پاکستان او هند کې د بالیووډ نوي فلم ته غبرګونونه

تصویر کې د فلم مرکزي لوبغاړی رنویر سېنګ د یوې جلۍ سره پر موټرسایکل سپور دی.

د عکس سرچینه، Jio Studios

د عکس تشریح، په دورېندر فلم کې رنویر سینګ د یوه هندي جاسوس په توګه په پاکستان کې یو خطرناک ماموریت لري.

بالیووډ یا د هند سینما یو نوی جاسوسي فلم جوړ کړی او نندارې ته یې وړاندې کړی، دغه فلم هند او پاکستان کې ستایل شوی، خو بلې خوا ته یې بیا اندېښنې هم پیدا کړې دي. د ځینو په نظر دغه فلم د سویلي اسیا د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله دښمنیو انځور لا پسې جنجالي ښودلی دی.

دغه فلم، "دورېندر" نومېږي او تېره اوونۍ سینماګانو ته وړاندې شو. دا فلم نندارچیان د جاسوسۍ، د وسله‌والو ډلو جګړو، ګرمو ملي احساساتو، سختدریځۍ او له کړکېچه ډکې نړۍ ته بیایي.

فلم د بالیووډ د نوموتي ستوري رنویر سېنګ پر پیاوړي رول ولاړ دی چې د "حمزه" په نوم د هندي جاسوس رول لوبوي. هغه د پاکستان کراچۍ ښار ته د یوه خطرناک ماموریت لپاره استول کېږي.

کیسه د ده د جنایي شبکو، پټو عاملانو او خپلو شخصي کړاوونو پر وړاندې د مبارزې سفر انځوروي، هغه هم د هند او پاکستان د ترینګلو اړیکو په سیورې کې.

که څه هم په فلم کې له اکشن یا جنګ ډکو صحنو او زړه راښکونکې کیسې ډېرو لیدونکو ستاینه کړې، خو د فلم سیاسي پیغامونه او د تاریخي پېښو وړاندې کول د تاوده بحث سبب شوي دي.

د فلم لارښود ادیتیا دهار لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د "یوري: د جراحي برید" په نوم فلم سره ملي شهرت وموند چې د ۲۰۱۶ کال پر پاکستان د هند هوايي بریدونو کیسه یې انځوروله.

دغه فلم په سینماګانو کې لویه بریا ترلاسه کړه او دهار ته یې ملي جایزه هم وګټله.

که څه هم "دورېندر" د دهار یوازې دویم فلم دی چې خپله یې تولید کړی خو هغه د تېر کال د "ارټیکل ۳۷۰" په ګډون د یو شمېر نورو فلمونو شریک لیکوال او تولیدوونکی هم پاتې شوی دی.

دغه فلم د کشمیر د ځانګړي حیثیت د لغوه کېدو موضوع رانغښتې وه او د لومړي وزیر نریندرا مودي له خوا یې ستاینه هم شوې وه.

په فلم کې په تنګو خونو کې خونړۍ جګړې، په ګڼه‌ ګوڼه لرونکو کوڅو کې ډزې او د مړو پرله‌ پسې صحنې ښودل کېږي. د شکنجې صحنې اوږدې او نااراموونکې دي. تاوتریخوالی ډېر څرګند انځور شوی او د کامرې تنګې زاویې د وېرو او فشار احساس لا زیاتوي.

ټولنیزو رسنیو کې د فلم په اړه هم ستاینه شوې او هم نیوکې.

یو سړی چې تور لباس یې اغوستی، د موسیقۍ یو محفل ته داخلېږي او ګډا پیلوي. اصل نوم یې اکشی کانا دی او په فلم کې د ویلن رول لوبوي. دوه کسان چې له وړاندې د موسقۍ په محفل کې ګډیږي، د اکشی مخې ته نڅا کوي.

د عکس سرچینه، Jio Studios

د عکس تشریح، داسې ښودل شوې چې د "ډورېندر" فلم ډېره برخه په کراچۍ کې ده او دعوه کوي چې هلته د خپرو شویو ډله‌ییزو جګړو کیسه بیانوي.

دا بحثونه تر دې بریده تاوده شوي چې یو شمېر فلمي نقد کوونکي له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د دورېندر فلم پلویانو پر دوی تور پورې کړی چې فلم د هنري ارزښت پر ځای د سیاسي تمایل له مخې ارزوي.

د فلمي ګوت‌ نیونکو ټولنې (Film Critics' Guild) چې د نقد کوونکو یوه اتحادیه ده، روانه اوونۍ په یوه بیان کې د "دورېندر" د بیا کتنو له امله پر کره کتوونکو د شویو "هدفي بریدونو، ځورونو او کرکې ډکو چلندونو" کلکه غندنه کړې ده.

خو له دې ټولو وېشلو غبرګونونو سره سره فلم پراخ نندارچیان سینماګانو ته راکاږي او لا له وړاندې د روان کال له سترو سوداګریزو بریاوو شمېرل کېږي.

