هند په برخلیک ټاکونکې لوبه کې انګلنډ ته ماته ورکړه او لوبلړۍ یې مساوي کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې په یوه کمسارې جالبه ټېسټ لوبه کې انګلنډ ته په شپږو منډو ماته ورکړه او له دې سره یې د پنځو ټېسټ لوبو لوبلړۍ دوه- دوه برابره کړه.
په وروستۍ ورځ د هند د بري اټکل ډېر کم برېښېده ځکه کوربه انګلنډ یوازې ۳۵ منډو ته اړتیا لرله په داسې حال کې چې څلور لوبغاړي یې پر ځای پاتې وو.
د دغې برخلیک ټاکونکې وروستۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ هند لوبولي وه چې ټول لوبغاړي یې په ۲۲۴ منډو کې اوټ شوي وو په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ هم ډېر برلاسی نه و او یوازې ۲۴۷ منډې یې جوړې کړې.
د دواړو لوبډلو دویمې پاڼۍ د منډو له کبله تاریخي وې. هند ۳۹۶ منډې جوړې کړې وې دومره منډې په وروستیو نږدې دوه نیمو لسیزو کې په دې لوبغالي نه دې پوره شوي.
انګلنډ د دې لوبې د ګټلو لپاره ۳۷۴ منډو ته اړتیا لرله د انګلنډ هري بروک او جیو روټ سلیزې وکړې، او یوازې ۳۵ منډې ورته پاتې وې. خو په وروستۍ ورځ د انګلنډ وروستیو څلورو پاتې توپ وهونکو ۳۵ منډې پوره نه کړې. بل خوا په همدې وروستۍ ورځ هندي چټک توپ اچونکي محمد سراج درې ویکټې واخیستې او د دې لوبې اتل شو.
د دغې سیالۍ بل د پام وړ ټکی دا هم و چې په هره پاڼۍ کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او په داسې حال کې چې لوبه ښآيي څلورمه ورځ ختمه شوې وای، باران وځنډوله.
انګلنډ چې دغه هدف پوره کولو ته نږدې و په کور د ننه یې خلکو تاریخي ریکارډ ته شیبې شمېرلې خو د هند بالرانو په کمساري ښه بال او توپ نېونکو په خورا ښه فیلډېنګ د ډېرو اټکلونه غلط ثابت کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
انګلنډ د دوشنبې پر ورځ چې د ټېسټ لوبې وروستۍ پنځمه ورځ وه د ۲۸ منډو په جوړولو څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل. د انګلنډ وروستۍ لوبغاړی ووکېس په داسې حال کې چې مټ کې د درد له کبله یې لاس تړلی و په یوه لاس د بېټ کولو لپاره لوبغالي ته ښکته شو خو هغه ته وار ونه رسېد او له کوم بال وهلو مخکې ورسره په ویشتنځای ولاړ بل وروستی لوبغاړی اوټ شو.
له دې مخکې د پنځو ټېسټ سیالیو له شمېرې یې یوه هند او دوه انګلنډ ګټلې وې خو څلورمه هغه چې مانچستر کې وشوه بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
د دغې لوبلړۍ دوه دوه مساوي کېدل به هند ته له بري په کمه معنا نه وي او هغه هم داسې مهال چې لوبډله یې د نوي لوبډلمشر شبمېن ګیل تر مشرۍ لاندې د انګلنډ په کوربتوب لوبېده.
د هند او انګلنډ ګڼو لوبغاړو دا ټېسټ لوبو یوه یادګاري ښایسته سیالي او لوبلړۍ بللې ده.
د هند د ملي لوبډلې یوه پخواني وېکټ ساتونکي ډيپ ډاسګپوټا چې په اوس په ټېسټ سیالیو تبصرې کوي ویلي "دې سیالیو وښوده چې د هند کرېکټ له وړتیا د ډکو خلکو په لاسو کې دی او ښه لوري ته روان دی."
د هغو په ټکو د روهېت شرما، ویرات کوهلي او بومرا په نشتون کې هم د هندۍ لوبډلې داسې لوبه هند او نړۍ ته خوار ښه پیغام ورکوي.
دا لوبه د لندن په اوول لوبغالي کې کېده او زرګونو خلکو له نږدې ننداره کړه. د نندارې لپاره یې د ټولو پنځو ورځو کابو ټول ټکټونه خرڅ شوي وو.
یو شمېر انګرېز لوبغاړو د لوبو نندارچیانو او ولولو ته په کتلو ویلي دې لوبلړۍ انګلنډ کې کرېکټ ته بیا د خلکو لېوالتیا ژوندۍ کړه.
د هند لوبډلې ترکیب هم هغه مهال چې پیاوړو لوبغاړو روهېت شرما او ویرات کوهلي یې استعفاوې ورکړې ورا له مخه د ډېرو پام اړولی وو.








