان پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي. "هغوي د دې هېواد د سياست او داسې نورو چارو لېرې نه شي پاتې کېدلی او خامخا به د خپلې خوښې د سياسي ګوندونو او سياستوالو پلويان وي."
عرفان اشرف وايي، پاکستان له یوې مودې راهېسې په سياست کې د افغانانو برخه اخيستل جرم ګرځولی دی او په دې پلمه يې ځوروي، "اوس که کراچۍ کې د حکومت ضد احتجاج کيږي يا اسلام اباد او پېښور کې، حکومت وايي افغانانو په کې ګډون کړی دی، همدا راز که چېرته ډاکه، وژنه يا بل څه جرم کېږي نو دا تور هم پر افغانانو لګول کېږي." ښاغلی اشرف زیاتوي، پاکستان اوس دوی ته د ايستلو لپاره بېلا بېلې پلمې لټوي او غوره به دا وي چې افغان وګړي هم په دې پوهه شي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي."
د عرفان اشرف په باور، افغان کډوال پاکستان د خپلو موخو لپاره ساتل او هغه موخې اوس پوره شوې دي.
"لومړی د دوی کېمپونه یا پنډغالي د شوروي پر ضد د جګړې د روزنې لپاره کارول کېدل، وروسته دلته روزل شوي طالبان ۱۹۹۰مه لسيزه کې پر افغانستان يرغل لپاره وکارول شول او اوس يو وارې بيا له دغه لارې پاکستان او امریکا په کابل کې د خپلې خوښې حکومت راوستلو کې بريالي شول. دا مهال پاکستان دې کډوالو يا د دوې کېمپونو ته هېڅ اړتيا نه لري نو ځکه يې بېرته استوي.
د نړیوالو مرستو بندښت
د نړۍ بېلا بېلو برخو کې مېشت افغانان دا انګېري چې پاکستان له خپلې خاورې کډوال د نړیوالو ادارو او هېوادونو د مالي مرستو کمېدو يا درېدو له کبله باسي.
دا د کډوالو ستنولو یو علت دی يا نه، خو دا خبره تر یوه بریده سیمه برېښي چې له دوه ۲۰۲۲ کال راپدېخوا کډوالو ته د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي ار لخوا افغانستان او افغان کډوالو ته په ورکول کېدونکو مالي مرستو کې خورا ډېر کمی راغلی دی. په ۲۰۲۲ کې يو اېن اېچ سي ار سره کېدونکې مرستې ۳۳ سلنه او بيا ۲۰۲۳ کې ۵۷ سلنه کمې شوې دي چې ځواب کې بيا ۲۰۲۳ کې پاکستان ته د کډوالو لپاره ورکول کېدونکې مالي مرستې هم نيمايي کمې کړل شوې وې.
د سياسي او امنېتي چارو شنونکی عرفان اشرف هم وايي چې د افغان کډوالو ساتلو يوه موخه دا هم وه چې ځېنو ادارو او افسرانو د کډوالو پر مرستو خپله "عيشونه" کول، اوس د يو اېن اېچ سي ار هغه مرستې نه کېږي او نه هم له عرب هېوادونو دغو کېمپونو ته زکات او خېراتونه راځي. "اوس دا کډوال د دغه ادارو او خلکو په ګټه نه دي نو ځکه يې باسي."
افغانستان لپاره پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني هم وايي چې يو اېن اېچ سي ار له دې کډوالو څخه لاس اخستی او پر همدې دليل دوی پاکستان کې د "مهاجرت حیثیت بایللی" او اوس د دوي اېستل هېڅ "ناروا" نه ګڼل کېږي.