د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو له مشخصاتو پرته د سیم کارت پلورلو ته اجازه نشته

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
سیم کارت

د عکس سرچینه، ATRA

د افغانستان د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې – آترا– لخوا د موبايل سیم کارتونو پر خرڅلاو د محدودیتونو له لګولو وروسته یو شمېر ولایتونه د موبایل سیم کارتونو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه کمښت په هغه سیمو کې ډیر محسوسېږي، چي په وروستیو کې یې اوسېدونکو مخابراتي چوپړونو ته لاسرسی موندلی.

د طالبان حکومت کې د افغانستان د مخابراتي چوپړونو د تنظیم اداره آترا مخکې مخابراتي شبکو ته د سیم کارتونو ورکړه محدوده کړې او ددې ګام موخه د طالبانو حکومت ته د هغو وګړو د جزیاتو په اړه د معلومات ورکړه یاده شوې چې سیم کارتونه کاروي.

د اترا ادارې ویاند جلال الدین شمس له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې مخابراتي شبکو ته د سیم کارتونو د وېش له محدودېدو وروسته د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سیم کارتونو ته لاسرسی د څه مودې لپاره کم شوی دی:

" په حقیقت کې مخابراتي شرکتونه پر ټاکلي وخت له موږ سره د سیم کارت ثبت شوي مشخصات او توضیحات نه شریکوي، ځکه نو موږ د سیم کارتونو د وېش لړۍ پر مخابراتي شرکتونو محدوده کړې ده"

ښاغلی شمس همداراز وايي په ورته وخت کې د برېښنایي پيژندپاڼو له مشخصاتو سره د زړو سیم کارتونو د ثبتولو د څرنګوالي لپاره د یوه میکانیزم په جوړولو کار روان دی.

سیم

آترا وائي، په افغانستان کې نیمایي سیم کارتونه چې خلک یې کاروي ثبت نه دي، ددغه ادارې په خبره که شرکتونه د سیم کارتونو د ثبت لړۍ چټکه کړي، نو دوی به هم د نویو سیم کارتونو د پلور اجازه ورکړي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو د برخي کارپوهان د طالبانو د حکومت دغه ګام د مخابراتو او انټرنېټي فعالیتونو د کنټرول لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې یو ډېر جدي امنیتي ګام بولي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري امنیت د برخي پخوانی رییس جمال ناصر سروري وايي، اوس له سیم کارتونو او موبایلونو څخه په جرمونو او تروریستي فعالیتونو کې کار اخیستل کېږي. د هغه په وينا، که مخابراتي شرکتونه وغواړي، کولاى شي د هر سيم کارت د کاروونکي جزئيات له حکومت سره شريک کړي او دا کار د ګواښ د کمېدو په برخه کې مرسته کولای شي:

"د یو مرکزي او منظم سیستم نشتوالی او د سیم کارتونو پر کارولو د محدودیتونو نشتون په یوه هېواد کې جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي، چې په هغو کې جنایي جرمونه، ځورونې، د مخدره موادو قاچاق، سړي تښتونه، ځانمرګي بریدونه او داسې نورې پيښې شاملې او ددغه اړیکو په مرسته ترسره کېږي."

ښاغلی سروری وايي، په افغانستان کې د پېرودونکو د معلوماتو د کنټرول او ساتلو لپاره هیڅ مرکزي سیسټم یا بشري سرچینې نشته او دا تشه باید ډکه شي:

"د سیم کارتونو د ثبت او راجستر کولو په اړه باید ووایم، کله چې د ګرځنده تلیفونونو له لارې سیم کارتونه کارول کېږي، د شرکتونو سیسټمونه داسي ډیزاین شوي، چې کله سیم کارت ثبت او موږ یې د کارولو لپاره تلیفون کې ځای پر ځای کوو ، د مخابراتي شرکتونو سیسټمونه د خپلو پیرودونکو د لا زیاتو معلوماتو د کنټرول لپاره د ګرځنده ټیلفون آې ام اي نمبر په اتومات ډول له ځان سره ثبتوي "

