کرېکټ شل اوریز نړیوال جام: افغانستان هند ته لوبه وبایلله

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان نن د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر ۸ پړاو کې خپله لومړۍ لوبه له هند سره لوبه وکړه چې د هند په ګټه تمامه شوه.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

هندي لوبډلمشر خپله وېکټه ژر له لاسه ورکړه. ورپسې نورو لوبغاړو نسبتا ښه ملګرتیا وکړه او منډې یې تر ۱۸۱ ورسولې. د هندي لوبغاړو ترمنځ سوریاکمار تر نورو ډېرې ۵۳ منډې وکړې. هارډېک پنډیا ۳۲ او ویرات کهولي د ۲۴ منډو په جوړولو وتوانېدل.

د افغان توپ اچونکو ترمنځ راشد خان او فضل الحق فاروقي درې - درې او نوین الحق یوه وېکټ واخیسته. یو بل لوبغاړی هم په منډه (رن اوټ) شو.

افغان لوبډلې په توپوهنه کې خپلې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې. د افغان لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ډېرې منډې عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې. نجیب ځدراڼ په ۱۹ او ګلبدین نایب په ۱۷ منډو وسوځېدل.

دوی په ټاکل شویو شلو اوورونو کې یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او هند دغه لوبه د ۴۷ منډو په توپیر وګټله.

په نننۍ لوبه کې په افغان لوبډله کې یو بدلون راغلی و او کریم جنت پر ځای حضرت الله ځاځی لوبډلې ته شامل کړای شوی و.

افغانستان خپله بله لوبه د جون په ۲۳مه نېټه له اسټرالیا سره لري او وروستۍ لوبه یې د جون په ۲۵مه له بنګله دېش سره ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان نن د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر ۸ پړاو کې له هند سره لوبه لرله.

دا په دې پړاو کې د افغانستان او هند دواړو لومړنۍ لوبه وه.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې ترمنځ دا لوبه د کرابین د بارباډوز ټاپو په مرکز برېج‌ ټاون کې وشوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ او له ملي لوبډلې سره مله روزونکي له لوبې مخکې ویلي وو دې لوبې ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د کرېکټ ګڼو مبصرینو د افغانستان د توپ ‌اچوونې او د هند د توپ وهنې پیاوړي لین اپ ته په کتو د یوې ښې او په زړه پورې لوبې وړاندینه کړې ده.‌

د ویډیو تشریح، نړیوال جام کې د افغانستان او هند لوبه

افغانستان تروسه له هند سره ټولټال ۱۳ سیالۍ کړې خو لا یې ترې ګټلې نه ده.

روان کال جنوري د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو وروستۍ لوبه دوه ځله برابره شوه، چې هند بیا په دویم سوپر اوور کې وګټله.

هند د روان نړیوال جام لومړي یا ګروپي پړاو کې په (اې) ګروپ کې له امریکا، پاکستان، کاناډا او ایرلنډ‌ سره لوبې درلودې چې درې یې وګټلې او یوه یې د باران له کبله مساوي اعلان شوه.‌

له دغه ګروپ هند او امریکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار وکړه. خو پاکستان او ایرلنډ، چې دواړه د کرېکټ نړیوالې شورا دایمي غړي هم دي، دویم پړاو ته په وتلو کې پاتې راغلل.

افغانستان بیا په (سي) ګروپ کې له ویسټ اینډیز، نیوزیلنډ، پي‌این‌جي او یوګاندا سره لوبې درلودې چې درې یې وګټلې او وروستۍ یې کوربه ویسټ اینډیز ته بایلوده.

له (سي) ګروپه افغانستان او ویسټ اېنډیز سوپر ۸ پړاو ته وتلي دي.