د بدمعاشانو ډلې مشر بي بي سي ته حال ویلی، چې ولې مشهور هندی سندرغاړی سيدهو موسېوالا ووژل شو

سدهوموسېوالا په ۲۰۲۲ کال کې په رڼا ورځ د هند په پنجاب ایالت کې ووژل شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیدهو موسېوالا په ۲۰۲۲ کال کې په رڼا ورځ د هند په پنجاب ایالت کې ووژل شو
    • Author, سوتیک بسواس او ایشلین کوور
    • دنده, بي بي سي

د مشهور هندي سندرغاړي سیدهو موسېوالا وژنې هند ته ټکان ور کړ. د 'هپ هاپ' سندریزې بڼې دغه پنجابی سندرغاړی د اوجرتي قاتلانو له خوا په خپل موټر کې په ډزو ووژل شو.

د هغه له وژنې څو ساعتونه وروسته د ګولډي برار په نامه یوه پنجابي 'بدمعاش' پر خپله فېسبوک پاڼه د دې وژنې مسوولیت ومانه.

د هغه له وژنې درې کلونه تېر شوي، خو په تړاو یې هیچا ته سزا نه ده ور کړل شوې او د ګولډي برار په اړه هم چاته معلومات نه شته چې چېرې دی.

بي بي سي 'ای' پروګرام د سیدهو موسېوالا د وژنې پر لامل د پوهېدو لپاره له ګولډي برار سره اړیکه ونیوه، خو د هغه ځواب ډېر سوړ او محتاطانه و.

ګولډي برار بي بي سي نړیوالې څانګې سره خبرو کې په ډېر مغرورانه انداز وویل، موسېوالا ځینې تېروتنې وکړې چې په وینا یې بخښل یې ناشوني و.

:"موږ د هغه له وژلو پرته بله چاره نه درلوده. هغه باید د خپلو کړنو پایلې لیدلې وای. یا باید هغه ژوندی وای یا موږ ... دا ډېره ساده او اسانه خبره ده."

د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې یو ماښام چې هوا هم ګرمه وه، سیدهوموسېوالا د هند په پنجاب ایالت کې خپل کلي ته نږدې له دوړو په ډګو کوڅو کې خپل توربخونه 'مهیندرا تار ایس‌یو‌وي' موټر کې سپور و، چې دوو موټرو یې څار پیل کړ.

وروسته د سي‌سي‌ټي‌وي ویډیوګانو کې ولیدل شول چې له یادو موټرو یو یې په یوه تنګ کږلېچ کې د سیدهو موسېوالا له موټره مخکې کېږي، د هغه موټر را ایساروي چې بالاخره د موسېوالا موټر له دېوال سره ټکرېږي... څو شېبې وروسته، د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

پر موبایلونو اخیستل شویو ویډیو ګانو کې له ډزو وروسته صحنه فلم شوې ده. د موسېوالا د موټر په مخکۍ ښیښه کې د مرمیو نښې وې او بانټ یې هم سوری شوی و.

په سیمه کې خلکو په لړزېدلیو غږونو خپله حیرانتیا او اندېښنې څرګندوي:

"څوک دې هغه له موټره را وباسي..."

"اوبه راوړه..."

"موسېوالا په ډزو ویشتل شوی..."

خو اوس ډېره ناوخته شوې وه. موسېوالا چې روغتون ته یووړل شو، ډاکټرانو وویل مړ شوی دی. د عدلي طب د راپور له مخې هغه ۲۴ ډزه ويشتل شوی و.

۲۸ کلن رپ سندرغاړی موسېوالا چې د عصري پنجاب له لویو هنري-کلتوري شخصیتونو و، په رڼا ورځ ووژل شو.

د ډزو پر مهال له موسېوالا سره د هغه د تره زوی او یو ملګری هم سپاره وو چې دواړه ټپیان شول، خو ژوندي پاتي شول.

بالاخره شپږ وسله وال کسان وپېژندل شول.

