د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ: ولې د 'میسور پاک' خوږو نوم لانجمن شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او تاوتریخوالي اغېزې د دغو هېوادونو پر عامو خلکو هم شوې او په ټولنیزو رسنیو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
په دې لړ کې پیل له پاکستان سره د انقرې د ملاتړ د ادعاو له کبله په هند کې د ترکيې محصولاتو پر ضد له لاریونونه وشو او اوس دا لړۍ د ورځني ژوند تر ډېرو اړتیا وړ توکو رسېدلې ده. ان د دغو هېوادونو د خلکو ترمنځ مشهور خواږه (میټايي) هم له دغو بحثونو پاتې نه دي.
ګڼو رپوټونو کې ادعا شوې چې په جېپور کې د خوږو یوه دوکان د هند د مشهور خوږو 'میسور پاک' نوم 'میسور شري' ته اړولی دی. دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپور شو او ډول ډول غبرګونونه یې راوپارول. ځینو خلکو ان ویلي چې د 'میسور پاک' نوم باید 'میسور هند' ته واړول شي.
یوازې دا نه ده، بلکې د میټايي یوه بل دوکان 'موتي پاک' هم د خواله رسنیو د کارنو پام ور اړولی او ادعا شوې چې د دغو خوږ نوم هم 'موتي شري' ته بدل شوی دی.
د دغو خوږو له نوم سره د مخالفت دلیل یوازې 'پاک' توری ده، چې ډېر وخت د پاکستان د نوم د لنډیز په توګه کارول کېږي. دا میټايي که څه هم له اصل او اره هندي دي، خو بیا یې هم نوم له پاکستان سره د وروستي تاوتریخوالي په لړ کې له نیوکو سره مخامخ شوی.
دا لومړی ځل نه دی چې د هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ له کبله د خوراکي توکو مخالفت او د نه کارېدو لپاره یې لاریونونه کېږي. په ۲۰۲۰ کال کې چې کله په ګالوان کې د هندي او چیني سرتېرو ترمنځ نښتې او تاوتریخوالی زیات شو، نو پایله کې یې په هند کې له چیني توکو سره هم سخت مخالفت پیل او د نه کارولو لپاره یې منظم کمپاین وشو.
دا یوازنۍ بېلګه هم نه ده، بلکې ډېرې داسې مثالونه شته چې کله د دوو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، نو د یو بل ځانګړي توکي یې بایکاټ کړي دي.
د 'میسور پاک' تاریخ

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'میسور پاک' په نوم د دغو ځانګړو هندي خوږو له نومه ښکاري چې تاریخ یې له میسور سره تړلی دی.
مهاراجا نالاوادي کرشنا راجا ووډیار، چې د ۱۹۰۲ او ۱۹۴۰ کلونو ترمنځ یې پر میسور واکمن و، له خوړو او څښاک سره ځانګړې مینه درلوده. هغه به ډېر وخت له خپلو پخلیکارو یا اشپزانو وغوښتل چې مختلف اجزا تجربه او ډول ډول نوي خواړه ترې جوړ کړي.
یوه ماسپښین د ده له پخلیکار 'کاکاسور مداپا' هیر شوي وو چې خواږو جوړ کړي. باید یې سملاسي او په لنډ وخت کې یو څه چمتو کړي وای. نو هغه په چټکۍ سره یوازې یو میټايي جوړ او د 'میسور پاک' نوم پرې کېښود.
د کاکاسور مډپا کړوسي ایس. نټراج په لومړي ځل د بيبيسي له خبریال عمران قریشي سره په خبرو کې د 'میسور پاک' د جوړولو کیسه کړې ده.
هغه وايي چې "مډپا د بورې له شربت سره د نخودو وړو او غوړيو په ګډولو سره دا خواږه جوړ کړل." کله چې مهاراجه ترې وپوښتل چې نوم یې څه دی، مډپا لومړی وویل چې دا پاکا دی' خو دا چې دغه خواړه په میسور کې جوړ شوي وو، نو پخلیکار سملاسي مهاراجا ته وویل چې دا 'میسور پاک' دي.
نټراج وايي "کنړ ژبه کې د بورې له شربت سره د نخودو د اوړو مخلوط ته پکا ویل کیږي. خو کله چې دا نوم په انګلیسي ژبه اخیستل کېږي یا لیکل کېږي، نو په پای کې "الف" توری نه لوستل کیږي، بلکې "پاک" تلفظ کیږي."
د میسور پاک میټايي د جوړولو دا تاریخي کیسه د کرناټک د رام نگر ولسوالۍ پر رسمي ویبپاڼه هم خپره شوې ده. د کاکاسورا مډپا اولادونه اوس هم د 'میسور پاک' میټايي جوړوي.
د هغه کړوسی وايي، "اوس زموږ څلورم نسل میسور پاک جوړوي ځکه مهاراجا نه یوازې دا خواږه خوښ کړي، بلکې زما نیکه یې هڅولی و چې خلکو ته یې ورسوي. په دې توګه د میسور لومړی دوکان پر اشوکا سړک پرانیستل شو."
میسور پاک څنګه جوړېږي؟

د رامنگر ولسوالۍ د رسمي ویبپاڼې له مخې، دا خواږه په دودیز ډول د هند سویلي برخو کې په ودونو او د خوښیو نورو مراسمو او مېلمستیاو کې وړاندې کېږي.
د میسور پاک جوړولو لپاره د بورې شربت ګرمېږي. د یادونې ده چې د بورې شربت د ځلوبیو او بادام پوري په څېر نورو هندي خوږو کې هم کارول کېږي. د میسور پاک جوړولو لپاره شربت ته لاچي، ګلاب، شات او ځینې نور توکي هم ور اضافه کېږي.
تر ټولو پام وړ خبره دا ده چې یوازې یو څو اشپزان د دې شیرې پر جوړولو پوهېږي. له دوی ځینې پخلیکار خپل ځانګړي ترکیبونه له هیچا سره هم نه شریکوي.