دا بهیر خاص د حیرانتیا وړ نه دی. په وروستیو کلونو کې هندي سینما د ملي‌ پالنې پر بنسټ د لویو فلمونو د زیاتېدو شاهده ده، داسې فلمونه چې په ښکاره د حکومت تګلارې او تاریخي پېښې یادوي.

د "کشمیر فایلز" او "کیرالا سټوري" په څېر فلمونه، سره له دې چې د تاریخي کره‌والي او سیاسي پیغامونو له امله یې سخت بحثونه راپارولي، بیا هم لویې سوداګریزې بریاوې ترلاسه کړې دي.

جاسوسي ټریلر فلمونه هم له پخوا راهیسې د هندي سینما مهمه برخه پاتې شوې چې ډېر وخت پکې پاکستان د هند لپاره د تر ټولو لوی ګواښ په توګه انځور شوی دی؛ دا هغه تکراري انځور دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لسیزو جیوپولیټیکو کړکېچونو ریښې لري.

د دغو فلمونو جوړونکي وایي، لامل یې دا دی چې دا اثار له نندارچیانو سره ځکه ژر اړیکه ټینګوي چې تاریخي پېښو او معاصرو موضوعاتو ته ورګرځي؛ هغه حساسې او وېشونکې مسلې چې د ټولنیز هویت، ملي حافظې او اوسني سیاست پورې تړاو لري او ډېری وخت سوداګریزه سینما ترې سترګې پټوي.

د "کیرالا سټوري" لارښود سودیپتوسن تېر کال بي‌بي‌سي ته ویلي وو:

"زما فلمونه سیاسي نه‌ دي، بلکې انساني کیسې بیانوي."

د ۲۰۲۳ کال دغه فلم ادعا کوله چې د هندو او عیسوي ښځو "ریښتینې کیسه" ښيي چې ګواکې د اسلام منلو او د داعش ډلې سره د یوځای کېدو لپاره غولول شوې وې.

خو نقد کوونکي وایي، دا ډول فلمونه د مهمو پېښو د ښکاره تحریف له لارې د تفریح او تبلیغ ترمنځ کرښه ورځ تر بلې ګډه وډه کوي او پېچلې تاریخي کیسې په ډېر ساده او یو اړخیز داستان بدلوي.

د فلم پوسټر دی. مېرمنې په تورو نقابونو کې ولاړې دي. او یوه مېرمن چې سپین کالي اغوستې دي، کاغذونه په لاس کې ورسره دي، ولاړه ده.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، نیوکه‌ کوونکو د "کېرالا کیسه" پر فلم دا تور ولګاوه چې مذهبي کرکه پاروي.

د فلمي نیوکه‌ کوونکي اودې بهاتیا په وینا، "دورېندر" چې ځان د یوې جاسوسي ټریلر کیسې په توګه وړاندې کوي او سخت ملي‌ پال ټون لري، په بشپړه توګه د همدې مخ پر پراخېدو ژانر برخه جوړېږي.

فلم لا له خپرېدو وړاندې له حقوقي څېړنو سره مخامخ شو، وروسته له هغې چې د یوه وژل شوي پوځي افسر کورنۍ ادعا وکړه چې د کیسې ځینې برخې د هغه له ژوند اخېستل شوې دي خو له دوی اجازه نه‌ ده اخیستل شوې. ادیتیا دهار دا تور رد کړ او وروسته دا فلم د هند د فلم د تصدیق مرکزي بورډ له خوا د یوه خیالي اثر په توګه تایید شو.

سره له دې، د ریښتیني ژوند ګڼې پېښې او تاریخي حساس ټکي په فلم کې ورګډ دي. په دې کې د ۲۰۰۱ کال پر هندي پارلمان د برید خبري انځورونه او اصلي غږیز ریکارډونه او همدارنګه د ۲۶/۱۱ د ممبي ترهګریز برید یادونه شامله ده.

په حقیقت کې، د فلم کیسه د ۱۹۹۹ کال د یوې هندۍ مسافر وړونکې الوتکې د تښتولو له پېښې سره پیلېږي.

په فلم کې د هند د استخباراتو مشر اجې سنیال چې رول یې "ار مادهاون" لوبوي، د الوتکې د تښتونې له پېښې وروسته ژمنه کوي چې پر پاکستان به برید کوي.

له همدې امله، هغه خپل تر ټولو باوري کس حمزه استوي، چې د کراچۍ د جنایي ډلو او ترهګریزو شبکو ترمنځ ادعا شوې اړیکې له منځه یوسي؛ هغه اړیکي چې د فلم د روایت له مخې، د پاکستان د حکومت له پټ ملاتړه برخمنې دي.

ادیتیا دهار کراچي ښار په تورو رنګونو انځور کړې ده: یو پراخ او له قانونه وتلی ښار، چې تښتونې او شکنجې پکې عامې دي او د سیالو ډلو ترمنځ د غچ اخیستنې وژنې په بې‌ وقفې ډول روانې دي.

