د هندي مسالو خوندیتوب او پر روغتیا یې د اغېز په اړه اندېښنې

هندي مسالې په نړۍ کې خورا مشهورې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي مسالې په نړۍ کې خورا مشهورې دي
    • Author, سوتیک بیسواس
    • دنده, بي‌بي‌سي

لوبغاړې 'اکټره' مدهور جعفري، چې اوس یې پخلي او د خواړو په اړه کتاب لیکلو ته مخه کړې، وايي: "د هندي خلکو لپاره، مسالې د انځورګر د رنګونو د کڅوړې په څېر دي. موږ له مسالو سره مختلف خوندونه جوړوو."

مسالې ته تاو ورکول کېدای شي، ګرمېدلی او یا ان پورډر ترې جوړېدلی شي. د خوندونو بېلابېل ډولونه چې ترې جوړېږي حیرانوونکي دي.‌ هندي مسالې غوښې او اچارو (ترشو څیزونو) ته بېل خوند ورکوي. دوی په نا خوږو خوړو او د سړک غاړې خوړو کې کارول کېدای شي. هغه مسالې چې تېز او ترش خوند لري ل مېوو جوړو شویو سیمه‌ییزو څښاکونو ته اضافه کېږي او جوس او د مېوې او سلاد ته ترش خوند ورکوي.

هېره دې نه وي، چې هند د نړۍ په کچه د مسالې په تولید کې مهم ځای لري.

دغه هېواد ۲۰۰ بېلابېل ډول مسالې صادروي او د هند د مسالې اړوندې ادارې د راپور له مخې، ۱۸۰ هېوادونو ته مسالې او له هغې رایستل شوي نور محصولات صادروي چې ارزښت یې ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي. د مسالې کورنی بازار د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت خورا لوړ ارزښت لري. دا هېواد د مسالې ترټولو لوی مصرفوونکی دی.

خو اوس د دغو مشهورو مسالو د اغېز او د بدن پر روغتیا د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې شته راټوکېدلې دي. تېره میاشت سینګاپور او هانګ‌کانګ د' اېم‌‌ډي‌اېچ' او 'اېورسټ' شرکتونو تولید کړې ځینې مسالې بندې کړې. لامل یې د 'اتیلن اکسیډ' (حشره وژونکې سرطاني مادې) لوړه کچه ده.

ستونزه اوس نوره هم لویه شوې ده او لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (اېف‌ډي‌اې) ویاند رویټرز ته ویلي، د دوو مشهورو شرکتونو محصولات معاینه کوي او مطالعه کوي ترڅو په دوی کې د حشرو وژونکو اندازه معلومه کړي .

په دې اړه د امریکا د متحده ایالاتو د معلوماتو د څارنې ادارې د خبري اژانس یو تحلیل ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په اوسط ډول له اېم‌ډ‌ي‌اېچ شرکت د متحده ایالاتو ۱۴.۵ سلنه واردات د باکتریا د موجودیت له امله بېرته ستانه شوي دي. دواړه شرکتونه ټینګار کوي چې د دوی محصولات خوندي دي.

اروپايي ټولنې هم د ګرمو مرچو او هندي مرچو له تخمونو په اخیستل شویو نمونو کې د دغو سرطاني موادو د موندلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د راپورونو له مخې، مالدیف، بنګله‌دېش او د اسټرالیا د خوړو د خوندیتوب ادارې هم په دې قضیه کې پلټنې او ارزونې پیل کړې دي.

د هندي مسالو مختلف ډولونه شته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هندي مسالو مختلف ډولونه شته

هند: د نړۍ تر ټولو قوي مساله لرونکی ځواک

  • هند د نژدې څلور میلیارد ډالرو په ارزښت مسالې صادروي چې د نړۍ د مسالو صادراتو ۱۲ سلنه جوړوي.
  • له هندې صادر شوي عمده مسالې د مرچ پوډر، ځیره، کورکمن، هېل او مخلوطې مسالې دي.
  • نورې مسالې چې هند یې صادروي عبارت دي له: زعفران، انیس، هندي غوزان، لونګ او دارچیني.
  • چین، امریکا او بنګله دېش د هندي مسالو لوی واردوونکي دي.
  • د مسالې نور لوی بازارونه هند، متحده عربي امارات، تایلنډ، مالیزیا، اندونیزیا، انګلستان، اسټرالیا، سنګاپور او هانګ کانګ دي.

