اسرائیلي ځواکونه له هغه دهلیزه ووتل چې غزه یې پر دوو برخو وېشلې وه

سلګونه فلسطینیان د موټرو او ګاډو په مټ، چې په توشکو او نورو شیانو بار وو، د شمالي غزې پر لور بېرته ستانه شول، خو ډېری یې د بشپړې ویجاړۍ له صحنو سره مخامخ شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سلګونه فلسطینیانود غزې شمالي سیمو کې خپلو مېنو ته د ستنېدو پرمهال موټرو کې توشکې او نور شیان بار کړي وو.

په داسې حال کې چې مصر به د فبرورۍ پر ۲۷مه د عرب هېوادونو د یوې بېړنۍ غونډې کوربه وي، چې د فلسطین مسلې "وروستي او خطرناک" پرمختګونه وڅېړي، اسرائیلي ځواکونه له نتساریم دهلېزه – چې د غزې تړانګه له شمال لوېدځه جلا کوي- په بشپړ ډول وتلي. دا کار یې د اوربند هوکړې د لومړي پړاو د ترتیباتو له مخې کړی.

له دې وتلو وروسته، سلګونه فلسطینیان د موټرو او ګاډو پر مټ، چې په توشکو او نورو توکو بار وو، د شمالي غزې پر لور بېرته ستانه شول، خو ډېر یې د بشپړې ویجاړۍ له صحنو سره مخامخ شول.

د اسرائیلي ځواکونو وتل د اسرائیل- حماس ترمنځ د جنورۍ د ۱۹ مې اوربند له هوکړې سره سم ترسره شوي، چې تر اوسه یې پر بنسټ حماس ۲۱ اسرائیلي یرغمل شوي کسان او اسرائیلو ۵۶۶ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

د اوربند د لومړۍ مرحلې تر پای ته رسېدو پورې، چې درې اونۍ دوام کوي، تمه ده چې ۳۳ یرغمل شوي کسان او ۱,۹۰۰ بندیان خوشې شي. اسرائیل وایي له ۳۳ یرغمل شویو کسانو اته یې مړه شوي دي.

حماس د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه، پر اسرائیلو د برید پر مهال ۲۵۱ کسان یرغمل کړل او شاوخوا ۱,۲۰۰ کسان یې ووژل، چې د غزې جګړې ته یې لار هواره کړه.

غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیلي یرغل له امله تر اوسه لږ تر لږه ۴۷,۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د غزې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ودانۍ یا زیانمنې شوې یا ویجاړې شوې دي.

د ویډیو تشریح، په رام الله کې خوشې شويو فلسطیني بندیانو ته هرکلی وویل شو

د جګړې پیل کې، د غزې شمالي سیمو نژد اوسېدونکي ۷۰۰,۰۰۰ جنوبي سیمو ته وتښتېدل؛ ځکه چې اسرائیلي پوځ له یرغل وړاندې د تخلیې پراخ امرونه ورته کړي وو.

وروسته، د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ډېری برخه با څو ځله بې‌ځایه کېدو او کډه کېدو ته اړ شول، ځکه چې اسرائیلي ځواکونو جنوبي غزه هم ارامه پرېنښوده.

دوی ته بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه وه ورکړل شوې، ځکه چې د نتساریم دهلېز، چې له غزې-اسرائیلو له سرحده تر مدیترانې سمندره غځېږي، د هغوی د تګ راتګ مخه نیوله.

تېره میاشت، اسرائیلي ځواکونو د دې دهلېز له لوېدیځې برخې یو څه شاتګ وکړ او لومړیو پلي روانو فلسطینیانو ته د ساحلي رشید سړک له لارې شمالي غزې ته د تللو اجازه ورکړل شوه.

خو هغه کسان چې په وسایطو او ګاډو کې کې دي، باید پر صلاح‌الدین سړک ولاړ شي او د امریکایي او مصري امنیتي قراردادیانو له‌خوا تلاشي کېږي چې وسلې ورسره نه وي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د یکشنبې د ورځې د ختیځې برخې له شاتګه په رسمي ډول تبصره نه ده کړې، چې دا به اسرائیلو ته د غزې د سرحدونو کنټرول پرېږدي، خو هغه سړک به بیا پرانیستل شي چې غزه یې پر دوو برخو وېشلې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د "هارټز" ورځپاڼې له مخې، د حماس تر واک لاندې د غزې د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې "احتیاط وکړي او د خپل امنیت لپاره د تګ راتګ له موجوده اصولو سره سم عمل وکړي".