دوی کلاشینګوفونه او تومانچې لرلې. پولیسو د موسي والا د وژنې په تور ۳۰ شک‌لاندې کسان ونیول او دوه شک‌لاندې کسان چې د پولیسو په خبره مقاومت یې کاوه، ووژل شول.

د یادو کسانو له نیولو سربېره هم د موسېوالا د وژنې تر شا کیسه او انګېزه روښانه نه شوه.

ګولډي برار، چې د وژنې د امر کولو مسوولیت په غاړه اخلي، وايي، هغه مهال په هند کې نه و. ویل کېږي هغه مهال ګولډي برابر په کاناډا کې و.

له ګولډي برابر سره د بي بي سي خبرو اترو، چې د غږیزو پیغامونو د ادلون بدلون په بڼه وې، کابو شپږ ساعتونه وخت ونیو.

دې خبرو موږ ته فرصت راکړ چې معلومه کړو موسېوالا ولې ووژل شو او تر شا یې د ګولډي برار انګیزه څه وه؟

.
د عکس تشریح، ارشیف

سیدهو موسېوالا د پنجاب په یوه کلیوالي سیمه کې په یوه 'جټ سېکهـ' کورنۍ کې زېږېدلی و چې اصلي نوم یې شوبدیپ سینګ سیدهو و.

هغه په ۲۰۱۶ کال کې د انجینرۍ زدکړې لپاره کاناډا ته لاړ.

له خپل کلي موسٰی څخه ډېر لېرې، چې ده په کې د رپ سندرغاړي جوړېدو هیله پاللې وه، په کاناډا کې د پنجابي موسیقۍ په یوه مشهور سندرغاړي بدل شو.

موسېوالا د پینځو کلونو په موده کې د پنجابۍ موسیقۍ یو پېژندل شوی نوم شو.

موسېوالا له خپل ځانګړي سبک او سندرو سره، په ښکاره د هویت او سیاست، ټوپکونو او انتقام په اړه سندرې ویلي چې د پنجابۍ موسیقۍ دودیز تصور یې بدل کړی دی.

هغه له رپ سندرغاړي ټوپاک شکور څخه الهام اخیستی و، چې په ۱۹۹۶ کال کې د ۲۵ کلونو په عمر ووژل شو. موسېوالا په یوه مرکه کې ویلي و: "زه غواړم د (ټوپاک شکور) په څېر شم. په کومه ورځ چې هغه مړ شو، نو خلکو ژړل. زه هم غواړم چې خلک زما له مړینې وروسته ما یاد کړي او ووایي چې زه یو څوک وم."

سیدهو موسېوالا د خپلې لنډې، خو پاموړ کاري مخینې په جریان کې، د هند د پنجاب د بدمعاشۍ پر کلتور، بې کارۍ او سیاسي زوال رڼا واچوله او په خلکو کې یې د کلي د ژوند یادونه را ژوندي کړل.

موسېوالا نړیوال شهرت ته رسېدلی و. د هغه د موسیقۍ ویډیوګانې پر یوټیوب له پینځه میلیارډ ځلونو ډېرې لیدل شوي دي.

هغه د سندرو د (هپ هاپ) بڼې له نړیوالو هنرمندانو لکه (برنا بوای) سره ګډ کار کړی چې له امله یې د هغه مینه وال یوازې تر هند پورې محدود پاتې نه شول، بلکې بریتانیا، کاناډا او نورو هېوادونو کې یې هم مینه وال وموندل.

خلکو هغه ته د لوړ شخصیت او ورته مهال د یوه باغي په سترګه کتل.

خو شهرت هم قیمت لري

سره له دې چې موسېوالا مخ پر ودې هنري ستوری و او په ټولنیز ډول یې شعوري شعرونه ویل، خو په زیاتېدونکې توګه پر خطرناکې خوا روان و.

د هغه ځانګړی چلند، شهرت او مخ په زیاتېدونکي نفوذ د هغو بدمعاشانو پام ځان ته راواړاوه چې په پنجاب کې د وېرې سمبول ګڼل کېدل.

په دوی کې ګولډي برار او د هغه ملګری لارنس بشنوی هم شامل وو. لارنس بشنوی هغه مهال په هند کې په لوړ امنیتي زندان کې و.

