تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوتسوانا کې د نړۍ دویم تر ټولو لوی الماس موندل شوی
بوتسوانا کې د 'لوکارا ډیمنډ' کاناډایۍ کمپنۍ په یوه کان کې د ۲۴۹۲ قیراطه الماسو یو شډل غمی موندل شوی دی.
دا تر دې دمه د نړۍ دویم لوی الماس دی چې موندل کیږي.
د نړۍ تر ټولو غټ 'کولینان' الماس چې وزن یې ۳ زره ۱۰۶ قیراطه و، په ۱۹۰۵م کال سویلي افریقا کې موندل شوی و چې بیا وروسته په نهو ټوټو وویشل شو او ډېرې برخې یې اوس د بریتانیا د شاهي تاج ګاڼو کې دي.
بوتسوانا د افریقا لویې وچې په سویل کې پروت دی.
دا لوی الماس د دغه هېواد د پلازمېنې ګارورون د شمال په شاوخوا ۵۰۰ کیلومترۍ کې په 'کاروې' نومي کان کې موندل شوی.
د بوتسوانا حکومت هم دا تر دې دمه تر ټولو غټ الماس بللی چې په دغه هېواد کې موندل کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال همدغه کان کې د لماسو ۱۷۵۸ قیراطه ډبره موندل شوې وه.
بوتسوانا د الماسو د سترو تولیدوونکو هېوادونو له ډلې دی، او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه الماس له همدغه هېواده ترلاسه کیږي.
لوکارا هم په یوه بیان کې دا تر دې دمه د الماسو یوه ستره ډبره بللې چې موندل کېږي.
د دغه شرکت مشر ویلیم لام ویلي: "موږ د دې غیر معمولي ۲۴۹۲ قیراط الماسو موندلو ته خوښ یو."
لوکارا ډیمنډ د الماسو د دې ډبرې د کیفیت او قیمت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
ښاغلی لام ویلي، د الماسو دا دانه د لوکارا د لویو الماسو د موندې ایکسرې ټېکنالوژۍ په مرسته موندل شوې ده.
دا ټېکنالوژي له ۲۰۱۷ کال راهیسې د دې لپاره کارول کېږي چې په مټ یې ګرانبیه الماس کشف او د راسپړلو پروسه کې د ماتېدو له خطره خوندي شي.
لوکارا شرکت په کاروې کان کې بل شریک نه لري.
رویټرز خبري اژانس تېره میاشت راپور ورکړ چې د بوتسوانا حکومت یو قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې له شرکتونو وغوښتل شي چې که چیرته حکومت د ونډو د شراکت له انتخابه تېرېږي نو دوی باید د جواز له ترلاسه کولو وروسته خپلې ۲۴ سلنه ونډې پر ځايي شرکتونو وپلوري.