خو ایا هندي مساله خوندي ده؟

په هند کې فدرالي حکومت له ټولو ایالتي محلي حکومتونو وغوښتل چې د محصولاتو کیفیت کنټرول ازموینې ترسره کړي. د مسالې تنظیم پخپله د کیفیت کنټرول پنځه لابراتوارونه لري. دې سازمان د مسالې صادروونکو ته امر کړی چې خپل محصولات د اتیلن اکسیډ کچې لپاره معاینه کړي. د هند د خوړو خوندیتوب او معیارونو اداره هم نمونې معاینه کوي.

په ۲۰۲۲ کې، د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې وویل، په هند کې د مسالو په لویو کښتونو کې د روغتیا ساتنې، استوګنې، حفظ الصحې او روغتیا ساتنې اسانتیاوې ناکافي دي.

ناراسیمها ریډي ډونټي د چاپېریال عدالت په برخه کې خپلواک څېړونکی او ټولنیز فعال دی. هغه وايي "هند له پېړیو راهیسې د مسالو صادروونکی هېواد دی، خو دا انځور په دې وروستیو کلونو کې د حکومت د بې‌غورۍ له امله خراب شوی دی. موږ لا هم نه پوهېږو چې دا ککړتیا په کوم پړاو کې رامنځ ته کېږي. کروندګر له اتیلن اکسیډ څخه کار نه اخلي. دا ککړتیا شاید د محصول راټولولو او پروسس کولو وروسته او له پاتې موادو سره رامین ځته کېږي. "

ډیلي کې اېم‌‌‌‌ډي‌اېچ چې یو ۱۰۵ کلن کورنی شرکت دی، له ۶۰ کلونو راهیسې مسالې جوړوي او وړاندې کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډیلي کې اېم‌‌‌‌ډي‌اېچ چې یو ۱۰۵ کلن کورنی شرکت دی، له ۶۰ کلونو راهیسې مسالې جوړوي او وړاندې کوي

ښاغلی رډي زیاتوي: "ستونزه یوازې منفي نظر نه دی چې رامنځ ته شوی. په دې محصولاتو کې د پاتې شویو لوړه کچه کولی شي اوږدمهاله اغېزې ولري. په تېرو وختونو کې، متحده ایالاتو ته د امونو صادرات د دې کیمیاوي پاتې شونو له امله له ستونزو سره مخامخ شول. "

په ډیلي کې مېشت د نړیوالې سوداګرۍ څېړنیز مرکز په دې باور دی چې د بازار اندېښنې د "پېرودونکو هېوادونو کې د تنظیمي مقرراتو سختولو" له امله د هند نیمایي مسالې صادرات ګواښي.

دغه مرکز په خپل وروستي راپور کې ویلي، که چین د هندي مسالو کیفیت تر پوښتنې لاندې راولي، د هند نیمايي نړیوال صادرات به له خطر سره مخ شي. دوی دا هم په ګوته کوي: "که اروپايي ټولنه- چې په دوامداره توګه د کیفیت له ازموینې وروسته له هنده مسالې ردوي، په دې ګروپ کې شامله شي، وضعیت به لا خراب شي. "

په اروپا کې د مسالې مینه والو لپاره، د هغې مسالې د سرچینې پېژندل لا هم خورا ستونزمن کار دی چې دوی یې مصرفوي.

"د هندي خوړو لیکوال کالین ټیلر سین وايي: "زه فکر کوم چې ډېری په دې کې ری نه وهي هغه مسالې چې دوی یې کاروي له کوم ځایه راځي، زه په دې اړه ډېر نه پوهېږم او زه ډېرې مسلې کاروم. زه په شیکاګو کې د ډیون په کوڅه کې له یوه هندي خرڅلاوځي څو ګامه لیرې اوسېږم او خپلې ټولې مسالې له هغه ځایه اخلم. زه فکر کوم چې ټولې مسالې له هنده راځي، خو هېڅکله زه ورته دقیق شوی نه یم. "

لکه څنګه چې کارپوهان وايي، هند پرته له دې چې په بنسټیز ډول د خوړو خوندیتوب او د کیفیت کنټرول جوړښتونو ته بیاکتنه وکړي او نوره شفافه پالیسي او سخت مقررات په پام کې ونیسي او د هغې په پلي کولو او کنټرول کې نور جدي وي. دا هېواد باید د صادراتي محصولاتو کیفیت په اړه ډېر روښانه وي او د خوندیتوب په صورت کې باید شفاف او متحد عمل وکړي.