تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
متقي: له بهره افغانستان ته د نشه يي توکو قاچاق یو جدي ګواښ دی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي له "بهره افغانستان ته" د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي اوس مهال دا مسله د افغانستان لپاره پر یو جدي ګواښ اوښتې. هغه له نړیوالې ټولنې دې برخه کې د لاس نیوي غوښتنه کړې ده.
ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو د څار د دفتر (UNODC) د مشر بوماتیاسین سره د یوې ناستې پر مهال وویل: " له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي."
متقي وویل چې د طالبانو حکومت پر نشو د روږدو کسانو د درملنې، د نشه يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او نورو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په چمتو کولو کې مرسته وکړي، او دا چې د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي کارخونو ودې سره د عاید قانوني سرچینې ورته برابرېدلی شي.
په وروستیو کلونو کې، د طالبانو حکومت د مخدره توکو د کښت او تولید پر وړاندې سختې تګلارې پلې کړې دي.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کښت، تولید او پلور د بندیز فرمان صادر کړ او امر یې وکړ چې له سرغړونکو سره دې د "اسلامي شریعت" سره سم چلند وشي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر کلنی راپور ښيي چې دغه بندیز په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال تر پایه د نشه يي توکو په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راوستی دی.
دغه دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له افغانستانه د میتامفیتامین قاچاق په خطرناکه کچه مخ په ډېرېدو دی. دغه چاره وروسته له هغه پیل شوه چې د طالبانو مشر د کوکنارو کښت منع کړ.
په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې د کوکنارو کرکیله بنده کړه، هغه مهال ملګرو ملتونو رپوټ ورکړ چې د ۲۰۰۱ کال د مې په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته ټیټ شوی وو. خو په تېرو شاخوا ۲۵ کلونو کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار بېرته وده وکړه.
تر ډېره د پخواني حکومت وسله والو مخالفینو ته د پړې ګوته نیول کېده چې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو له کرکیلي او کاروباره ګټه کوي.
دغو کلونو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو داسې افغانان له کډوالۍ ستانه شول چې پر نشو روږدي شوي وو او افغان ښارونو کې د روږدو شمېر له یوه مخه پراخه شو.
د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ چارواکو وویل، په تېرو دوو کلونو کې یې نژدې ۲۸ زره په نشو روږدي کسان د درمنلې لپاره ټول کړي دي.
د طالبانو امنیه قومندانۍ یوه ویاند خالد ځدراڼ بيبيسيپښتو ته ویلۍ وو، "په تېرو دوو کلونو کې په کابل شاوخوا ۲۸ زره معتادین راټول شوي، چې زنانه [ښځې] او ماشومان هم په کې دي."