ګولډي برار که څه هم د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په سره نوملړ کې دی او د لارنس بشنوی د بدمعاشانو په شبکه کې مهم رول لري، خو بیا یې هم په اړه ډېر معلومات نه شته.

داسې انګېرل کېږي چې کاناډا ته د سیدهو موسېوالا له تلو یو کال وروسته په ۲۰۱۷ کال کې ګولډي برار هم کاناډا ته لاړ او په پیل کې یې هلته لارۍ چلوله.

بشنوی، چې یو وخت د پنجاب کې د محصلانو د یوې تاوتریخجنې ډلې مشر و، اوس د هند له خورا وېره اچوونکو مجرمانو څخه دی.

لارنس بشنوی اوسمهال د هندوستان له خطرناکو بدمعاشانو ګڼل کېږي

د عکس سرچینه، Hindustan Times via Getty Images

د عکس تشریح، بشنوی اوسمهال د هندوستان له خطرناکو بدمعاشانو ګڼل کېږي

د هندي ورځپاڼې ټرېبیون د مرستیال مشر جوپندرجیت سینګ په وینا: "له پولیسو سره د لارنس بشنوی په اړه لومړنۍ ثبت شوې قضیه د محصلانو سیاست او خپلمنځي ټاکنو سره تړاو لري... خپل یو مخالف محصل مشر یې وهلی و، تښتولی یې و او زیان یې ور رسولی و."

د پنجاب پولیسو د بدمعاشانو ضد ځواکونو مرستیال جنرال ګورمیت سینګ چوهان وايي، په دغه قضیه کې د زنداني کېدو له امله هغه تر پخوا خطرناک شو."

ښاغلی سینګ زیاتوي: "کله چې هغه زنداني شو، له جرمي نړۍ سره یې اړیکه پیاوړې شوه. بیا یې خپله ډله جوړه کړه، نو د دوام، ډېر ځواک او ډېرو وسلو لپاره یې پیسو ته اړتیا وه. نو د پیسو لپاره باید له خلکو په زوره پیسې (باج) واخلئ یا جرمونه وکړئ."

۳۱ کلن بشنوی اوس خپله ډله له زندانه رهبري کوي. د انسټاګرام پاڼه لري او ګڼ شمېر جنوني څارونکي یا فالوران لري.

ښاغلی چوهان وايي، چې کله بشنوی په زندان کې وي، نو ډله یې ګولډي برار سنبالوي.

له ګولډي برار سره د بي بي سي اړیکه د یو کال اوږدې هڅې پایله ده، چې په ترڅ کې یې موږ برار ته د رسېدو لپاره د هغه له ډېرو پیژندګلوو خلکو سره اړیکه ونیوله.

خو کله چې موږ ګولډي برار ته په رسېدو بریالي شو او خبرې مو ور سره وکړې، دا روښانه شوه چې ولې هغه او لارنس بشنوی سیدهو موسي والا خپل دوښمن وګاڼه؟

ګولډي برابر له لارنس بشنوی سره
د عکس تشریح، ګولډي برابر له لارنس بشنوی سره

لومړۍ ترینګلتیا

تر ټولو لومړی دا معلومه شوه چې بشنوی له ډېرو کلونو راهیسې له موسي والا سره په اړیکه کې و.

ګولډي برار وویل: "لارنس بشنوی له سیدهو موسي والا سره په اړیکه کې و. زه نه پوهېږم چې دوی چا یو بل ته معرفي کړل، خو دوی به خبرې کولې."

هغه وايي: "سیدهو موسي والا به لارنس بشنوی ته د هغه د چاپلوسۍ لپاره 'سهار پخیر' او 'شپه پخیر' پیغامونه لیږل."

د موسېوالا یوه ملګري د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل: "بشنوی د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې له موسېوالا سره په اړیکه کې و. لارنس بشنوی له زندان څخه موسي والا ته زنګ وهلی و او ورته یې ویلي وو چې دی یې د سندرو مینه وال دی."

