"تر ټولو ډېر عمر" کې د مرتون ځغاستونکی فوجا سېنګ د ۱۱۴ کلونو په عمر د ټکر له کبله ومړ

د عکس سرچینه، Pardeep Sharma/BBC
- Author, سوراب ډوګل
- دنده, بي بي سي پنجابي
هندي الاصله بريتانوی فاوجا سېنګ چې په نړيواله کچه د مرتون تر ټولو د ډېر عمر منډه وهونکی ګڼل کېږي د ۱۱۴ کالو په عمر په هند کې د ترافيکي پېښې له امله مړ شوی.
پوليس وايي سېنګ د پنجاب په خپل پلرني کلي کې له سړکه د تېرېدو پر مهال يوه ناپېژانده موټر وهلی دی.
له ټکر وروسته کليوالو يې روغتون ته ورساوه خو هلته يې ساه ورکړه.
سېنګ چې په نړيواله کچه پېژندل شوې څېره وه د مرتون د بېلابېلو عمرونو په ګټګوريو کې يې برخه اخيستې وه او ريکارډونه يې جوړ کړي وو.
نوموړي له ۸۹ کلنۍ منډې پيل کړې وې او د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ يې نهه ځله مرتون بشپړ کړي و.
فوجا سېنګ له ۱۹۹۲ کال راهيسې د لندن په ختيځ کې ژوند کاوه. د نوموړي خيريه بنسټ "سکان په ښار کې" وايي په راتلونکو ورځو کې به د ده ژوند او لاسته راوړنو لمانځنه کوي.
فوجا سېنګ د دوشنبې په ورځ جلندر ته څېرمه خپل پلرني کلي کې موټر وواهه. د سيمه ييزو پوليسو افسر هروېندر سېنګ وايي په پېښه کې د ښکېل کس په اړه پلټنې روانې دي او تورن کس به ډېر ژر ونيول شي.
د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي تر څنګ ګڼو کسانو د نوموړي پر مړينه خواشیني ښودلې او دی يې يو "فوق العاده ورزشکار چې حيرانوونکی هوډ يې درلود" ياد کړی دی.
د فاوجا سېنګ روزونکي هارماندر سېنګ يې مړينه تائيد کړې او وايي، هغه د "انسانيت سمبول او د مثبت فکر يوه پياوړې سرچينه وه".
کله چې د روان کال په جون مياشت کې بي بي سي نوموړی په خپل کلي کې وليد، روغ او فعال و او هره ورځ به يې څو کيلومتره پلی تګ کاوه.
نوموړي ويل، "زه اوس هم له خپل کلي چاپېره ګرځم تر څو خپلې پښې پياوړې وساتم. انسان بايد خپل بدن په خپله وساتي."
فاوجا سېنګ په ۲۰۱۲ کال کې د لندن اولمپيک مشال هم لېږدولی و. د ځغاستې پر مهال يې ګڼې لاسته راوړنې او ریکارډونه جوړ کړي وو. په ۲۰۱۱ کال يې د کاناډا په ټورنټو کې له ۱۰۰ کلنۍ نه ډېر عمر کې مرتون بشپړ کړی و.
خو د نوموړي دا ادعا چې د نړۍ د تر ټولو ډېر عمر د مرتون منډې هوهونکی دی د ګېنس نړيوالو ريکارډونو له خوا ونه منل شوه. ځکه چې ده د ۱۹۱۱ کال د زېږېدو رسمي سند نه درلود.
د بي بي سي راپور کې د هغه د بريتانوي پاسپورت له مخې يې د زيږېدو نېټه د ۱۹۱۱ کال د اپرېل لومړنۍ نېټه وه او د بريتانيا ملکې هم هغه ته د ۱۰۰ کلنۍ د مبارکۍ ليک استولی و.
د فاوجا روزونکی هارماندر سېنګ وايي، هغه مهال په هند کې د زېږون اسناد نه ورکول کېدل خو د ګېنس نړيوالو ریکارډونو چارواکي وايي، دوی به خوښ وای چې هغه ته يې دا ریکارډ ورکړی و خو وايي دوی يوازې هغه اسناد مني چې د زېږون په کال ورکړل شوي وي.
فاوجا سېنګ په پنجاب کې رالوی شوی و، خلکو به د کمزور پښو له کبله پرې ملنډې وهلې او تر پنځه کلنۍ پورې سم نشوی ګرځېدلی.
