افغانستان کې مخابراتي شرکتونه په ټګۍ او پیسو وهلو تورن شوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان مخابراتي مسؤولانو د فشار هغې ډلې ته د ځواب لپاره یوه نیمه اونۍ وخت غوښتی، چې مخابراتي شرکتونه په ټګۍ او پیسو وهلو تورنوي او د 'اترا _چېرې _ده' کمپاین ته ځواب غواړي.
په وروستیو کې په افغانستان کې د خواله رسنیو له لارې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت او قیمتونو په تړاو د 'اترا _چېرې _ده' په نامه کمپاین او هشټګ پیل شوی دی.
دغه کمپاین کې مخابراتي شبکې ملامتې بلل کیږي چې له پېرودونکو بې ځایه لګښتونه اخلي او د خدمتونو کیفیت یې هم ټیټ وي.
د هرات ولایت اوسېدونکی محمد عمر شکایت کوي، هرځل چې خپل موبایل ته کرېډېټ ورواچوي، لږ وروسته پرته له دې چې ګټه ترې واخلي، کرېډېټ یې ختم شي:
"کله چې له مخابراتي شرکت د دغه لګښت په اړه وپوښتم، وايي پیغامونه هم لګښت لري، خو زه د هغو د بندولو غوښتنه کوم، اما شرکت یې نه عملي کوي."
ځینې نور مشتریان وايي، شرکتونه پرته له دې چې مشتریان خبر کړي، ځینې خدمتونه پخپل سر فعالوي، په داسې حال کې چې مشتریان دغو خدمتونو ته اړتیا نه لري.
تر اوسه مخابراتي شرکتونو د مشتریانو دغه شکایت په پام کې نه دی نیولی، خو اترا چې د دغو شرکتونو فعالیتونه څاري، وايي د 'اترا چېرې ده" کمپاین له لارې دوی خبر شول.
ددغې ادارې مشر نجیب الله عزیزي وايي، په وروستیو ورځو کې یې د خلکو ځینې مهم شکایتونه اورېدلي دي.
دی وايي، مخابراتي شرکتونه حق نه لري تر هغو چې مشتریان خدمات ونه غواړي، دوی یې پخپل سر ورته فعال کړي.
د اترا مشر زیاتوي، د رسېدلو شکایتونو ارزونه او له مخابراتي شرکتونو سره څېړل او خلکو ته ځواب ویل د دوی دنده ده.
دا مهال افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت لري، چې خصوصي او دولت دواړه پکې دي او مشتریان یې تر ۲۱ میلیون اوړي. څه موده وړاندې افغانستان کې د انټرنېټ کارنو شمېر شاوخوا ۱۰ میلیونه ښودل شوی و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای









