اسرائیلو له ۳۰۰ ډېر فلسطیني بندیان خوشي کړل

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خوشي شویو فلسطیني بندیانو کې داسې کسان هم وو چې له کوم تور او جرم پرته بندیان شوي وو.

حماس په غزه کې وروسته له هغه درې اسرائیلي یرغملان خوشي کړل چې د اوربند د ماتېدو په اړه اندېښنې راپورته شوې. اسرائیلو هم د شنبې په ورځ له خپلو زندانونو له ۳۰۰ ډېر بندیان خوشي کړل. خوشي شوي بندیان غزې ته بسونو کې وړل شوي.

د غزې تړانګې خان یونس کې ګڼ خلک د خپلو دوستانو د خوشي کېدو هرکلي ته راغونډ شوي وو.‌

بي بي سي له هغو خلکو سره خبرې کړې دي چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې راټول شوي، چېرې چې د سلګونو تازه خوشي شویو بندیانو ډک بسونه رسېدلي دي.

یوې ښځې سها ابو ندا موږ ته د تیلېفون له لارې وویل، د خپل پلار د ستنېدو انتظار باسي: "هغه زما زړه دی، زما ټول ژوند دی."

هغې په ژړغوني غږ وویل: "مور مې ماشومتوب کې مړه شوه، پلار مې زما پالنه وکړه، خو بیا اسرائیلو رانه بوت."

دا اوس زښته ډېره خوشحاه ده او وايي: "زه ډېره زیاته خوښه یم، دا د ژوند تر ټولو لویه خوشحالي ده. دا له فارغېدو یا واده کولو هم غوره ده، دا له هر څه غوره ده."

وړاندې، د اسرائیل د زندانونو خدماتو ویاند ویلي وو،‌ ۳۶۹ فلسطیني بندیان یې له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، دا بندیان له 'عوفر' او 'کتسیعوت' زندانونو خوشي شوي دي.

له حماس سره څومره اسرائیلي یرغملان پاتې دي؟

Social Media

د عکس سرچینه، Social Media

د اوربند د تړون د لومړي پړاو له مخې، چې د شپږو اونیو لپاره پلان شوی او د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوی، ټاکل شوې چې ۳۳ اسرائیلي یرغمل خوشي شي.

تر اوسه ۱۹ یرغمل سپارل شوي او ۱۴ نور باید لا هم خوشي شي.

د دغو ۱۴ کسانو له ډلې، اسرائیل ادعا کوي چې اته تنه مړه شوي دي.

دا په دې مانا ده چې شپږ اسرائیلي یرغمل، چې لا هم ژوندي دي، باید لومړي پړاو کې خوشي شي.

حماس د یوه جلا تړون له مخې، د لومړي پړاو په ترڅ کې پنځه تایلنډي یرغملان هم خوشي کړي دي.

د اوربند د تړون د راتلونکو پړاوونو لپاره، لا هم ۷۰ یرغمل په غزه کې دي، چې د اکتوبر پر ۷مه نیول شوي وو او ویل کېږي چې نیمایي یې لا هم ژوندي دي.

د تړون له مخې، اسرائیل ژمنه کړې چې شاوخوا ۱,۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کړي. تر نن پورې، د سور صلیب د معلوماتو له مخې، ۷۶۶ کسان خوشي شوي دي.

خوشي شوي اسرائیلیان څوک دي؟

د ویډیو تشریح، درې اسرائیلي یرغملان خان یونس کې سرې میاشتې ته وسپارل شول

اسرائیل وايي الکسندر تروفانوف، یاییرهورن او سګوي ډیکل-چېن، چې د اکتوبر د ۷مې په بریدونو کې تښتول شوي وو، اوس د اسرائیلي له پوځ سره دي.

خوشي شوي اسرائیلیان د امریکا، روسیې او ارجنټاین تابعیتونه هم لري.

دغه خوشې شوي یرغملان د حماس له یوه موټره راښکته کړل شول او د سور صلیب مامورانو ته وسپارل شول.

خوشي شوي کسان د هغې یوې لوحې مخې ته ودرول شول، چې د حماس د وژل شوي مشر یحیی سنوار انځور پرې چاپ شوی و.

حماس خوشي شویو اسرائیلیانو ته مایکروفونونه ورکړل چې له سټیجه خلکو ته وینا وکړي.

وروسته درې واړه خوشي شوي یرغملان د سره صلیب له لارې د اسرائیلو پوځ ته ولېږدول شول.

اسرائیلي پوځ ویلي، درې واړه خوشي شوي اسرائیلیان اسرائیلو ته رسېدلي. مخکې له دې چې له خپلو کورنیو سره یوځای شي، دوی به د روغتیايي ازموینو لپاره یوې پوځي اډې ته ولېږدول شي.

تل ابیب کې خلک د دغو کسانو لیدو ته راغونډ شوي. ډېرو سره د خوشي شویو کسانو انځورونه وو.

ولې پنځه خوشي شوي فلسطینیان روغتون ته یووړل شول؟

له رام الله نه د بي بي سي خبریاله ایلیس کاډي وايي، په رام الله کې نن له خوشي شویو فلسطیني بندیان ځینې یې روغتون ته یووړل شول.

"ما یو تن ولید چې د خبریالانو او خلکو منځ‌ کې په تذکره (ناروغانو لېږدولو وسیله) کې امبولانس ته وړل کېده".