اسرائیلي ځواکونه په داسې حال کې شا ته شوي چې تمه ده د اسرائیلو یو پلاوی قطر ته سفر وکړي؛ هغه هېواد چې د غزې جګړه کې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي.

د اسرائیلي حکومت د وینا له مخې، پلاوی به لومړی د اوربند د هوکړې د لومړي پړاو په اړه "تخنیکي موضوعات" وڅېړي، نه د دویمې سختې مرحلې موضوعات، چې دایمي اوربند، د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ژوندي پاتې شویو یرغملو خوشې کېدل او له غزې د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل پکې شامل دي.

د دې پریکړې لپاره به د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لا نورو لارښوونو ته اړتیا وي، چې دا مهال له امریکا راستون شوی دی.

د دې سفر پر مهال، ټرمپ د امریکا د غزې پالیسۍ کې تر ټولو لوی بدلون رامنځته کړ او د غزې د ټولو ملکي وګړو د ایستلو غوښتنه یې وکړه، په دې پلمه چې د دوی په ټکو "د منځني ختیځ ریوېرا" سیمې ته وده ورکړي.

دا وړاندیز، چې د نړیوالو قوانینو له مخې یو جرم ګڼل کېږي، ان د عرب هېوادونو له خوا هم تقریباً په بشپړ ډول رد شوی دی.

د فبرورۍ پای کې د عربو بېړنۍ غونډه

Ghaza

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ وویل، دوی به "د فلسطینیانو د نه بېلېدونکو حقونو پر وړاندې هېڅ ډول تېری ونه مني او نه به د هغوی د بې‌ځایه کولو هڅې ومني" او اسرائیل یې د "نسل پاکولو" په تور تورن کړل.

مصر هم د فلسطینیانو د ایستلو هر ډول هڅه رد کړې او ویلي یې دي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه به د عرب لیګ بېړنۍ غونډه راوبلي او هغه "جدي" فلسطیني پرمختګونه به وڅېړي، چې د دوی په وینا، اندېښنه پاروونکي دي.

کله چې د اسرائیلو ولسمشر اسحق هرزوګ د ټرمپ د پلان په اړه وپوښتل شو، نوموړي بي بي سي ته وویل چې دا د امریکا او د اسرائیلو د ګاونډیانو مصر او اردن له لوري د نویو نظرونو وخت دی ځکه چې ټرمپ غواړي دغه هېوادونه د غزې فلسطینیان ومني.

هرزوګ "د بي بي سي یکشنبه له لورا کوینزبرګ سره" خپرونه کې وویل: "موږ باید سمه لاره ومومو چې ډاډ ترلاسه کړو د اکتوبر ۷مه بېرته تکرار نشي، یعنې حماس نور د غزې واکمن نه وي."

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې قاهره به د فبرورۍ پر ۲۷مه د عربو بېړنۍ غونډه جوړه کړي چې "جدي" فلسطیني پرمختګونه به وڅېړي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا غونډه د فلسطینۍ ادارې په غوښتنه او د بحرین – چې دا مهال د عرب لیګ مشري کوي – او د عربي هېوادونو د ټولنې له عمومي منشي سره تر همغږۍ وروسته، جوړېږي.

مصر د جمعې پرورځ اعلان وکړ چې د اردن، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون، له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخوي، چې په سیمه کې د فلسطینیانو د شړلو پر ضد دريځ ټینګ کړي.

"د فلسطین محوه کول"

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ، چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې له جګپوړو چارواکو او د کانګرس له غړو سره خبرې وکړي.

وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا سفر "د مصر او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا" او همداراز "د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه د سلا مشورې" په موخه ترسره کېږي.

نخچه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندیز، چې د غزې تړانګې کنټرول به خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان به "په زور کډه کېدو" ته اړ کړي، د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره "جدي ګواښ" دی.

ټرمپ تېره اونۍ په واشنګټن کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترڅنګ اعلان وکړ: "متحده ایالات به د غزې تړانګې نظارت پر غاړه واخلي."

عراقچي وویل: "د غزې د خلکو د جبري ایستلو پلان یوه استعماري دسیسه ده، چې موخه یې د فلسطین محوه کول دي."

نوموړي د مصر د بهرنیو چارو له وزیر بدر عبدالعاطي سره د ټیلیفوني تماس پر مهال ټینګار وکړ چې دا پلان "د سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو جدي خطر" رامنځته کوي.

ایراني وزیر ټینګار وکړ چې "اسلامي هېوادونه باید د دې دسیسې پر وړاندې یو واحد او قوي دریځ خپل کړي، ځکه چې دا د فلسطین د ملت برخلیک ته مستقیم ګواښ دی."