خو نوموړي په جون مياشت کې د بي بي سي پنجابۍ څانګې ته د خبرو پر مهال ويلي وو، "هماغه ژڼي چې د کمزورۍ له کبله به پرې خلکو خندل وروسته تاریخ جوړ کړ."
نوموړي ويل، "ما په ځوانۍ کې د مرتون نوم نه و اورېدلی، ښوونځي ته نه وم تللی او نه مې سپورت کړی و. يوازې بزګري مې کوله."
په ۱۹۹۰ کلونو کې د مېرمنې له مړينې وروسته لندن ته ولاړ او له خپل مشر زوی سوک جندر سره اوسېده.
هند ته د سفر پر مهال يې په يوه پېښه کې کشری زوی مړ شو. دې پېښې ډېر غمجن کړ او ساعتونه به د هغه ځای تر څنګ ناست و چې د زوی وروستي مراسم يې ترسره شوي وو.
کليوالو يې کورنۍ ته مشوره ورکړه چې بېرته يې لندن ته بوځي. هلته يې د سکانو په يوه عبادت ځای کې له يوې ډلې عمر خوړليو سره چې منډې به يې وهلې او له خپل روزونکي هارماندر سېنګ سره وپېژندل.
نوموړي ويل، "که له هارماندر سېنګ سره نه وی معرفي شوی، هېڅکله به مې په مرتون کې ګډون نه وی کړی."

د عکس سرچینه، Saurabh Duggal/BBC
سېنګ په ۲۰۰۰ کال کې يوازې يوه مياشت مخکې له دې چې ۸۹ کلن شي د لندن په مرتون کې د بلېس په نامه خيريه بنسټ لپاره چې له وخت مخکې زيږېدليو ماشومانو ته ملاتړ برابروي په لومړي ځل ګډون وکړ.
سېنګ وايي له ځغاستې مخکې د سيالۍ مسولينو ورته وويل چې یوازې دسمال په سر کولی شي او د پګړۍ په سرولو اجازه نه لري.
دی وايي، "ما ورته وويل له پګړۍ پرته منډه نه وهم. په پای کې تنظيموونکو اجازه راکړه چې له پګړۍ سره ګډون وکړم او دا زما لپاره تر ټولو لوی افتخار و."
نوموړي دغه مرتون په شپږو ساعتونو او ۵۴ دقيقو کې بشپړ کړ او له همدې ځايه يې يو نه هېرېدونکی سفر پیل شو.
د لندن په مرتون کې د درېيم ځل پر مهال يې د پخوا پرتله نهه دقيقې مخې ټاکلی واټن بشپړ کړ.
په ۲۰۰۳ کال کې يې بيا د ټورانټو واټرفرنټ مرتون په پنځو ساعتونو او ۴۰ دقيقو کې پوره کړ.
فوجا سېنګ په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال نړيوال شهرت وموند چې د اډيډاس شرکت په يوه اعلان کې چې محمد علي او نور ستوري هم په کې وو راڅرګند شو.
په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان لومړي وزير د لاهور په مرتون کې د ګډون بلنه ورکړه. یو کال وروسته په ۲۰۰۶ کال کې د بريتانيا ملکې الېزابت بکېنګهم ماڼۍ ته په ځانګړی توګه وباله.
په پنجاب کې د سېنګ په کور کې له ګڼو يادګارونو سره يو چوکاټ شوی عکس هم ښکاري چې هغه په کې له ملکې سره ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Pardeep Sharma/BBC
سېنګ له ۱۰۰ کلنۍ وروسته هم په مرتونونو کې ګډون کاوه او خلکو د "پګړۍ لرونکي توپان" په نامه يادوه. هغه له اعلانونو ترلاسه شوې ډېري پېسې په خيريه کارونو لګولې.
نوموړي ويل، "زه هماغه فاوجا سېنګ يم خو منډې وهلو زما ژوند ته هدف راکړ او ما ته يې نړيوال شهرت راوباښه."
په ۲۰۱۳ کال يې په هانګ کانګ کې په خپله وروستۍ اوږده سيالۍ کې برخه واخيسته. لس کیلومتره واټن يې په يو ساعت ۳۲ دقيقو او ۲۸ ثانيو کې وواهه.
په وروستيو کلونو کې سېنګ په هند او بريتانيا کې ژوند کاوه. نوموړي خپل اوږد عمر د ساده ژوند بڼې، منظم خوراک او مثبت فکر پايله باله.
ده ويل، "کم خوراک، ډېر حرکت او خوشحاله اوسېدل، زما د اوږد عمر راز دی او ټولو ته مې همدا پيغام دی".











