کرېکټ؛ هند په دویمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

هند له افغانستانه د کرېکټ دویمه شل اوریزه لوبه هم وګټله.

دا لوبه د مدهیه پردېش ایالت په اېندور ښار کې کېده او کوربه لوبډلې پکې افغانستان ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه.‌

د دې سیالۍ پچه هم د لومړۍ لوبې په څېر هند ګټلې او پخپله یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دویمه سیالۍ کې هند ته د ۱۷۳ منډو نسبتآ ښه هدف ټاکلی و،‌ خو هندۍ لوبډلې دا هدف د شپاړسم اوور په څلورم توپ په داسې حال کې پوره کړ چې یوازې څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو.‌

د هند لپاره یاشاسوي جایسوال د ۶ شپږېزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۳۴ توپونو ۶۸ او شیوام دوبې د ۴ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۳۲ توپونو ۶۳ منډې وکړې.‌

هند د دې سیالۍ په ګټلو سره د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله.

د دې لوبلړۍ وروستۍ سیالي چارشنبه (د جنورۍ ۱۷مه) په بنګالورو لوبغاړي کې کېږي.‌

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیوام دوبې ۶۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت ۲ او فضل الحق فاروقي او نوین الحق د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.‌

نن د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ کې د ګلبدین نایب پنځوسیزه ارزښتمنه وه.

هغه د هند خلاف د نړیوال کرېکټ دویمه پنځوسیزه وکړه.

نوموړی په نننۍ لوبه کې د رحمان الله ګوربز له سوځېدو وروسته دویم راکوز شو او په ۳۲ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې.

هغه په دې پاڼۍ کې څلور شپږیزې او پنځه څلوریزې ووهلې او وسوځېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

محمد نبي چې تېره لوبه کې مخکښ و، نن په ۱۴ منډو او کریم جنت په شلو منډو کيچ اوت شول.

مجیب الرحمان هم چټکه لوبه وکړه او په وروستي اوور کې د ۲۱منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د افغانستان لخوا له لسو کمې منډې د ابراهیم ځدراڼ اته، د عظمت الله عمرزي دوه منډې وې، نور احمد لکڼوال هم د یوه ښه توپ له وهلو وروسته په یوه منډه وسوځېد.

افغانستان لومړۍ لوبه کې د هند خلاف ۱۵۸ منډې جوړې کړې وې، خو نن یې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۲ منډې وکړې.

هند پچه وګټله، افغانستان لومړی توپوهنه وکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د افغانستان او هند تر منځ د دریو شل اوریزو سیالیو دویمه هغه نن د هند په انډور لوبغالي کې ده.

د دغې لوبې پچه یا ټاس د هند لوبډلمشر روهېت شرما وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هغه وویل لوبغالی او لوبډله یې په دویمه پاڼۍ کې هدف پوره کولو ته چمتو دي.

افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل، که ده هم پچه ګټلې وای لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کوله، هغه زیاته کړه افغان لوبغاړي د ښې لوبې کولو هڅه کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د افغانستان لخوا ورو توپ وهونکی رحمت شاه کښېنول شوی او پر ځای یې ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال یولس کسیزې لوبډلې ته غوره شوی دی.

هند هم لوبډله کې دوه بدلونونه راوستي او دوه باتجربه او نامتو لوبغاړي یې د ننۍ یوولس کسیزې لوبډلې برخه ګرځولې دي.

د هند لوبډلمشر ویلي نن به "د ګېل اوټېلاک پر ځای کوهلي او جېسوال لوبېږي."

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په موهالي کې له لومړۍ ماتې وروسته وړمه ورځ د هند انډور ښار ته رسېدلې وه او د دویمې لوبې لپاره یې دوه ورځني تمرینات هم لرل.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ د نړیوالې مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو پر بنسټ، نن چې په کوم لوبغالي کې لوبه ده بونډرۍ یې وړې دي، دا په دې مانا چې توپ وهنې او ډېرو منډو ته ښه جوړ دی.

له دې سره په هند کې د هند پر وړاندې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبې ډېره ستاینه شوې، که څه هم هغه لوبه هند په شپږو وېکټو ګټلې وه.

افغانستان او هند د لومړي ځل لپاره په یوه شل اوریزه لوبلړۍ کې سره مخ دي.

د دواړو لوبډلو تر منځ دریمه لوبه د راتلونکي چارشنبې په ورځ پلان ده.