"د سره صلیب یوه مسؤل راته وویل،‌ له خوشي شویو بندیانو پنځه یې روغتون ته لېږدول شوي".

د سره صلیب مسؤل محمد فقیه زیاته کړه: "هغوی ټول له مزمنو ناروغیو سره مخ دي"، دی وايي د یوه تن د ‌پښې هډوکی مات شوی.

ټولو خوشي شویو د اوږدې محاکمې لپاره انتظار کاروه او انګېرل شویو جرمونو له مخې پرې د زندان حکم ختلی و.

لومړني خوشي شوي فلسطینيان رام الله ته رسېدلي

یو خوشی شوی فلسطینی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو خوشی شوی فلسطینی
غزه
د عکس تشریح، خوشي شویو کې داسې کسان هم وو چې پر اسرائیلو د خونړیو بریدونو تور ‌پرې لګول شوی و، خو داسې هم و چې له هېڅ کوم تور او جرم پرته بندیان شوي وو.

له اسرائیلي زندانونو یوه ډله فلسطیني بندیان خوشي شوي او د سور صلیب بس کې د غزې رام الله ته رسېدلي دي.

د دغو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په خوشالیو کې ګڼ خلک هغه ځای ته ورغلي چې دغه بندیان خوشې کېږي.

یو سړی چې د فلسطیني دویمې انتفاضې (پاڅون) (له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵ پورې) په ترڅ کې یې د ځینو بندي شویو خپلوانو د خلاصون تمه کوي، وایي: "موږ ډېر اندېښمن وو، کله مو چې واورېدل چې د سولې تړون ماتېدو ته نژدې شوی،‌ هېڅ خوب مو ونه کړ،. موږ ډېر ناهیلي شوي وو. یوازې هیله لرو چې دا به دوام وکړي او غزه به بیا ورغول شي او ټول بندیان به خوشې شي."

خوشې شوی ارجنټاینی-اسرائیلی یاییرهورن په وسلو سمبالو کسانو لخوا بدرګه کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خوشی شوی ارجنټاینی-اسرائیلی یاییرهورن په وسلو سمبالو کسانو لخوا بدرګه کېږي.

په ننیو خوشي شویو فلسطیني بندیانو کې ځینې داسې کسان هم دي چې د اسرائیلو پر ضد یې وژونکي بریدونه کړي او داسې هم پکې شته چې له هېڅ ډول محاکمې یا تور پرته نیول شوي او بندیان شوي وو.‌

وړاندې د فلسطیني بندیانو ټولنې ویلي وو، تمه ده چې اسرائیل به ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي، چې ۲۹ پکې له لوېدیځې تړانګې او ۷ د بیت المقدس او هغې شاوخوا سیمو دي. له دوی به ۲۴ یې بهر ته ولېږدول شي.

حماس یوه بیانیه خپره کړه چې پکې یې ویلي، د یرغمل شویو کسانو خوشي کول نن ورځ ثابتوي چې غزه کې د نیول شویو یرغمل شویو کسانو خوشي کول یوازې "د مذاکراتو او د اوربند د تړون شرایطو ته د ژمنتیا له لارې" امکان لري.

حماس زیاته کړه: "موږ نړۍ ته وایو: هېڅ کډه کېدل نه شته، یوازې بیت المقدس ته." دا د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وړاندیز په ځواب کې وو چې غواړي د غزې ټول اوسېدونکي ګاونډیو هېوادونو ته ولېږي.

له خوشي شویو کسانو وسله وال راتاو دي او له سپارل کېدا مخکې د خبرو موکه ورکړل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له خوشي شویو کسانو وسله وال راتاو دي او له سپارل کېدا مخکې د خبرو موکه ورکړل شوې.
خلک په تل ابیب کې د خوشې کېدونکو اسرائیلیانو هرکلي ته ورغلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلک په تل ابیب کې د خوشي شویو اسرائیلیانو هرکلي ته ورغلي.

‌د نتنیاهو غبرګون

خوشی شوی اسرائیلی

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر په عبري ژبه یوه اعلامیه خپره کړې چې نن یې د درېیو اسرائیلیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، حکومت له امریکا سره د هغو کسانو په خوشي کولو کې همکاري کوي چې لا هم غزه کې بندیان دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې حماس "دې اونۍ کې د هوکړې ماتولو هڅه کړې".

د اوربند تړون درېیو پړاوونو کې څه دي؟

یو خوشی شوی اسرائیلی

د عکس سرچینه، Reuters

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۹ مه نافذ شو. له هغه وخته څلور ځله اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي او پنځم ځل نن درې یرغمل اسرائیلیان خوشي شول.

دا تړون په درېیو پړاوونو وېشل شوی دی:

لومړی پړاو

  • چې دا همدا اوس روان دی او ۴۲ ورځې دوام کوي
  • حماس وايي ۳۳ یرغمل شوي کسان به خوشي کړي او اسرائیل به شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي
  • فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې به هره ورځ سیمې ته داخلېږي
  • اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼ‌مېشتو سیمو ووځي

دویم پړاو

  • د دې پړاو د خبرو اترو پیل یوازې د لومړي پړاو له پیلېدو وروسته شوی
  • تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني بندیانو سره تبادله شي
  • اسرائیل به له غزې په بشپړه توګه ووځي

درېیم پړاو

  • په پای کې، د ټولو وژل شویو یرغمل شویو کسانو مړي به اسرائیل ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې بهیر به پیل شي