شمېرې ښيي چې ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې څه باندي ۳ میلیون کسان پر ټولنیزو شبکو فعال وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شمېرې ښيي چې ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې څه باندي ۳ میلیون کسان پر ټولنیزو شبکو فعال وو.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د مخابراتي چوپړونو د تنظیم اداره آترا وايي، له دې وروسته به د برېښنايي پېژندپاڼو له مشخصاتو سره د سیم کارت له ثبت پرته د سیم کارتونو د پلور اجازه نه ورکول کېږي. دغه اداره وایي هغه سیم کارتونه چې په تیرو وختونو کې وېشل شوي وي او د پیرودونکي مشخصات یې په دولت کې ثبت شوي نه دي هم باید راجستر شي، یا ویل کېږي که راجستر شوي نه وي، هغه سیم کارتونه چې په تېرو وختونو کې ویشل شوي او لاهم کارول کېږي باید بند شي.

د افغانستان په بازارونو کې د سیم کارتونو د سخت کمښت تر څنګ د مخابراتي شبکو د چوپړونو ټیټ کیفیت او د ګاونډیو هېوادونو پرتله د انټرنېټ لوړه بیه هغه څه دي چې د موبایل او انټرنېټ مشتریان ترې شکایت کوي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د انټرنېټ د ټیټ کیفیت او بیې په اړه د خلکو د شکایتونو په غبرګون کې وايي، چې د انټرنېټ د بیې د راټیټولو لپاره یو ټاکلی حد ټاکل شوی او هیڅ مخابراتي شرکت نه شي کولای چې انټرنېټ تر هغه ټاکلي بیې لوړ وپلوري. عنایت الله الکوزی، د طالبانو د حکومت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند وايي:

" د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ټولو مخابراتي شرکتونو د عوایدو او لګښتونو له ارزونې وروسته د انټرنېټ د بیې لپاره یو ټاکلی حد ټاکلی دی. چې د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. پخوا به یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانیو پلورل کېده. "

خو ښاغلی الکوزی وایې دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د خپلي اړتیا وړ انټرنېټ د سیمي له هېوادونو واردوي، ځکه بیه د نورو هېوادونو پرتله لوړه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته وخت کې د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا آترا ویاند جلال الدین شمس وايي، دوی هڅه کوي د نویو سیستمونو په نصبولو سره د مخابراتي خدمتونو کیفیت ښه کړي:

" د کیفیت د ښه کولو لپاره کار روان دی، کابل کې مو څه موده وړاندي د فریکونسۍ د څارنې او کنټرول سیستم فعال کړی، چي د مخابراتي شبکو د فریکونسیو د ګډوډي مخ نیسي او غیر قانوني فریکونسۍ کشفولای شي. "

نوموړی زیاتوي دا سیستم د مخابراتي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لوبوي. دغه سیستم په کابل کې فعال شو او ډېر ژر به په یو شمېر ولایتونو کې هم فعال شي.

ښاغلي شمس همداراز زیاتوي، چې د مخابراتي چوپړونو د کیفیت د ښه والي په موخه د نوي مخابراتي انتن یا پایو د نصبولو کار پیل شوی څو انټرنېټي چوپړونه له ټو-جي څخه تري-جي ته لوړ کړي. د هغه په وينا، له مخابراتي شرکتونو هم غوښتل شوي، په هغو سيمو کې چې د دوى د چوپړونو کيفيت ښه نه دى، نوي او اضافي مخابراتي ټاورونه نصب کړي.

د ډیټا پورټل ویب پاڼې د شمېرو له مخې، چې په ټوله نړۍ کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټي خدمتونو څارنه کوي، وایي د ۲۰۲۳ کال په پیل کې په افغانستان کې نږدې اته میلیونه کسانو له انټرنېټ څخه کار اخیستی او د روان کال په اوږدو کې نږدې ۳۰ میلیونه سیم کارتونه په دغه هېواد کې فعال او څه باندي ۳ میلیون کسان پر ټولنیزو شبکو فعال دي.