شاه رخ خان میلیاردر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, چیریلن مولان
- دنده, بي بي سي ممبۍ
د هندي فلمونو مشهور ستوري شاه رخ خان نوم لومړی ځل د میلیاردرانو په نوملړ کې شامل شوی دی. د دې نوي نوملړ له مخې شاه رخ خان اوس د نړۍ له شتمنو فلمي ستورو یو دی.
د شتمنو هندیانو یو لیست چې د 'هورون انډیا' په نامه یادېږي، ښيي، چې د شاه رخ خان د شتمنۍ کچه یو اعشاریه څلور میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېږي.
له دې سره د شاه رخ خان نوم د فلمي ستوري ارنلډ شوارزینګر، سندرغاړې ریحانه، ګالف لوبغاړي ټائګر ووډز، سندرغاړې ټیلر سوئفټ په څېر نړیوالو شخصیتونو په نوملړ کې هم شامل شوی، چې د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې د شتمنۍ کچه یې تر یو اعشاریه شپږ میلیاردو ډالرو پورې رسېږي.
د هند فلمي نړۍ ځینې نور ستوري لکه جوهي چاوله، هریتک روشن، امیتاب بچن او فلم جوړونکی کرن جوهر هم په دې لیسټ کې شامل دي.
شاه رخ خان ته چې معمولاً د 'مینې پاچا یا کېنګ اف رومانس' نوم هم ورکول کېږي، د هند په فلمي صنعت بالیووډ کې تر درې لسیزو فعالیت وروسته اوس د فلمونو تولید یو خپل شرکت او دغه راز د کرېکټ یوې لوبډلې ملکیت هم لري. د هورون انډیا نوملړ چمتو کوونکي ادارې مشر څېړونکي انس رحمان جنېد بي بي سي ته وویل، د خان د شتمنۍ ډېره برخه له ریډچیلي انټرټنمټ 'د شاه رخ خان فلمي تولید شرکت' او نائټ رائډرز سپورټس 'د نوموړي ای پي ایل کرېکټ کلب' له لارې ترلاسه شوې ده. له فلمونو ترلاسه شوې پیسې، سوداګریز اعلانات او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له جایدادونو ترلاسه شوې پیسې د عاید نورې لارې بلل شوې، چې شاه رخ خان یې لري.
د ښاغلي جنېد په وینا، د شاه رخ خان نوم د میلیاردرانو په نوملړ کې شاملېدل د هندي اقتصاد وده کوونکو فکټورونو د بدلون څرګندونه کوي. ښاغلي جنېد وویل: "لکه څنګه چې د هند اقتصاد وده کوي او د شتمنۍ موندلو نوي پړاو ته رسېږي، موږ وینو چې د عاید نوې لارې را برسېره شوې، چې له دودیزو لارو لکه تولید، ای ټي، او بانکدارۍ هاخوا دي."
نوموړي زیاته کړه، اوس ورزش، تفریح او د فکري ملکیت پر بنسټ کاروبارونه په هند کې د شتمنۍ جوړولو مهمې لارې شوې دي.
د جنېد په وینا، دا پرمختګ د امریکا له اقتصادي بدلون ته ورته دی، چې د شتمنو لیستونه، چې مخکې به یې فابریکې لرونکي او بانکداران په سر کې وو، اوس پکې د سپورت ډلو څښتنان، د رسنیو مشران، او مشهور شخصیتونه شامل دي، لکه مایکل جورډن، لیبرون جېمز، اوپرا وینفري، او بییانسې.
خو د فوربز مجلې د معلوماتو له مخې، که څه هم ډېر مشهور شخصیتونه شتمن دي، "خو خورا لږ داسې کسان شته چې خالصه شتمنۍ یې تر لسو شمېرو (یعنې میلیاردونو) پورې ورسېږي."
د نړۍ په کچه له شلو هم لږ داسې کسان دي چې دا کچه یې لاسته راوړې ده.
که څه هم سږ کال څلور نور بالیووډ ستوري او د دوی کورنۍ د هورون په لیست کې شامل شوي، خو د خان شتمني له هغوی هم په څرګنده توګه زیاته اټکل شوې ده.
جوهی چاوله چې له خان سره یې په څو فلمونو کې تمثیل کړی، کورنۍ یې په لیست کې دویم ځای لري، چې خالص شتمني یې ۸۸۰ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
دغه لیست کې د هریتک روشن نوم هم شامل دی، چې دریم ځای لري او د هغه خالص شتمني شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
تر ده وروسته فلم جوړونکی کرن جوهر راځي، چې شتمني یې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ده، او بیا مشهور ستوری امیتاب بچن او د هغه کورنۍ، چې شتمني یې شاوخوا ۱۸۳ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
په ۲۰۲۴ کال کې، کرن جوهر هغه وخت سرلیکونه جوړ کړل کله چې د خپلې تولیدي کمپنۍ 'دهرما پروډکشنز' ۵۰ سلنه برخه یې د ۱۱۹ میلیونه ډالرو په بدل کې، د هند د واکسین مخکښ تولیدوونکي او میلیاردر ادار پوناواله ته وپلورله.
سږ کال، د هند د میلیاردرانو ټولټال شمېر له ۳۵۰ کسانو څخه اوښتی، چې پکې مکېش امباني او ګوتم اډاني لا هم د هورون انډیا د لیست په سر کې پاتې دي.