د فلم لارښود په فلم کې د یوه کارکوونکو ار مادهان سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Jio Studios

د عکس تشریح، له "ار مادهان سره د دورېندر فلم لارښود ادیتیا دهر لېدل کېږي. ار مادهاون په فلم کې مهم رول لوبوي.

ځینو نیوکه‌ کوونکو د ریښتینو جنایي ډلو د تاریخونو او سینمایي مبالغې د ګډولو پر مسله بحثونه او نیوکې کړې دي. د فلمي نقد کوونکي اودې بهاتیا په وینا:

"دغه فلم پاکستان د یوه داسې بې‌ قانونه او نږدې وحشي هېواد په توګه انځوروي چې له هند سره یې دښمني ژوره او ناروغۍ ته ورته بڼه لري. همدارنګه، سرحدي شخړه په مذهبي چوکاټ کې وړاندې کوي."

خو ځینې نور بیا دا انځورونه په حیرانوونکې توګه له واقعیت سره نږدې بولي. وینیتا کومار د انډیا ټوډې پر وېب‌پاڼه لیکي:

"دهار تر ټولو لوی جرئت د پاکستان په انځورولو کې کړی دی. دا انځور کاریکاتوري نه دی، بلکې په ځانګړي ډول له سیاسي پلوه، په غیرمتوقع ډول ژور او څو اړخیز دی."

دا خبرې یوازې په هند کې نه دي؛ په پاکستان کې هم د "دورېندر" په اړه غبرګونونه بېلابېل دي.

له لسیزو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري اړیکې محدودې پاتې دي چې سینما تر ټولو ډېر زیانمن شوی ډګر بلل کېږي. پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې هندي فلمونه بند کړل او هند هم ډېر وخت د پاکستاني فلمونو او موسیقۍ پر خپرېدو بندیزونه لګوي.

سره له دې، بالیووډ لا هم په پاکستان کې ډېر مینه وال لري او نندارچیان ډېری وخت د VPN له لارې یا د ناقانونه ډاونلوډ له لارې فلمونه ګوري.

د "دورېندر" په تړاو په پاکستان کې د ډان ورځپاڼې په ګډون یو شمېر سرمقالو د پاکستان منفي انځور غندلی او خواشیني یې څرګنده کړې چې ولې ځایي فلم جوړونکي خپل تاریخ ته کمه پاملرنه کوي، داسې چې بالیووډ اړ کېږي دا کیسه په خپل تعبیر بیان کړي.

پر دیوال د پاکستان پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزیرې تصویر لیدل کېږي چې په فلم کې داسې شیبه شته.

د عکس سرچینه، Jio Studios

د عکس تشریح، په درېندر فلم کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د انځور یو پوسټر

نیوکه‌ کوونکو همدارنګه ځېنو رښتیني تېروتنو ته هم ګوته نیولې ده؛ لکه د کراچۍ د "لیاري ډلې" انځورول، چې عموماً په باج اخیستنه، تښتونو او نشه‌يي توکو قاچاق کې ښکېله بلل کېږي خو په فلم کې د هند او پاکستان د پولې پورې تړلو شخړو برخه ګرځول شوې ده.

د منځپانګې جوړونکی بلال حسین چې په کراچۍ کې لوی شوی، وایي، دی حیران شو چې دا ډله ولې په فلم کې اصلاً ښودل شوې ده. خو هغه زیاته کړه چې د فلم اکشن، د لوبغاړو اداکاري او موسیقي، سره له دې چې دی یې "تبلیغاتي" بولي، بیا هم د ستاینې وړ دي.

تر ټولو سختې نیوکې د پاکستان پیپلز ګوند (PPP) له لوري شوې دي، هغه ګوند چې د سند صوبه اداره کوي.

دغه نیوکې د فلم د هغې برخې په اړه دي چې پکې د پیپلز ګوند یوه خیالي غونډه ښودل کېږي، له ګوندي بیرغونو او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې‌نظیر بوټو له انځورونو سره، چې په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوې وه.

د ګوند یوه مشر دا فلم "یو ناوړه تحریف" بللی او ویلي یې دي، هڅه پکې شوې ده چې پیپلز ګوند د وسله‌والو ډلو ملاتړی وښودل شي.

سره له دې نیمګړتیاوو، شنونکي وایي چې دا فلم، د ورته پخوانیو فلمونو په څېر، ښايي په پاکستان کې د بالیووډ له محبوبیته څه کم نه‌کړي، ځکه هلته د دې کچې بدیل ځايي فلمي صنعت نه‌شته.

په هند کې هم ورته احساس لیدل کېږي، چېرته چې ډېری نندارچیان د فلم شاوخوا سیاسي بحثونه ردوي او وایي چې دوی دا فلم یوازې د تفریح لپاره لیدلی دی.

د اودې بهاتیا په وینا:

"په پای کې دا یو خیالي فلم دی او فلم جوړونکي کولی شي هر څه چې وغواړي جوړ کړي.

خو ښکاره ده چې دا یو اړخیز او انتخابي لید لري، چې په ډېر مهارت سره یې وړاندې کوي."