د کرېکټ په زړه پورې سیالۍ؛ له دوه ځلې مساوي کېدو وروسته هند له افغانستانه لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، نن د ډېرو افغان لوبغاړو لوبه د ډېر کله پرتله د پام وړ ښه وه
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ په تاریخ کې داسې لوبې د نشت په حساب دي، نن افغانستان د هند پیاوړي لوبډله څو ځلې له ننګونو سره مخ کړه او لږ تر لږه دوه ځلې دواړه لوبډلې مساوي شوې خو بالاخره په دویم سوپر اوور کې هند د لوبې په ګټلو بریالی شو.

د نننۍ شل اوریزې لوبې لومړۍ هدف هند ورکړی و، افغانستان د هند ۲۱۲ منډې پوره کړې خو ۲۱۳ یې نه کړې.

کله چې دا لوبه مساوي شوه په سوپر اوور کې بیا افغانستان هند ته ۱۶ منډې وکړې چې په بدل کې یې هند هم ۱۶ وکړې خو ۱۷ یې نه کړې، له دې سره دا لوبه دویم ځلې بیا مساوي شوه.

په درېیم ځل هند افغانستان ته هدف وټاکه دا ځل منډې تر ټولو کمې وې.

هند په یوه اوور کې ۱۱ منډې جوړې کړې او افغانستان په یوه اوور کې د هند دوه لوبغاړي اوټ کړل.

خو ورپسې افغانستان دا ځل د دغو کمو منډو جوړولو په هڅه دوه لوبغاړي محمد نبي او بیا رحمان الله ګوربز اوټ شول او هند بالاخره لوبه وګټله.

له دې ډېرې جالبې سیالۍ وروسته هند له افغانستان د شل اوریزو سیالیو دا لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

له سوپر اوور مخکې د لوبې حال

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د هند د ۲۱۳ منډو هدف پسې د افغانستان د پیل توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه خو له ۹۰ منډو ملګرتیا وروسته رحمان الله ګوربز کېچ اوټ شو.

په هغه پسې د پیل بل توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ هم د منډې جوړولو پر وخت په ۵۰ منډو وسوځېد.

دوی دواړو د افغانستان لپاره له ښه پیل سره پنځوسیزې جوړې کړې.

په دې لوبه کې محمد نبي د سر سر په دوه شپږیزو وهلو سره نړیوال شل اوریز کرېکت کې سل شپږیزې هم پوره کړې، هغه نن د افغانستان په ګټه ۱۶ بالونو کې ۳۴ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې دریو افغان لوبغاړو نیمه سلیزې وکړې، د ګلبدین نایب پنځوسیزې بیا افغانستان بل پړاو ته ورساوه چې لوبه یې مساوي کړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لخوا له پیاوړې توپ اچونې او ښه پیل وروسته هندي لوبډلمشر روهېت شرما او بل پیاوړي لوبغاړي ریکو اوږده ملګرتیا وکړه او د هند منډې یې تر ۲۱۲ ورسولې.

دا له هغې وروسته چې افغان لوبډلې په لومړیو څلورو اورونو کې د هند څلور پياوړي لوبغاړي اوټ کړي وو هغه مهال هندۍ لوبډلې یوازې ۲۲ منډې جوړې کړې وې.

روهېت شرما او ریکو د هند په ګټه د نږدې ۲۰۰ منډو اوږده ملګرتیا وکړه چې د هند په خلاف د افغانستان په لومړۍ بریا یې څه سیوری وغوړاوه، کنه نن د افغانستان پیل د بري و.

د افغانستان فرید احمد په خپلو څلورو اورونو کې شل منډې ورکړې او درې مهم هندي لوبغاړي یې د لوبې په پیل کې اوټ کړل.

دا په نړیوال کرېکټ کې د هغه ښه بایلنګ باله شي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

عظمت الله عمرزي هم یو لوبغاړی اوټ کړ په هغه په خپلو څلورو اورونو کې۳۳ منډې جوړې شوې.

خو د دوی دواړو له توپ اچونې وروسته هر څه د هند په ګټه و.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما نن د افغانستان خلاف سلیزه وکړه، روهیت په ۶۹ بالونو منډې ۱۲۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

دی په تېرو دوه لوبو کې نه و ځلیدلی خو نن یې هند له سخت کمزوري حالته ښه هدف ته ورساوه.

دا په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د هغه پنځمه سلیزه شوه.

بل ملګري ریکو هم د افغانستان خلاف پنځوسیزه جوړه کړه او تر پایه په ۶۹ منډو ناسوځیدلی پاتې شو.

دغو دواړو پیاوړو لوبغاړو چې په میدان کې ښه بلد شوې و په وروستیو پنځو اورونو کې ۱۰۳ منډې وکړې.

د افغانستان کریم جنت چې وروستي اوور ته راوستل شوی و هندي لوبغاړو پرې ۳۶ منډې جوړې کړې، خو په دغې لوبه کې محمد نبي او ګلبدین نایب کوم اوور ونکړ.

د افغانستان رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

هند لومړۍ توپ وهنه غوره کړه، افغانستان د توپ اچونې ښه پیل درلود

د افغانستان او هند تر منځ درېیمه شل اوریزه لوبه نن په بنګلور کې ده، د دې لوبې پچه هم هند وګټله خو دا ځل یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان نن د هند خلاف د تېرې لوبې پرتله له څلورو عمده بدلونونو سره لوبېږي او په ښکاره یې پیل ډېر ګټور ثابت شوی.

هند په پاور پلې یا لومړیو شپږو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰ منډې جوړې کړې چې دا په ښکاره د هند ډېر کمزوری پیل دی.

افغان خوا د خپلو دوه چټکو او دوه نورو ورو پیاوړو بالرانو پر ځای نوې لوبغاړي غوره کړې چې روانه لوبلړۍ کې د هند خلاف نه و لوبیدلي.

نن د هند خلاف دغې وروستۍ لوبه کې د نوین الحق، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال پر ځای فرید احمد ملک، سلیم صافی، قیس احمد او شرف الدین اشرف اخېستل شوې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، د هند خلاف دریمه شل اوریزه لوبه کې لوبیدونکي افغان لوبډله

فرید احمد پخپل دویم اوور کې د هند دوه پیاوړي لوبغاړي سر په سر په دوه بالونو اوټ کړل بیا په هېټرک و ورپسې یې په بل اوور کې یې بل لوبغاړی هم کېچ اوټ کړ.

د هغه دوه کېچونه محمد نبي او یو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ونیوه.

د افغانستان بل لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم وختي وېکټه واخیسته او هند په لومړیو ۴ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په اوټېدو ۲۲ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان فرید احمد درې او د عمرزي یوه وېکټه اخېستې او د هند پیاوړي توپ وهونکي یې له ډېرو منډو جوړولو پرته اوټ کړل خو وروسته هندي لوبډلمشر او ریکو اوږده ملګرتیا وکړه.

د افغانستان لخوا نجیب ځدراڼ نن په سلمه شل اوریزه لوبه کې لوبېږي، بل افغان لوبغاړي محمد سلیم بیا نن په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې را ښکاره شو.

قیس احمد چې ورو افغان بالر دی هم په لومړي ځل د هند خلاف ولوبېده هغه روانه میاشت د متحده عربي اماراتو خلاف هم د افغانستان په ګټه ښه بال کړی و.

دا لومړۍ ځل دی چې هند او افغانستان خپل منځي شل اوریزې سیالۍ کوي، له دې مخکې دواړه لوبې هند ګټلې.