افغانستان نن کرېکټ کې بله تاریخي لوبلړۍ پیلوي؛ راشد خان پکې نه لوبېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
نن پنجشنبه د هند په کوربه توب د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي. د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي به نن د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې په موهالي لوبغالي کې پیل شي.
دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان له هند سره لوبلړۍ کوي.
د افغانستان د شل اوریزو لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ له بي بي سي پښتو سره خبرو کې منلې چې "راشد خان د هند خلاف لوبو کې نه لوبېږي."
نوموړي ویلي د راشد خان حضور لوبډلې ته ډاډمنتیا ورکوي خو دا چې "هغه له بده مرغه د ملا درد له کبله له مونږ سره دې لوبلړۍ کې نشي لوبیدی پرې خواشیني یوو."
ابراهیم ځدراڼ چې دا مهال د راشد خان پر ځای لنډمهاله لوبډلمشر دی، وايي د هغه نشتوالی به احساس وي خو لوبډله یې نور داسې لوبغاړي هم لري چې ښه تجربه لري.
هغه همدا راز بي بي سي ته ویلي راشد خان شاوخوا اتیا سلنه ښه شوی او نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د لوبو مهمه برخه وي.
فکر کېږي چې د هند خلاف لوبلړۍ کې به قیس احمد د راشد خان پر ځای ورو بالر وي او د ابراهیم په وینا د قیس احمد تجربو ته په کتو په ده د ښو لوبو باور لري.

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې لوبلړۍ لپاره ۱۹ کسیزه لویه لوبډله ټاکلې چې په ترکیب کې یې راشد خان هم دی خو اوس د دې پخلی شوی چې هغه د روغتیایي ستونزو له کبله نشي لوبیدای.
راشد خان د یو ورځنیو سیالیو له نړیوال جام وروسته لندن کې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د څه وخت لپاره د ارام سپارښتنه کړې.
د نړۍ دا پیاوړۍ لوبغاړی له لوبډلې سره په هند کې په تمریناتو بوخت دی خو لا د لوبې جوګه نه دی.

د عکس سرچینه، acb
هند هم دغې لوبلړۍ ته د روهېت شرما او ویرات کوهلي په ګډون پیاوړې لوبډله اعلان کړې چې مشري یې پیاوړی او با تجربه لوبغاړی روهېت شرما کوي.
په همدې مهال هندي روزونکي ویلي ویرات کوهلي نن پنجشنبه د افغانستان خلاف لومړۍ لوبه کې د شخصي بوختیاوو له کبله نه لوبېږي.
د هند کرکټ روزونکی راهول ډراویډ خبري غونډې ته ویلي ویرات کوهلي به په دوه نورو لوبو کې وي.
هند کې د افغان لوبډلمشر خبري ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چارشنبه د هند موهالي کې خبري غونډه هم لرله.
له ښاغلي ځدراڼ څخه د راشد خان د نشتوالي او د هند په لوبډله کې د پیاوړو لوبغاړو په اړه پوښتنه وشوه چې په ځواب کې یې افغان لوبډلمشر وویل "د راشد خان نشتوالی به احساس وي خو اوس افغانستان نور پیاوړي لوبغاړي هم لري چې د ښو لوبو تمه ترې کیدای شي."
له ښاغلي ابراهیم په شل اوریزو سیالیو کې د منډو اوسط په اړه هم پوښتنه وشوه چې "څه کم دی" او دی خپل ځان په شل اوریزو کې څنګه پیاوړی کولی شي؟
هغه وویل شل اوریزې لوبې رښتیا هم له یو ورځنیو سیالیو توپیر لري، دی د منډو اوسط (رن رېټ) په جوړلو او لوړولو کار کوي خو په وینا یې "زه وضعیت ته په کتو لوبه کوم."
د ده په ټکو که لوبډله ملګرتیا ته اړتیا لري نو د غټو شاټونو وهلو چانس کم وي خو وایې "شل اوریز جام ته له تګ مخکې د منډو د اوسط په لوړولو یې فکر دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه دا پوښتنه هم وشوه چې د هند غوندې پیاوړې لوبډلې سره یې له لوبو هغه هم د هند په کوربتوب څه تمه کیدای شي؟
د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ رسنیو ته په ځواب کې وویل " د هند خلاف او هغه هم د دوی په کوربتوب سخت ګڼل کیدای شي خو زه به ووایم چې مونږ د شل اوریزو سیالیو ښه لوبډله یو او ښه باتجربه لوبغاړي لرو نو زه باور لرم چې د هند خلاف به ښې لوبې ولرو."
د افغانستان او هند تر منځ دویمه لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴مه او وروستۍ هغه یې په ۱۷مه نېټه ده.
درې واړه لوبې د هند په دریو بېلابېلو لوبغالو او ښارونو کې کېږي.
د افغانستان او هند د خپلمنځي لوبو شالید

د عکس سرچینه، ACB Media
افغانستان له دې مخکې همدا تېره اونۍ له متحده عرب اماراتو د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.
افغان لوبډلې تېر کال پاکستان ته هم په شل اوریزو سیالیو کې تاریخي ماتې ورکړې وه او لوبلړۍ یې پخپل نوم کړې وه.
خو د هند او افغانستان تر منځ تر اوسه د شل اوریزو سیالیو کومه لوبلړۍ نه وه شوې او د افغانستان کرېکټ بورډ په لومړي ځل توانیدلی له سترو هېوادونو سره مهمې سیالۍ تنظیم کړي.
له دې مخکې په نړیوالو جامونو او اسیایې سیالیو کې وخت نا وخت دواړه لوبډلې سره مخ شوې خو خپلمنځي لوبې یې نه دي کړې.
افغانستان او هند له ۲۰۱۰ کاله راهیسې څلور ځلې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سره مخ شوې له دې ډلې یې څلور هغه هند په لوی توپېر ګټلې دي.








