د هند او افغانستان تر منځ درې شل اوریزې لوبې

د ویډیو تشریح، د هند او افغانستان تر منځ درې شل اوریزې لوبې
د هند او افغانستان تر منځ درې شل اوریزې لوبې

د هند او افغانستان تر منځ دريو شل اوریزو لوبو کې به راشد خان نه وي.

دا لوبلړۍ سبا پیلېږي، راشد خان د ملا له عملیاتو وروسته لا هم د رغېدو دمه کوي.

د افغان لوبډلې مشري د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ده.

ده نن په یوه خبري ناسته کې ویل د راشد خان له تجربې به ټوله لوبډله ګټه اخلي او نور لوبغاړي به هڅه کوي چې له هند سره د همدوی پر خپله خاوره ښه لوبه وکړي.

ابراهیم ځدراڼ له بي بي سي پښتو ټلویزیون سره ځانګړې خبرې کړې چې بشپړه به یې د جمعې پر ورځ د لوبو اوونیزه خپرونه کې خپرېږی، خو نن یې له هند سره پر سیالیو ندیم اشرف ورسره غږېدلی.