ګولډي برار موږ ته وویل چې د دوی 'لومړۍ ترینګلتیا' وروسته له هغه وشوه چې موسېوالا هند ته راستون شو: "دا ترینګلتیا د پنجاب په یوه کلي کې د کبډي لوبې د یوې سیالۍ پر مهال پېښه شوه."

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

دا ټورنمنټ چې د بشنوی د مخالفو بدمعاشانو د غدۍ 'بمبیها ګېنګ' له خوا جوړ شوی و، موسېوالا ورته کمپاین کړی و.

ګولډي برار بي بي سي ته وویل: " کبډي داسې یوه لوبه ده چې د ګټې درغلي یا مېچ فیکسینګ په کې کېږي او بدمعاشان په کې ډېر نفوذ لري."

برار بي بي سي ته وویل چې زموږ مخالفه ډله د هماغه کلي وه چې موسېوالا یې کبډۍ ته کمپاین کاوه. هغه مهال لارنس او زموږ نور ملګري موسېوالا ته ډېر غوسه وو او ګواښلی یې و چې داسې یې نه پرېږدي.

که څه هم د موسېوالا او بشنوی ترمنځ دا ترینګلتیا بیا د لارنس بشنوي د یوه ملګري ویکي مدوکهېرا په منځګړیتوب حل شوه.

لارنس بشنوی له ویکي مدهوکهېرا سره
د عکس تشریح، لارنس بشنوی له ویکي مدهوکهېرا سره

د ګولډي برار په خبره، کله چې ویکي مدھوکهېرا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د موهالي د موټرو په یوه پارکینګ کې بدمعاشانو وواژه، نو د بشنوی او سیدهو موسېوالا دښمني دومره ډېره شوه چې عادي حالت ته د راستنولو لپاره په کې څه پاتې نه و.

د بمبيها ګېنګ ډلې وویل چې ویکي مدھوکهېرا دوی وژلی. پولیسو د موسېوالا ملګری او پخوانی مدیر شګن پریت سینګ، د شک‌لاندې کسانو په نوملړ کې شامل کړ. د پولیسو په تورپاڼه کې داسې شواهد شته چې ښيي چې شګن پریت سینګ وژونکو ته معلومات او لوژستیکي ملاتړ چمتو کړی و.

شګن پریت سینګ وروسته له هند څخه وتښتېد او باور کېږي چې په اسټرالیا کې دی، خو موسېوالا په دې پېښه کې خپله هر ډول ښکېلتیا رد کړه.

د پنجاب پولیسو بي بي سي ته وویل، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي موسېوالا دې په کومه وژنه کې ښکېل وي یا دې له هغې غدۍ سره ملګری وي چې مدهوکهېرا یې وژلی و.

خو له شګن پریت سینګ سره د موسي والا انډیوالي وه او له بمبیها ګېنګ ډلې سره د هغه غړیتوب یې له پامه غورځولی و، داسې یو څه چې د موسي والا ژوند یې واخیست.

که څه هم ګولډي برار د مدهوکهېرا په وژنه کې د موسېوالا د ښکېلتیا په اړه هیڅ شواهد وړاندې نه کړل، خو هغه باوري دی چې دا پنجابي سندرغاړی په یو ډول نه یو ډول د ویکي مدھوکهېرا په وژنه کې ښکیل و.

ګولډي برار په وار وار موږ ته ویلي چې شګن پریت سینګ د ویکي مدھوکهېرا له وژل کېدو دمخه له وسله والو سره مرسته کړې وه. ګولډي برار باور لري چې موسېوالا یې ممکن په وژنه کې ښکیل وي.

ګولډي برار بي بي سي ته وویل، هر څوک د سیدهو موسېوالا د شخصیت په اړه پوهېدل، تحقیقاتي پولیس پوهېدل، حتی تحقیقاتي خبریالان هم پوهېدل: "سیدهو له سیاستوالو او زورواکو سره اړیکې درلودې. هغه زموږ له مخالفو سیالانو سره د مرستې لپاره خپل سیاسي ځواک، پیسې او سرچینې کارولې."

