یو نامتو جاپانی سوک وهونکی د مغزي ټپونو له کبله مړ شو

د عکس سرچینه، Getty Images
یو جاپانی سوکوهونکی چې د توکیو په یوه سیالۍ کې یې مغز ټپي شوی و مړ شو. هغه هیروماسا اوراکاوا ۲۸نومېده او ۲۸ کلن و. نوموړی د اګست پر ۲مه د یوجي سایتو په نامه یو سیال د سیالۍ په اتم پړاو کې سوځولی و.
دا پېښه د شیګتوشي کوتاري په نوم د یو بل داسې لوبغاړي تر مړینې څو ورځې وروسته وشوه چې له ورته ډول ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه. هغه هم د توکیو د کوراکوېن تالار سیالیو کې له ټپي کېدو وروسته ژوند بایللی و.
دواړو سوکوهونکو د (هماتوم ساب دورال) یا مغزي جراحۍ ترسرې کړې وې. هغه حالت چې وینه په کې د سر او مغز ترمنځ راټولېږي.
د سوکوهنې نړیوالې ادارې وویل، چې په ژور ډول خواشینې ده چې هیروماسا اوراکاوا له یوجي سیتو سره سیالۍ کې د ټپونو له امله مړ شو.
یادې ادارې زیاته کړه: "دا غمجن خبر یوازې څو ورځې وروسته د شیګیتوشي کوټاري له مړینې وروسته خپور شو چې په ورته سیالۍ کې ټپي شوی و."
له دې پېښې وروسته، د جاپان د سوکوهنې فدراسیون اعلان وکړ چې د ختیځې اسیا او ارام سمندر د سوکوهنې فدراسیون ټولې اتلولۍ به له ۱۲ پړاونو ۱۰ هغو ته راکمېږي.
د جاپانیو رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان د سوکوهنې فدراسیون یوه څېړنه پیل کړې او پلان لري چې په سپتمبر کې د مړینو د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړي.
هیروماسا اوراکاو دریم تر ټولو نامتو سوکوهونکی دی چې په ۲۰۲۵ کال کې مړ کېږي.
تر دغو دوو پېښو مخکې بیا ایرلینډی سوکوهونکی جان کوني د فبرورۍ په میاشت کې په بېلفاسټ سیمه کې له یوې سیالۍ وروسته مړ شو.
هغه هم د ۲۸ کلنۍ په عمر له ویلز ناتان هاویلز سره د یوې سیالۍ پر وخت په سر کې دننه وینې بهېدنې له امله مړ شو.









