شاه رخ خان د عمرې ادا کولو په حال کې لیدل شوی؟

د عکس سرچینه، @teamsrkfc/Twitter
د بالیووډ وتلی ستوری شاه رخ خان د (Dunki) په نامه په یوه نوي راوتونکي فلم کې تر لوبېدو وروسته د سعودي عربستان مکې ښار ته د عُمرې ادا کولو لپاره تللی دی.
که څه هم نوموړي پر خپلو خواله رسنیو د عمرې د خبر په اړه څه نه دي لیکلي، خو د هغه د مینه والو پر یوه ټویټر پاڼه په سپین احرام او ماسک کې انځورونه خپاره شوي او ځینو رسنیو رپوټونه پرې خپاره کړي دي.
اراده قادیروا وايي، کله چې د مسجد الحرام ۷۹ شمېرې دروازې ته نژدې ورسېده ګومان یې وکړ، چې یوه پېژندګلو څېره یې ولیده.
دا وايي لومړی یې زړه ته نه لوېده، خو وروسته باوري شوه، چې همدا د بالیووډ مشهور ممثل شاه رخ خان دی.
نوموړې د دسمبر پر لومړۍ نېټه پر خپلو فېسبوک او انسټاګرام پاټو په اذري ژبه لیکلي: ''زموږ ډلمشر راته وکتل او موسکی شو، ما ټولو ته وویل چې دا شاه رخ خان دی. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
شاه رخ خان یو هندی مسلمان دی چې فلمي صنعت کې د لوبېدو یې سږ کال دېرش کلونه پوره شول.
دی په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري. نړیوال شهرت ته یې سفر له لوړو او ژورو هم ډک دی. مخکې هم د نورو بالیووډ مسلمانو فلمي ستورو د عمرې خبرونه خپاره شوي وو.

د عکس سرچینه، Social Media
د بالیووډ یوه بل مسلمان هنرمن عامر خان هم په ۲۰۱۲ کال کې عمره کړې وه او مکه کې یې د عمرې پرمهال له خپلې مور زینت حسین سره چې په یوه څلورټایره بایسکل کې ده انځور خپور کړی و.
ده ویلي وو، د مور یې دا هیله وه چې عمرې ته یې بوځي. ده ژمنه کړې وه چې خپل مور به عمرې ته بیايي.
د بالیووډ یوې بلې مسلمانې ادا کارې ثنا خان هم د خپل هنري ژوند له پرېښودو وروسته له مولانا مفتي سید سره واده وکړ او په مبارکه روژه میاشت کې له خپل مېړه سره عمرې ته ولاړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
او اداکاره ګوهر خان هم له خپل مېړه زید دربار سره عمرې ته تللې وه.
اغلې خان پر خواله رسنیو د خپلې خوښۍ څرګندولو په پار لیکلي وو چې "له خپل مېړه سره زما د عمرې هیله پوره شوه. دا یوه لویه خوشحالي ده".

د عکس سرچینه، Social Media
او د بالیووډ یو بل ممثل علي فضل هم سږ کال عمرې ته تللی و. خو ده ویلي وو چې دا عمره یې د خپلې مور او د مور له پلار 'نیکه 'لپاره وکړه.
ده ولي وو چې سعودي عربستان ته یې د تللو یو بل هدف د 'کندهار ' په نامه یوه فلم کې لوبېدل هم وو.