برار وايي، موږ غوښتل چې هغه ته د هغه د کار لپاره سزا ورکړل شي. هغه باید محاکمه شوی وای، هغه باید زندان ته لېږل شوی وای، خو هیچا زموږ غوښتنې ته پام ونه کړ:

"نو موږ ځکه چارې په خپلو لاسونو کې واخیستې. کله چې د شرافت ژبه نه اورېدل کېږي، نو د ګولیو غږ به اورېدل کېږي."

بي بي سي له برار څخه وپوښتل چې هند قضايي سیسټم او د قانون حاکمیت لري، هغه څنګه دا توجیه کولی شي چې قانون دې په خپلو لاسونو کې واخلي؟

برار یې په ځواب کې وویل: "قانون، عدالت، داسې هیڅ شی نه شته. عدالت زموږ په څېر عامو خلکو ته نه ورکول کېږي، خو زورورو ته ور کول کېږي."

هغه زیاته کړه چې د ویکي مدوکهېرا ورور، سره له دې چې په سیاست کې و، د هند د قضايي سیسټم له لارې د عدالت ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه: "هغه هڅه وکړه چې له قانون سره سم د خپل ورور لپاره عدالت ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ هغه ته زنګ ووهئ او پوښتنه ترې وکړئ چې هر څه څنګه روان دي."

ګولډي برار هیڅ پښیمانه نه و

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "ما هغه څه وکړل چې ما باید د خپل ورور لپاره کړي وای. زه هیڅ پښیماني نه لرم."

د سیدهو موسېوالا وژنه نه یوازې په موسیقۍ کې د یو لوی نوم له لاسه ورکول دي، بلکې دې کار پنجاب کې د بدمعاشانو غدۍ لا پیاوړې کړې دي.

د سیدهو موسېوالا له وژنې مخکې، له پنجابه بهر ډېرو کمو خلکو د لارنس بشنوی او ګولډي برار نومونه پېژندل، خو د هغه له وژنې وروسته، د دوی نومونه هر ځای ته ورسېدل. دوی د موسېوالا شهرت وتروړه او هغه یې د خپلې بدنامۍ په یوه برانډ بدل کړ، داسې یوه بدنامي چې د زورزیاتي او قلنګ لپاره په یوه ځواکمنه وسله بدله شوه.

د پنجاب ځايي خبریال رتیش لاکهي وايي: "دا په تېرو څو لسیزو کې په پنجاب کې تر ټولو لویه وژنه ده. د بدمعاشانو زور زیاتی ډېر شوی دی. ګولډي برار د سیدهوموسېوالا له وژلو وروسته له خلکو په زور ډېرې پیسې ترلاسه کوي."

بل ځايي خبریال جوپندرجیت سینګ هم وايي: "د عامو خلکو په منځ کې له بدمعاشانو وېره پام وړ زیاته شوې ده."

د پنجابي موسیقۍ په صنعت کې له (سندرغاړو) په زوره د پیسو اخیستل له اوږدې مودې راهیسې ستونزه وه، خو د سیدهو موسېوالا له وژنې وروسته وضعیت په اړه جوپندر سینګ وايي: "اوس نه یوازې د موسیقۍ او فلم صنعت سره تړلي خلک، بلکې سیمه ییز سوداګر هم ګواښونکي ټیلیفونونه ترلاسه کوي."

کله چې بي بي سي له ګولډي برار څخه په دې اړه وپوښتل، هغه له دې انکار وکړ چې ګویا سیدهو موسېوالا دې یې د پیسو لپاره وژلی وي، خو و یې منله چې د پیسو اخیستل د هغه د ډلې د کار مرکزي برخه ده:

"یو کس د خپلې څلور کسیزې کورنۍ د ساتنې لپاره ټول عمر مبارزه کوي، خو موږ باید د سلګونو ان زرګونو داسې کسانو غم وخورو چې زموږ لپاره د خپلې کورنۍ د غړو په څېر دي. موږ باید له خلکو پیسې واخلو."

ګولډي برابر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "له خلکو د پیسو وصولولو لپاره اړینه ده چې خلک له موږ وډار شي."